د کندهار د هوايي ډګر د مظلومو ښځینه کارکوونکو قاتلان څوک دي؟

 
      د پولیسو او ملي آمنیت لپاره تر ټولو آسانه خبره داده چې دا ډول قتلونه په طالبانو ور تاوان کړي او نور کرار لاس تر زنه ورته کښیني. پکار ده چې هر جرم په طالب ور ونه تپل شي. طالبان یو یا دوه ځله اخطار ورکوي او بیا یې د قتل مسولیت هم په غاړه آخلي. خو د دې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه ندی آخستی.
  په ډېرو وژنو، بمي چاودنو، انسان تښتونو او ناآمنیو کې  د قاچاقو مافیا لاس لري. په تیره بیا د محدره توکیو، تاریخي آثارو او خارجي اسعارو قاچاق په معمولي توګه د هوايي ډګرونو لخوا د ښځو په ذریعه تر سره کیږي. دا چې دې ښځينه کارکوونکو د ښځو تلاشي کوله او د قاچاق مخه یې نیوله، په ډېره بېرحمانه توګه قتل عام شوې. په هر څه مالومیږي چې دا یوه مافیايي او سازماني شوې حرفه یې وژنه وه. پولیس او ملي آمنیت ښه پوهیږي چې په کندهار کې څوک په قاچاقو کې ښکېل دي. ډېر قوي احتمال وجود لري چې د کندهار د قاچاقو مافیا د دې مظلومو ښځو په قتل کې لاس ولري. که چارواکي پخپله لاس نه ورسره لري، نو د مافیا پر ضد دې کلک ګامونه واخلي.