تجارتي غوښې

 
   وطني چرګان به مو پخپل لاس حلال کړي او بیا خوړلي وي. هیڅکله هم له وارد شویو چرګانو سره نشي پرتله کیدای. توپیر یې بیخي ډېر دی. هم په خوند کې او هم د روغتیا لپاره. ځکه چې وطني چرګان په طبیعي او آزاد چاپیریال کې روزل کیږي او انتي بیوتیک پېژني هم نه. خو خارجي چرګان د انتي بیوتیک په زور په ډېر لنډ وخت کې لوییږي، چاغیږي، د غوښې حاصل یې زیاتیږي او بازار ته وړاندې کیږي. د نورو حیواناتو غوښې هم همداسې در واخلی. له بده مرغه نن سبا هر څه تجارتي شوي. هر څوک غواړي چې زر پیسه دار شي او ډېره ګټه وکړي. هیڅوک هم زمونږ د روغتیا په غم کې ندي.
  
     پدې مقصد چرګانو ته انتي بیوتیک ورکول کیږي. په پر مخ تللیو هېوادونو کې دا کار تر کنترول لاندې دی. خو په ډېرو ملکونو کې څوک په خبر هم ندي. چرګانو او نورو حیواناتو ته د انتی بیوتیک ورکول هم د انسانانو او هم پخپله د حیواناتو د روغتیا لپاره خطر لري. بکتریاوې کیدلی شي چې د انټي بیوتیک په وړاندې مقاومت پیدا کړي او بیا د انسانانو بدن ته سرایت وکړي. سربېره پر دې د چرګانو په غوښو کې انټي بیوتیک زمونږ بدن ته راځي او زمونږ د چاغښت سبب هم کیږي. اوس مو خوښه خپله که وطني چرګان خوری او که خارجي.