د دوستم او ایشچی ترمینځ پریکړه ولسمشر ته د ډانګ او پړانګ موضوع ده:

 
کله چي ایشچی ادعا وکړه چی د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له خوا په شخصی ډول زنداني سوي او بیا ورسره جنسي تیری سوي، دي موضوع ډول ډول غبرګونونه راوپارول. د امریکا په شمول د نړۍ شاوخوا لسو هیوادونو خپل دريځ ولسمشر ته وړاندی کړ چی دا موضوع باید په دقیق ډول وڅیړل سي او مجرم ته سزا ورکول سي، دي موضوع په هیواد دننه هم سخت غبرګونونه درلودل ډيرومدني ټولنو،سیاسی ګوندونواو دبشردحقونو ادارو غوښتنه همدا وه چي موضوع دي په بې پري ډول وڅيړل سي او مجرمینو ته دي سزا ورکول سي.
ښه اوس خبره دا ده چي له یوه طرف ولسمشر په سختو سیاسی کشمکشونو کی راګیر دي او له بل طرفه عبدالرشید دوستم په ټاکنو کی لوی ملاتړ وه بدبختانه باید ووایو په هیواد کی سیاست قومی سوي دي عبدالرشید دوستم د ازبکو د قوم ترټولو مخکښ مشر دی دافغانستان په شمال کي مرکزي حکومت ډیرضعیفه دی هلته واک یا د شمالی ټلوالې یا عبدالرشید دوستم وه، په داسی شرایطو کي شمالی ټلواله هم د ولسمشر لپاره لوی چلینج دی. د دې ترڅنګ ولسمشر هم یو قوي ټیم له ځانه سره نه لري اوبیا ولسمشر په لوړ اواز هم دا وایې چي قانون ترهیچا لوړ نه دی اود نړیوالي ټولني فشارو نه هم خلاص نه دي او بله خبره دا ده که دلته عبدالرشید دوستم خلاص سي نو د ملت په زړونو کي به ولسمشر خپل محبوبیت له لاسه ورکړي او بیا به د ارګ د قانون او عدالت خبره شعار پاته سي نو ولسمشر اوس دهمداغه حالت سره مخامخ دی چی یوي خواته ته ډانګ او بلی خواته پړانګ دي وبه ګوروچی ولسمشر دډانګ او پړانګ ترمینځ څه کوی.