د انتخاباتو کمیسیون دارالانشاء  (کمیشنرانو چېرې یاست...؟)

د انتخاباتو کمیسیون دوه برخې لري،  یو عملیاتي برخه او بل نظارتی برخه ده.

نظارتي برخه: (د قوانینو او طرزالعملونو اصلاح او د کمیسیون د کړنو او فعالیتونو څخه نظارت) دی چې دغه برخه د ټاکنو کمیسیون د غړو پر غاړه ده.
عملیاتي برخه: (د رایې ورکونې د موادو برابرول، ولایتونو او ولسوالیو ته د هغوې انتقال، د دایمې او مؤقت کارکوونکو استخدام، د رایې ورکونې ورځې او رایې شمېرنې مدیریت).  دغه برخه بیا د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء مسؤلیت دی.
د ټاکنو نوي قانون 22 مه ماده وایې: "د ټاکنو کمیسیون  خپلو اداري او اجراییوي چارو پرمخ بیولو لپاره دارالانشاء لري چې مشري یې د دارالانشا رییس کوي. د دارالانشاء رییس باید په بشري منابعو، مالی مدیریت او معلوماتي تکنالوژې کې لږ تر لږه پنځه کاله کاري تجربه ولري.  د ټاکنو کمیسیون د رایو په توافق سره د وړ او په شرایطو برابرو کسانو څخه  (3) تنه ولسمشر ته د دارالانشاء د ریاست لپاره معرفي کوي او ولسمشر د (3) تنو معرفي شویو څخه  (1) تن د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء  د رییس په توگه گماري."
نو کله چې د ټاکنو کمیسیون دارالانشاء ډیر مهم مسؤلیتونه پر غاړه لري، د همدې لپاره د دارالانشاء رییس او غړي یې باید با تجربه او په انتخاباتو کې پوه کسان وي او په ټاکنیزو مسایلو کې تخصص ولري، تر څو وکولای شي د انتخاباتو عملیاتي برخه په ښه توګه سر ته ورسوي، د ازادو او عادلانه ټاکنو زمینه برابره کړي.
زه «شینواری»د ټاکنو کمیسیون کمیشنرانو څخه غواړم چې کورنۍ وظیفه او کارونه یې ډير دي، نو باید تنبلي او ناغیړي و نه کړي. ژر لاس په کار شي د انتخاباتو کمیسیون د دارالانشاء ریاست لپاره او د دارالانشاء د غړیتوب لپاره باید د کاندیدانو ټول اسناد او سوانح  وپلټل شي، مخامخ مرکې ورسره وشي، متخصص او با تجربه کسان د ازادو سیالیو له لارې غوره، او ژر تر ژره دي (3) تنه د دارالانشاء ریاست څوکۍ لپاره ولسمشر ته معرفي کړي.
همدا رنگه د ټاکنو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کمیشنران، نورې ډیرې کورنۍ وظیفې لري او بلخوا وخت ډیر کم دي، زکه په هېواد کې د مشروعیت د کړکیچ څخه د ژغورلو لپاره ښایې چې راتلونکي کال (1396) کې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
دا خو کابو یوه نیمه میاشت کېږي چې محترم کمیشنران ګمارل شوي دي،  نه پوهیږم  دوې چېري دي په څه بوخت دي او څه کوي...؟
وړاندیز مې ورته دا دی چې وخت په وخت سره خپلې کړنې او فعالیتونو رسنیو، مدني ټولنو او خلکو سره شریک کړي، تر څو له یوې خوا پر انتخاباتو باندې د عامو خلکو باور بیرته تر لاسه شي او بلې خوا د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره اغیزمنې او مهمې مشورې هم ترلاسه کړي...
 
(حبیب الله شینواری)