د انتخاباتو اصلي خبره څه ده!

انتخابات (ټاکنې) عربی کلمې نخب نه اخیستل شوې کلمه ده، چې د ټاکلو، انتخابولو یا اختیارولو مانا ورکوي. د انتخاباتو له لارې د یو هېواد ولسمشر، صدر اعظم،  دپارلمان غړي او نور چارواکي ټاکل کېږي. له همدې وجې د انتخاباتو پروسه چارواکو ته ډير اهمیت لري او تل غواړي په ټاکنو او ټاکنیزو ادارو کې خپل نفوذ او ځواک ولري. ټاکنې د ولسواکۍ یوه مهمه برخه ده. «بعیت» کټ مټ د انتخاباتو مفهوم ورکوي چې بنسټ یې اسلام سپیڅیلي دین کیښود. څرنګه چې پوهېږو د مبارک حضرت محمد (ص) د رحلت نه وروسته، مسلمانانو یو خلیفه یا خپل مشر ته بعیت کاوه. تاریخ شاهد دی چی د اسلام خلفای راشدین د خلکو د بعیت له لارې وټاکل شو تر څو مسلمانانو او اسلام ته خدمت وکړي.
په تاریخ کې انتخابات لومړي ځل په اروپایي ټولنه لرغوني (یونان او روم) کې رامنځته شو، په اروپايې ټولنه کې د دې لپاره چې د پادشاهانو ځواک او صلاحیتونه محدود کړي، نو د خلکو لخوا د مشروط نظام هڅې پیل شوې او د مشروطیت تر چتر لاندې د ټولنې استازي د عامو خلکو لخوا وټاکل شو. دغو استازو به لکه (د ولسي جرګې او مشرانو جرګې) استازو په څیر د خلکو استازولي او د پاچا د کارونو څخه نظارت کاوه  او پاچا ته به یې په بیلا بیلو برخو کې سلا مشورې به یې ورکولې. ټاکنې (انتخابات) د وخت په تیریدو سره د بشپړیدو لاره ووهله او ننې حالت ته چې د نړۍ په یو ډير شمېر هېوادونو کې د ځانګړو قوانینو او اصولو سره سم ترسره کېږي، ورسید.
د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ولسمشر یا ملی شورا غړو د ټاکلو لپاره دا چې عام خلک خپله رایه وکاروي، هیڅکله داسې انتخابات نه دي ترسره شوي، بلکې هغه مهال ټاکنو سمبولیکه بڼه درلوده او عامو خلکو دا صلاحیت نه  درلود چې خپل استازي په خپله خوخه وټاکي. د افغانستان د ملي شورا غړي به د حکومت لخوا ټاکل کیدل او د حکومت تر ولکې لاندیې مشورتي کار کاوه. مګر بیا د ډموکراسۍ په لسیزه (1333 تر 1343 ه ش) کې افغانانو دوه ځلې مستقیما خپله رایه استعمال کړه او خپل استازې یې وټاکل.
د بن کنفرانس نه وروسته کله چې په افغانستان کې مؤقته اداره او بیا ورپسې انتقالي اداره رامنځته شوه د انتقالي ادارې نه وروسته د افغانستان د ولسمشر د ټاکلو په موخه انتخابات ترسره شو. د ډیرې مودې نه وروسته یو ځل بیا خلکو د (2004) کال په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله رایه وکاروله. هغه مهال له یوې خوا انتخابات افغانانو ته یوه نوې ښکارنده او پروسه وه، بلخوا په ټول افغانستان کې  پرته د ګوتو په شمېر سېمو کې ټولټال امنیټ ټنګ وؤ او د خارجیانو لخوا د سیلاو غوندې بې شماره پیسې راغلې. دې وضعیت ته په کتو سره (حامد کرزی) چې د بن په کنفرانس کې د مؤقتې او بیا د انتقالي ادارې مشر وټاکل شو نو ورته ښه کمپاین شوې وؤ او پر خپل وړاندې یې برابر او تکړه سیال نه درلود. نو همدا لامل وؤ چې خلکو پرې باور وکړ او د (2004) کال ټاکنو کې خلکو ورته رایه ورکړه او 5 کلنو لپاره ولسمشر شو.
همدا شان د (2005) کال پارلماني انتخابات هم په خیر سره ترسره شو او افغانستان د پارلمان (ملی شورا) خاوند شو. کله چې افغان مشرانو او سیاستوالو (لوستو او نالوستو) د انتخابات پر اهمیت پوه شو او د خپلې سیاسې قدرت د تندې ماتولو لپاره یې یوازینې لاره همدا انتخابات او په انتخاباتو کې ګډون وګڼل. هماغه وخت نه یې د انتخاباتو پر پروسې او په ټاکنیزو کمیسیونونو د ولکې درلودلو لپاره هڅې، لاسوهنې او جور جاړی پیل کړ. سیاسې ډلې او د سیاست تږې له هماغه وخت نه د انتخاباتو د کمیسیونونو پر اهمیت پوه شو.
د رسنیو رپوټونه، د کارپوهانو خبرې او زما تحلیل دا وایې چې حامد کرزي او ټیم یې څرنګه چې غوختل د (2004) ټاکنو څخه وروسته یو ځل بیا د 5 کلنو لپاره سیاسي ځواک په لاس کې ولري. نو د انتخاباتو په کمیسیونونو کې یې خپل کسان ځای پر ځای کړل. خو نورو ډلو چې (2009) کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله پلویان وؤ او هم یې د کرزي په حکومت کې قدرت درلود، هغوې هم خپل کسان په ټاکنیزو کمیسیونونو کې وګمارل. لږ پاتې وؤ چې د (2009) کال ولسمشریزې ټاکنې هم د (2014) کال ټاکنو په څیر کړکیج او جنجال لورې ته ولاړې شې خو د خارجیانو  په ځانګړي توګه د امریکایانو د منځکړیتوب له لارې داکټر عبدالله عبدالله سره مصلحت وشو او نوموړی د ټاکنو دویم پړاو ته لاړه نه. هماغه وؤ چې حامد کرزی یو ځل بیا د 5 کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو. هغه مهال هم ټاکنیزو کمیسیونونو کمزوري وخودله او خپل قانوني واکونه یې تطبیق نه کړل. سیاستوال او سیاست تږې له دې وروسته یوځل بیا لا زیات په دې پوه شو، چې سیاسي قدرت ته رسیدل هغه وخت شونې ده کله چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې خپل کسان ولري. د کمزورې ټاکنیز نظام له کبله د (2010) کال پارلمانې ټاکنې ترسره خو ډیرې جنجالي شوې. د (2011) کال نه وروسته یو ځل بیا مدني ټولنو، رسنیو او اصلاح غوښتونکو هڅه وکړه چې د بهرنیانو په مرسته د افغانستان ټاکنیز نظام اصلاح شي او په دغه بهیر کې د اصلاحاتو بنسټ کیښودل شي. خو بیا هم د کرزي حکومت پرینښوده چې ټاکنیز نظام اصلاح شي.
د حامد کرزي د حکومت پر مهال، د حامد کرزي ټیم کولای شوؤ چې د بهرنیانو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او رسنیو په مرسته ټاکنیز نظام اصلاح کړي او برقي تذکرې توزیع کړي. خو بدبختانو داسې و نه کړل، نتیجه یې دا شوه چې د (2014) کال ټاکنې ترسره او داسې جنجالې شوې چې د افغانستان نوم په نړۍ کې بدنامه شو. له ډیرو جنجالو وروسته د ملي یوالي حکومت رامنځته شو (اشرف غني او عبدالله) خلکو سره کلکه ژمنه وکړه چې ټاکنیز نظام به اصلاح کوي. خداې دې انصاف ورکړي تر اوسه یې خپله دغه ژمنه نده پوره کړې. ځکه دوې د سیاسي قدرت تږي دي، نه غواړي چې حکومت او د حکومتي ګټې پریږدي. غواړي بیا ځلې حکومت ته ورسېږي. همدا وجه ده چې خپل کسان یې په ټاکنیزو کمیسیونونو وګمارل او اوس د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره هیڅ ډول هڅه نه کوي. حکومتي چارواکي (د اشرف غني ټیم او د ډاکټر عبدالله ټیم) به تل هڅه کوي چې ټاکنیز نظام اصلاح نشي ځکه فکر کوې د دوې په تاوان ده.   
نو سه په کار دي:

