د نړۍ ښاماران

زه 28 کلن یم، کله چې ښوونځي کې شامل شوم، د فراغت نه وروسته د لوړو زده کړو لپاره پوهنتون کې شامل شوم، په ټولنیز ژوند، کور کلی کې، دوستانو او ملګرو سره، خپلو خپلوانو سره مو چې تل د افغانستان او د نړۍ پر وضعیت باندې بحث او خبرې اترې کړي، تر څنګ مې چې کوم مطالعات درلودل، رسنۍ او مطبوعات چې تعقیبوم، نو یوه موضوع مې ډیره اوریدلې هغه دا چې په ټوله نړۍ کې د ګوتو په شمار څو تنه تر ټولو بډای نړیوال سوداګر (د نړۍ ښاماران) دي چې د نړۍ ډیری سرمایه دوې سره ده. دغه بډای کسان د خپلو پانګو د لا بډاینې او زیاتوالي لپاره د نړۍ سیاستونه او اقتصاد کنټرولي. همدا رنګه د دغو بډای سوداګرو تر منځ سخت سوداګریز او اقتصادي رقابتونه (سیالۍ) هم کیږي.
ویل کېږي دغه نړیوال سوداګر (د نړۍ ښاماران) چې هر سه وغواړي په نړۍ کې یې کولای شي. دوې ته انسانیت او زړه سوي، دین او مذهب هیڅ اهمیت نه لري، یوازیني شي چې دوې ورته اهمیت ورکوي هغه پیسې، بزنس او اقتصادي ګټي دي. کوم هېواد کې ارامي وي، کوم هېواد کې جنګ او جګړه، کوم هېواد ښه او پیاوړی اقتصاد ولري، کوم هېواد کې نا امني وي او کوم هېواد کې ټیکاو او سوکالي. دغه لړۍ بیا تر لاندې کچې پورې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو او د کوچنیو سوداګرو له لورې پلي کیږي. په دغه بهېر کې بیا د هېوادونو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزې سیالۍ هم رواني وي. د مثال په توګه امریکا د نړۍ ځواکمن نظامي او اقتصادي هېواد دی او د ګوتو په شمار څو تنه نړیوال سوداګر (د نړۍ ښاماران) لري چې یا یهود دي یا هم عیسویان، دوې تل د امریکا او غرب د ګټو لپاره معاملې کوي. روسیه او بیا چین په خپل وار سره د امریکا نظامي او اقتصادي سیالان دي روسیه او چین په خپل وار سره نړیوال سوداګر (د نړۍ ښاماران) لري چې خپلو هېوادونو لپاره کار کوي. یو شمېر هېوادونه بیا د یووالي څیره غوړه کړي لکه اروپايي ټولنه. همدا رنګه ترکیه، هند، جاچان، ارجنتاین او سویلی افریقا هغه هېوادونه دي چې په دې وروستیو کلونو کې يې خورا زیات پرمختګ کړی دی. ځکه د دغو هېوادونو مشران او سیاستوال (د نړۍ ښامارانو) سره ښه سیاست لوبوي او د خپل هېواد ګټې خوندي ساتي. بل لورې بیا افغانستان، عراق، یمن، سوریه، سومالیا، نایجریا او ځینې نور افریقایي هېوادونه له سختو ننګونو او کړکیجونو سره مخامخ دي، افغانستان کې طالبان او القائیده، په نایجریا کې بوکو حرام، په سومالیا کې الشباب، په عراق، یمن او سوریه کې داعش خپل تروریستي فعالیتونه کوي. د رسنیو له قوله داسې اسنادونه تر لاسه شوې چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه او په سرکې یې بیا نړیوال سوداګر یادو تروریستي ډلو سره اړیکې لري، مالي او تخنیکي ملاتړ یې کوي تر څو د پام وړ هېوادونو کې نا امني رامنځته کړي، د نړیوالو سوداګرو او سیاستوالو سیاستونه هلته پلي، طبیعي زیرمو، کانونو او خامو موادو څخه یې د خپلې پانګې د زیاتوالي او بډاینې لپاره ګټې واخلي. ډیر ساده مثال: که چېرې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې جګړه نه وي نو د وسلې جوړونې لویې فابریکې خپلې وسلي بیا چا باندې، چېرې او څه ډول وپلوري...؟!



اسامه بن لادن د القائیده ډلې مشر کله چې د روسانو په مقابل کې په افغانستان کې جنګېده، نو امریکا ورته د هیرو (اتل) لقب ورکړی وؤ، خو کله چې په کال 2001 کې د نیویارک ښار دوه لوړ ټاورونه وغورزول شو او مسؤلیت بن لادن په غاړه واخیست، نو بن لادن بیا په تروریسټ باندې مشهور شو. کیدای شې د نړۍ لویو سیاستوالو او سوداګرو (د نړۍ ښامارانو) پریکړه کړې وه چې دغه دوه ټاورونه باید وپرزول شي. په عراق کې د صدام حسین حکومت د اټومې وسلو د بډاینې په بهانه وپرزول شو، په لیبیا کې د قزافي حکومت، په مصر کې د حسن مبارک حکومت.  په خپل 28 کالو عمر کې کله چې د افغانستان وروستي لنډ کورنیو جګړو ته ګورم، د روسانو او بیا د مجاهدینو د رژیم نه وروسته، طالبان نه پوهیګم له کومه پیدا شو او افغانستان کې یې امارت پیل کړ. بیا په کال 2001 میلادي کې د سبټمبر (11) مې پیښې څخه وروسته امریکایي پوځونو پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو د سقوط نه وروسته یې افغانستان کې د ډموکراسۍ تر نامه لاندې نوي بهیر په لاره واچوه. ډیرې مالي مرسته او کمکونه راغلل. خو افغانستان پرې ډير ودان نشو. ځکه افغان مشرانو او سیاستوالو د هغو مرستو څخه ګټوره استفاده و نه کړه. که موږ عراق او بیا په خاصه توګه سوریه ته وګورو نو هماغه د افغانستان سناریو (کیسه) په کې تکراریږي، اوس چې کله په سوریه کې داعش وځپل شو او د حلب ښار ازاد شو، نو ډیر بهرنیان خلکو ته د مرستې لپاره ورغلل، مالي مرستې او نوي پروژې په کې شروع شوې او اوس هلته خه د کار وبار، انجو او انجو بازی وخت دی.



