د تاریخ نوی څپرکی، که د معنوي پلار د جنسي تيري پړسوب.

 
    تاریخ هر څه په سینه کې ساتي، ویاړلې څېرې، ملي شخصیتونه، ملي خاینان او د ټولنې کرغېړنې او بدنامه څېرې، راتلونکي نسلونو او نړۍ ته یې د هندارې په بڼه وړاندې کوي.
    وژنې او جګړې مو له اوږدو مودو را په دېخوا د هېواد د ملي تاریخ تر ټولو لویه برخه جوړوي، زموږ د تاریخ  ډېرې برخې د کورنیوجګړو او بهرنیو یرغلونو غمجنې کرښې او د دوی پر وړاندې د افغانانو مبارزې  په خپله سینه کې ساتلي دي.
     دا  وار به مو تاریخ  داسې کرښې هم په خپله سینه کې ژوندۍ وساتي، چې د افغانانو لپاره به د شرم تور داغ په ویاړلې او پاکه لمن پرېږدي، دا  وار به د وژنو او جګړو، فساد او  ناخوالو ترڅنګ د ملي یووالي د حکومت دوهم کس ( لومړي معاون جنرال دوستم ) په اړه به مو تاریخ خپلې سپیني پاڼې په تورو کرښو سره ډکې کړي.
     که څه هم جنسي تيرې په افغانستان کې څه نوې خبره نه ده، د روسانو له وخته رانیولي تر ننه مو په هېواد کې وخت ناوخت د جنسي تيري خبرونه د خلکو تر غوګونو رسیدلي، خو داوار جنسي تيري هم خپله بڼه بدله کړه، د حکومت لومړي معاون له لوري په یوه سپین روبي او خپل معاون باندې د جنسي تیري هڅې او تورونه په حقیقت کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو معنوي شخصیت تر سوال لاندې راوسته.
     دې پېښې نه یواځې دا چې په ملي کچه د رسنیو او احساساتي فیسبوکیانو لپاره ښه سکالو برابره کړه، بلکه نړیوالو بنسټونو یې هم د څېړنې غوښتنه وکړه .
     د بښنې نړیوالې ټولنې یا امنېسټې انټرنېشنل له پېښې څخه ورورسته وویل، د افغانستان پر مرستیال ولسمشر د جوزجان ولایت د پخواني والي احمد خان ايشچي تورونه باید په خپلواک، بې پرې او فوري ډول وڅېړل شي .
    د بښنې  نړیوالې ټولنې د افغانستان د چارو څېړونکې حوريې مصدق ویلي، د دې لپاره چې داتورونه د افغانستان د حکومت پر یوه جګ پوړي چارواکي لګېدلي، د لا اندېښنې وړ دي.
    د اروپایي ټولنې په ګډون د امریکا  او بریتانیا سفارتونو، د دې سکالو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له احمد ایشچي سره یې د بد چلند د ادعاو هر اړخیزه څېړنه غوښتې ده.
     دغه راز امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپانې د افغان ولسمشر پر مرستیال عبدالرشید دوستم د ايشچي له لوري لګېدلو تورونو ته کتنه کړې وه .
      د بشري حقونو د څار ادارې لپاره د افغانستان د برخې څېړونکې پترېشيه ګوسمن ورځپانې ته ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۱۴ م کال کې د خپل مرستیال په توګه د جنرال دوستم له ټاکنې سره هماغه تېروتنه وکړه، چې له ۲۰۰۱ م کال راهيسې یې پر افغانستان ناوړه اغیز پرېښی، یعنې پر بشري حقونو سیاسي موخو ته لومړیتوب ورکول.
    نوموړې زیاته کړې، ولسمشر غني د جنرال دوستم له مخینې خبر و او پر شته خطرونو هم پوهېده، پر هغه یې بښنه وغوښته خو حقیقت دادی، چې جنګسالاران په ټول افغانستان کې په پوره خوندیتوب سره عمل کوي.
    کله چې په یوې ټولنې کې لوړ پوړي دولتي چارواکي بې فکره څرګندونې وکړي او یا هم داسې کړنې تر سره کړي چې د هغې ټولنې د کلتور او مذهبي ارزښتونو سره اړخ ونه لګوي، پرته له شکه چې هرو مرو د ټولنې او نړۍ په کچه غبرګونونه را پاروي، که څه هم د جنرال دوستم د پخواني تاریخي شالید په اړه به کله نا کله نړیوالو بنسټونو راپورونه خپرول خو دا  وار یې د دوستم د داسې کړنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې چې له ځان سره سم  یې د ملي یووالي  په حکومت او په هېواد کې د ټولو جنګسالارانو او رهبرانو سیاسي موقف ته هم زیان ورساوه.
    د دې قضې په اړه د ارګ ماڼۍ هم  پټه خوله پاتې نه شوه، د غني دفتر د اسلامي ارزښتونو له مخې د انساني کرامت پر ساتنې او نړیوالو قوانینو ته د افغانستان ژمن پاتې کېدو باندې ټینګار سره ویلي، د ایشچي ادعاوې د قضایي ادارو له لارې ارزوي.
    بلخوا د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وایي، د لویې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت له ریاسته ورته یو مکتوب رسېدلی دی، خو تر څنګ یې زیاتوي چې د لویې څارنوالۍ له خوا دوی ته دا شان مکتوب لېږل د اساسي قانون خلاف عمل دی او را لېږل شوی مکتوب به مسترد کړي.
    اوس پوښتنه داده، هغه حکومت چې لوړ پوړی چارواکی یې، د سپین روبو سره په جنسي تیري تورن شي او د تور پر وړاندې عدلي او قضایي ارګانونو ته په ځواب ورکولو هم حاضر نه وي، دغه ډول حکومت به څه ډول د ملي ارزښتونو په ساتنه کې بریالی شي ؟
 لیکنه: نظیف الله نظیف