  • هر رقم چې کیږې عام افغانان باید بیداره شې او له هر مناسبې لارې باید حکومت باندې فشار راوړې چې بریښنایي تذکرې توزیع خلکو ته توزیع کړي، پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.
  • د ټول افغانستان قومي مشران او ځوانان باید ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله سره په یو میز کې د ټول افغانستان قومي مشرانو او ځوانانو لیدنې پیل کړې او د واقعې اصلاحاتو غوښتنه وکړي.
  • په هر ولایت کې قومي مشران او ځوانان سره راټول او د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره سوله ییز لاریونونه وکړي.
  • د پارلمان د وکیلانو او افغاني رسنیو په مرسته د افغانستان باید ټول قومي مشران، ځوانانو، سیاسي فعال ګوندونو او مدني ټولنې ګډې عدالت غوښتنې غونډې په لاره واچوې، تر هغې چې حکومت واقعې اصلاحات عملي نه کړې. څرنګه چې د امنیتي ځواکونو ملی دنده ده چې امنیت ټینګ اود سرحدونو دفاع وکړي، هماغه شان دا د عامو افغانونو وظیفه ده چې لاس په کار شې او ظالمو حاکمانو نه دې خپل حقونه واخلي. تر څو راتلونکي نسل ته لږ تر لږه د منلو وړ انتخاباتي نظام خو په میراث پریږدو. زه د هغو پخوانیو تجربو او انقلابونو لیواله نه یم، د مناسبو او ګټورو لارو طرفدار یم.   
  • رختیا هېر مو نشې چې د سیاسي ګوندونو جوړول او فعاله ساتل ډیر اړین دي. نو قومې مشران او ځوانان باید سیاسي ګوندونه هم جوړ او فعاله کړي.
  • بریښنایي تذکرې او سیاسي ګوندونو جوړول افغانستان لپاره بنسټیز کارونه دي.
 
د پرمختللي افغانستان په هیله...



(حبیب الله شینواری)