دې نه معلومیږي چې نړیوال سوداګر او سیاستوال (د نړۍ ښاماران) د خپلو متحدو هېوادونو په مرسته د نړۍ نور هېوادونه، سیاستونه او اقتصاد کنټرولي. نو دا بیا هر هېواد پورې او د هغوې سیاستوالو پورې اړه لري چې په دغه برخه کې خپل ونډه سه ډول لوبوي، خپل رول داسې لوبوي چې خپل هېواد او خلکو ته سوکالي، آرامی، امنیت او پرمختګ راوړي او یا دا چې په خراب او ناوړه سیاست سره خپل هېواد او خلکو ته بدمرغي، جنګ او جګړه، فقر، بې وزلي، احتیاج او نا امني راوړي.
که چېرې نړۍ ته د یو فلم په توګه وګورو نو د ځواکمنو او پرمختتلو هېوادونو او ټولنو تر څنګ، چین، هند، سویلي کوریا، سویلي افریکا، ترکیه او دې ته ورته نورو هېوادونو په دې وروستیو کې د خپلو سیاستوالو او چارواکو د عامو خلکو په همکارۍ سره خپل کرکټرونه ډیر ښه لوبولي او تر دې دمه یې خورا زیات پرمختګ کړی، روسیه هم کړکیج سره مخامخ وه، خو کله چې «ولادي میري پوتین» یې مشري پر غاړه واخیسته، یو ځلې بیا د امریکا پر وړاندې د ځواکمن او سیال هېواد په توګه ودریده.
ټولټال خبره دا ده چې په اوسنۍ نړۍ کې باید هر هېواد او هره ټولنه په ځانګړي ډول د هر هېواد چارواکي باید د پاتې کیدو، ټیکاو، د خپلو خلکو سوکالۍ، ارامۍ او پرمختګ لپاره ځیرکي وکړي، زیار وباسي او خپله ونډه او سیاست داسي وکاروي چې هم خپل هېواد ته او هم نړیوالو سوداګرو او د نړۍ ځواکمنو هېوادونو ته چې نړۍ کنټرولي د ګټو زمینه برابره کړي.
که چېرې افغانستان ته 40 کاله د مخه وګورو، نو افغان چارواکو او سیاستوالو د روسانو څخه د خپل هېواد په ګټه اغیزمنه استفاده و نه کړه. یا دا چې په سیاست او ډیپلماسۍ نه پوهیدل یا یې ملي ګټو ته ارزښت نه ورکاوه. د روسانو څخه وروسته کله چې په کال 2001 میلادي کې امریکایان او ناټو افغانستان ته راغلل، نو د هغوې شتون څخه د وخت ولسمشر حامد کرزي د خپل هېواد لپاره هر اړخیزه او اغیزمنه ګټه پورته نه کړه. په هېواد کې اوسنۍ نا خوالې او ننګونې د حامد کرزي د وخت میراث دي.
اوس ملي یووالي حکومت (ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله) ته په کار ده چې په دغه نړۍ کې زبردست او خپل هېواد لپاره اغیزمن رول ولوبوي. د ګټې په مقابل کې ګتې سیاست باید وکاروي.
وړاندیزونه:

  • افغان حکومت باید نړیوالو سوداګرو ( د نړۍ ښاماران) او ځواکمنو هېوادونو ته په ډاګه کړي چې په ارامه او سوکاله افغانستان کې د هغوې ګټه ده، نه په جګړه او ناامنۍ کې چې افغانستان کې یې ورته نور هم دوام ورکړي.   ځواکمن هېوادونو سره داسې سیاست او لارې چارې ولوبوي چې د افغانستان ګټې په کې خوند وساتي.
  • افغانستان دې هند او پاکستان سره د اړیکو انډول وساتي او په دغه برخه کې باید ډیپلماسۍ نه کار واخیستل شي نه دا چې د هند لمنه ونیسو د پاکستان پر ضد.
  • د امریکا او روسیې سره په اړیکو کې انډول ساتل ګران دي خو ناشوني به نه وي، نو په دغه برخه کې سیاسي تدابیرو ته اړتیا ده.
  • چین سره امنیتي او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول او د امنیت ټینګښت لکه (په لوګر ولایت کې باید حکومت امنیت ټینګ کړي تر څو چین وکولای شي د مس عینک کان باندې خپلې پانګونې او د هغې استخراج ته دوام ورکړي.)
  • همدا رنگه د افغانستان طبیعی زیرمي، کانونه، کرنه او مالداري باید د یوې تګلارې پر بنسټ د بهرنیو سوداګرو په اختیار کې ورکړل شي تر څو لومړۍ د افغانستان او بیا د هغوې ګټې په کې خوندي شي.