تربیه

 
له مشرق تلویزیون سره د سباوون ننګرهاري په زړه پورې مرکهبه مو اوریدلي وي. سړی حیران شي چې څنګه هغه ته د ماشوم کلیمه وکاروي. که څه هم اېله د یوولسو کالو دی، خو هغه په څلورو ژبو روانې خبرې او تحلیلونه کوي او په فکري لحاظ دومره پوخ او د هرې مسلې داسې علمي او پر ځای تحلیل کوي لک کټ مټ یوعلمي او آکاډمیک شخصیت چې یې کوي. که ښه ورته ځیر شو، په غور سره یې واورو، هره خبره یې ځانته علمي بنسټ لري او هیڅ کومه خبره یې هم تصادفي نده. هغه پخپلو خبرو کې وايي چې زمونږ تربیت ندی شوی، او مونږ د تعلیم په څنګ کې تربیې ته هم سخته اړتیا لرو او زمونږ د وروسته پاتې والې اصلي علت هم همدغه دی... په هر صورت ما د تربیې په باب پلټنې وکړې. که څه هم دا یو لوی بحث دی، خو ما دا کوچ ترې راوباسل. هیله ده چې د لوستونکو د استفادې وړ وګرځي.
تربیه هغه پروسه ده چې په هغې کې لویان له ماشومانو سره ناسته پاسته او د هغوی پالنه او روزنه کوي. پلرونه او میندې بچیان تر خپل نظر لاندې نیسي، کنترولوي یې، انضباط او دسپلین ور ښیي او په ټولنه کې یې راتلونکي ژوند ته تیاروي. د یوه شخصیت په توګه د ماشوم په لوییدلو کې مور او پلار، خویندې او وروڼه، د کورنۍ ملګري او دوستان او همدارنګه چاپیریال ډېر مهم رول لوبوي. څېړنې ښیي چې د ماشومانو تربیه د هغوی د راتلونکې لپاره ستر اهمیت لري. پلرونه او میندې په مختلفو ډولونو په خپلو ماشومانو تاثیر لري:
۱- د شخصیت والا میندو او پلرونو تربیه:
دا ډول والدین خپلو ماشومانو ته قوانین ور ښیي او د نوموړو قوانینو مراعاتیدل ترېنه غواړي. ماشومانو ته مختلف قوانین تشریح کوي، د هغوی اهمیت ور ښیي او بحثونه ور سره کوي، ښه او بد ور ښیي. سربیره پدې خپلو ماشومانو ته هم غوږ نیسي او درک کوي یې. دا ډول والدین که څه هم سخت دي، خو تل پر حق دي او د خپلو ماشومانو ملاتړ کوي د دې پر ځای چې هغوی ووهي، تهدید یې کړي او یا جزأ ورکړي، هغوی ته د خبرو له لارې قناعت ورکوي. دوی له خپلو ماشومانو غواړي چې خپل نظر دې ولري، له هغه نه دې دفاع وکړي، د ټولنیز مسولیت درک ترېنه غواړي، خو خپله هم د دوی شاته ولاړ دي او خپلو هدفونو ته د رسیدو په لاره کې یې ملاتړ کوي. د کومو ماشومانو چې دا ډول تربیه وشي هغوی له هر څه نه مخکې ځانونه نیکبخته احساسوي، هم وړتیا لرونکي او هم بریالي دي.
۲- د سختو میندو او پلرونو تربیه:
دا ډول والدین خپلو ماشومانو ته قوانین وضع کوي او په هر قیمت چې هم وي د دې قوانینو مراعات او ساتنه ترېنه غواړي. که چېرې مراعات یې نکړي، په برخه یې سزا ده. دوی خپلو اولادونو ته خپل متودونه او قوانین نه تشریح کوي او نه هم له هغوی سره بحثونه کوي. دومره ورته وايي چې ( ته باید هرومرو دا کار داسې وکړې، ځکه چې زه درته وایم او بس!) د کومو ماشومانو چې دا ډول تربیه وشي . دوی ډېر کم ټولنیز مسولیت احساسوي، پر ځان یې باور هم کم وي او نیکبخته هم ندي.
۳- د نرمو میندو او پلرونو تربیه:
دا ډول والدین د سختو والدینو برعکس دي. دوی کم لیدل کیږي چې له خپلو ماشومانو دې کومې غوښتنې ولري. د هغوی د انضباط او دسپلین په غم کې هم ندي. دوی له ماشومانو سره له ټکره ځانونه ساتي او تل د هغوی غوښتنو ته غاړه ږدي. له ماشومانو نه د کوم ښه او پوخ عمل تمه نلري.دا ډول والدین د خپلو ماشومانو ملګرو ته ورته دي، نه د هغوی والدینو ته. هغه ماشومان چې دا ډول تربیه یې وشي هغوی پخپل ځان باندې لږ کنترول لري، تل له ژونده ندي رضا، په ښوونځي کې ډېر ضعیف دي او هم په کور او هم له کوره د باندې د قوانینو په مراعاتولو کې د مشکل سره مخامخ دي.
۴- د غیرفعالو یا پاسیفو میندو او پلرونو تربیه:
دا ډول والدین له خپلو اولادونو هیڅ نه غواړي، نه له دوی سره کوم جر و بحث کوي او نه هم کوم مسولیت ترینه غواړي. دوی د خپلو اولادونو له ژونده نه خبر دي، نه ځان پرې خبروي او نه هم پرې پوهیږي. د کومو ماشومانو چې دا ډول تربیه وشي، سربیره پدې چې پخپل ځان کنترول او د ټولنیز مسولیت درک نلري، پر ځان هم بې باوره دي او حتی له خپلو همزولو سره د سم سلوک کولو د مسولیت احساس هم نلري.
