
د عربو لوي درياب زما بچي ته
ما ساتلی يو کتاب زما بچي ته
د ژوندون پرللمه للمه ورته هروخت
ده باران باران سحاب زما بچي ته
دنړۍ ترسرو اوسپینويو په لس دی
کوه نور غوندي ناياب زما بچي ته
په تورتم دجهالت کې بې له شکه
ده روڼا روڼا آفتاب زما بچي ته
عمري دروح غذا ده په باطن کې
ده کتاب رباب رباب زما بچي ته
محمدعلي عمري
مسلم باغ