ښځه

                    
لکه د ساز ښایسته نغمه ده ښځه
د لوی څښتن لویه تحفه ده ښځه 
رب ورتـــه دغسې زینت ورکړی
چې د ښــــکلاوو نمونه ده ښځه
چاته تورسرې او بې وسه ښکاري    
چاته رښتینې دوردانه ده ښــځه
چـاته شي مینه چاته مور د بچو    
چاته له شاتو هم خوږه ده ښځه
ښځه ګاڼه او ښځه زېب ده د نر
ډکه د مینې خــــــــزانه ده ښځه       
لکه ماشوم به دې ویده کړي په ناز     
دغسې ښــکلې زمزمه ده ښځه   
هره موسکا یې بېل احساس درکوي    
ډکه د مینې پیـــــمانه ده ښځه
که ورکړې مینه محبت په رښتیا      
 بیا له تا ټوله نذرانه ده ښځه
څوک یې په ګل او ګلاب هـم نه وهي      
ځکه چې ګل نه هم پسته ده ښځه
- د مارچ آتمه د ښځې نړېواله ورځ دې ټولو
افغانو ښځو ته نیکمرغه او مبارک وي!!!