دسپلین: دا یو لوی او تل مخامخیدونکې ستونځه ده. څنګه خپلو بچیانو ته دسپلین ور زده کړو؟ د سزأ په ورکولو او که په په خوښه رضا؟ دا پوښتنې هم روان پيژندونکو او هم والدینو دواړو ته د اهمیت وړ دي. څيړنې ښیې چې حتی ډېرې واړې سزاګانې لکه ورو غوندې په غمبورې کې نیول هم د ماشومانو په تربیې بده آغیزه کوي او پایله یې دا شي چې ماشومان یوازې له ډاره خبرو ته غاړه ږدي او بس. کله چې د والدینو ډار نه وي بیا د هغوی خبرو او قوانینو ته هیڅ غاړه نه ږدي. له ماشومانو سره خشونت دوی هم خشونت ته هڅوي او بیا له خپلو همزولو سره هم له خشونته کار آخلي. همدا ډول په ښوونځي کې د ښوونکو لخوا هم خشونت د ماشومانو لپاره بدې پایلې لري.
په زور او خشونت سره د ماشومانو تربیه ندی پکار. پکار ده چې ماشومانو ته په خوږه ژبه، منطق او دلیل سره وښیو چې څنګه د قوانینو مراعات وکړي. پدې توګه تربیه شوي ماشومان تل په ټولنه کې د لوړ مسولیت لرونکو شخصیتونو په توګه را څرګندیږي. په ماشومانو د والدینو کنترول او له هغوی سره آړیکي، د هغوی په ژوند کې ور داخلیدل، نور ماشومان، همزولي او ملګري، چاپیریال او همدا راز بوختیا د ماشومانو په تربیه کې مهم رول لوبوي.
په ماشومانو د کنترول نه شتون او په هغوی باندې د نظر نلرل د ځینو ټولنیز ضد اعمالو سبب ګرځي. لکه خشونت، غلا او داسې نور. پکار ده چې نوموړی کنترول مثبت وي او له یوه نورمال چوکاټ نه د باندې نه وي. په زور او خشونت سره د ماشوم کنترول او یا هم د هغو قوانینو عملي کول پر ماشوم باندې چې هغه نه پرې پوهیږي او نه وي ور سره بلد، هیڅکله هم مثبتې پایلې نلري. پکار ده چې له وړوکتون او یا ښوونځي نه وروسته د ورځې په جریان او همدا راز د شپې لخوا والدین د خپلو ماشومانو په کړو وړو او خانګي وظیفو نظر ولري او د هغوی تربیه له پامه ونه غورځوي.
کار او والدین:
کله چې والدین له کاره بیرته کور ته راځي، هرو مرو هغه ستونځې او مشکلات چې په کار کې ور سره لاس او ګریوان دی، کور ته هم له ځانه سره راوړي. دا کار بې له شکه د کور د نورو غړو په روحیاتو هم آغیزه کوي. هغه والدین چې پخپلو کارونو کې ډېر ستړي او ستومانه دي، ماشومانو ته چندان پام نکوي او یا یې هم په کیسه کې ندي، د ماشوم په ژوند کې د والدینو نه ګډون د ماشوم په تربیې ډېرې ناوړه آغیزې کوي.
د یوې کورنۍ عایدات هم د اهمیت وړ دي او د ماشوم په تربيې او فکري انکشاف کې مهم رول لوبوي.
ټولنیز- اقتصادي حالت:
د یوې کورنۍ ټولنیز- اقتصادي حالت د هغوی په تحصیل او عوایدو پورې اړه لري. دا د دوی میاشتني او کلني عاید ټاکي، د دوی ملګري او دوستان ټاکي او د دوی چاپیریال او ګاونډیان هم په همدې فکټور پورې تړلي دي. د ښوونځي انتخاب او له غرمې وروسته بوختیاوې، د ماشومانو روغتیا او د هغوی د خوراک کیفیت هم په همدې فکټور پورې تړلي دي. دا ټول عوامل د ماشوم په نشو نمو او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
که د یوه ماشوم ټولنیز- اقتصادي حالت ضعیف وي او امکانات یې کم وي، خو قوي ټولنیز او کلتوري آړیکي ولري، بیا هم ویلی شو چې نوموړی ماشوم په یوه ښه او مساعد چاپیریال کې قرار لري او په ښه توګه نشونمو او پرمختګ کولی شي. دلته د یوه شي نه شتون د بل شي له شتونه سره رفع کیږي.
د دې لپاره چې د ماشومانو لپاره ښه والدین اوسي او خپلو ماشومانو ته ښه تربیه ورکړي، په نورو ملکونو کې ورته ځانګړي کورسونه شته او څیړنې ښیي چې هغه والدین چې پدې ډول کورسونو کې ګډون کوي، د هغوی ماشومان هرومرو د هغو والدینو له ماشومانو سره فرق لري چې په کورسونو کې یې ګډون نه وي کړی.
وړوکتونونه هم د ماشومانو د روزنې او پالنې په برخه کې مسولیت لري او د ښوونځي لپاره یې آماده کوي. خو وړوکتونونه هم د دې کار لپاره ځانګړی پرسونل او مالي امکاناتو ته اړتیا لري چې هم طرفداران او هم مخالفین لري. خو هغه ماشومان چې د وړوکتون له لارې په ښوونځي کې قدم ږدي، ښه ټولنیزه پوهه لري، ښه په مخکې ځي، بې له کوم ډار او ترسه نشونمو کوي او د هغو ماشومانو په وړاندې ډېر بریالي دي کومو چې د وړوکتون دوره نده تیره کړې.
ماخذونه/ ګوګل او خارجي ویبپاڼې