د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره

 
سافو د خپل عمر په نولسم پسرلي کې د نوې غوټۍ په څېر وغوړېده او وږمې يې د نړۍ په ټولو بڼونو کې د هوا په څېر خورې شوې او د خلکو ويده ذهنونه يې د خپلو سندرو او شعونو په زمزمو کې راويښ کړل.
هو سافو په شپږ سوه دولسم زيږدي کال کې د لرغوني يونان دسويس دسکاماندرالېخوس په اسرافي کورنۍ کې وزيږېده او د عمر په ١٩ کلنۍ کې د نړۍ د کائيناتو ستر خالق د هغې په سر د شاعرۍ تاج کېښود او په دې توګه د دغه نړۍ د لومړۍ ښځينه شاعرې وياړ ورپه برخه شو؛ خو په همدې نوولس کلنۍ کې چې نوي نوي يې په زړه د شاعرۍ دردونه راغلي وو، د پياګوراس يوناني واکمن لخوا دسياسي توطيئو جوړولو په تور د ګنو سياسي مشرانو د تبعيد په ډله کې پورها شار ته وشړل شوه.
سافو له قده لوړه کم رنګه ژېړه سپينه په وجود نرۍ د جذابيت او لوړ فرهنګ درلودونکې وه، چې د هغه مهال د ښکلا د لوړ معيار هر څه پکې موجود وو او په خلکو کې تر بل هر يوناني شخصيت د احترام وړ او د محبوبيت خاونده وه، وايي چې سافو خپله شاعري د موسيقۍ په تال کې پيل کړې او يو مهال يې د موسيقۍ د زده کړې شخصي ښوونځى درلود، ماشومانو ته يې د موسيقۍ زده کړه پيل کړه ، هغه د موسيقۍ پياوړې استاده شوه ، هر وخت به يې ارغواني جامې په تن وې او په پيکي کې به يې رنګا رنګ ګلان ټومبلي وو، د دې څېره يې بې حده زړه راښکونکي کړې وه.
سافو چې کله د يونان د واکمن لخوا تبعيد ته مجبوره شوه، نو د يونان دهغه وخت زلمي شاعر السته هم ورسره يوځاى وشړل شو،السته مصر او سافو سيسل ته لاړه، نو دالسته ژوره مينه لا هم د سافو په مقابل کې پټه وه؛ دوه زړونه او دوې هستۍ په ټکر کې وې خو بالاخره السته نيت وکړ چې سافو ته خپله مينه اظهار کړي، يوه ورځ يې زړه راغوند کړ او ورته يې وويل اى! د خوږې خندا خاوندې له سره دې د بنفشه ګلونو تاج لرې کړه، غواړم نن درته څه ووايم، خو له بده مرغه چې د شرم ورېځې مې په سترګو پرده غوړوي.
سافو په موسکا ځواب ورکړ، که ستا په زړه کې ناپاکه وينا نه وي او غوښتنې دې سپېڅلي وي،نو هيڅکله به د شرم ورېځې ستاپه سترګو پرده ونه غوړوي او خپله غو ښتنه به پخپله خوله په څرګند ډول وويلى شې.
السته د هغه د مينې لاس په سر نشو د هغه په مينه او ستاينه کې يې بې ساري ښکلي شعرونه وليکل؛ خو د دوى تر منځ د پټې مينې اړېکې کله هم رسوا نشوې، د يونان واکمن پياګوراس چې د سافو له پر له پسې بې ساري شهرت نه په وېره کې و، نو په (٥٩١هـ م ز) کې يې د دوهم ځل لپاره سيسل ته جلاوطنه کړه او له خپل مئين شاعر السته سره يې اړېکې د تل لپاره پرې شوې.
د فطرت د قانو له مخې يې د سوداګر اندوروس سره واده وکړ او د واده ثمره يې ښکلې کله ايس وه، چې سافو د زړه ټوټه بلله اودسروزرو د ګل خطاب يې ورته کاوه، خو له بده مرغه چې له مېړه سره ژوند يې وفا ونه کړه مړ شو مال او پراخه شتمني يې سافو ته پاتې شول، پنځه کاله وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه او د يوې هوښيارې او پياوړې مېرمن په نوم د خلکو د احترام وړ وګرځېده، وروسته له دې سافو خپل ورور خاراګسرس سره زياته مينه لرله، خو کله چې خاراګسرس مصر ته لاړ هلته يې په يوې جلۍ زړه بايلود او واد يې ورسره وکړ، دا د سافو لپاره يوه ستره ماتې وه او له دغه رنځه يې د خلاصۍ لپاره د موسيقۍ مکتب پرانېست په لزيوس کې د موسيقۍ د دغه ښوونځي زده کونکي په هغې دومره ګران وو، چې د مصاحب اصطلاح به يې ورته کاروله همدلته پخپل يوه زده کوونکي اتتيس د زړه له کومې مينه شوه؛ مګر کله چې هغه په موسيلنه کې له يوې بلې جلۍ سره واده وکړ، نو دغې ماتې د نرانو په مقابل کې د هغې کرکه راوپاروله او په ضد يې اورني شعرونه وليکل او شعر ته يې د لومړۍ ځل لپاره د همجنس سره سوزنده مينه ننوتله، شاعرې يې له لوړې نازکخيالۍ، سور، درد او نرانو نه د کرکې له انځورونو نه ډکه شوه د شعر په بېلابېلو ډولونو کې يې طبعه وازمويله د يونان په تاريخ کې يې نه يوازې نړۍ د لومړۍ ښځينه شاعرې په نوم ځان ثبت کړ بلکې ژبې او ادب ته يې په نهو ټوکونو او پنځوسو بېلابېلو شعري بحرونو کې يې ١٢٠٠ شعرونه وړاندې کړل چې اوسمهال يې ٦٠٠ شعرونه پاتې دي.
په ١٠٧٣ز کال کې د ګران فل او هونت دکيندلو په پايله کې د سافو د شعرونو ګن تابوتونه راووتل.
د سافو په اړه دوه نظره موجود دي يو دا چې هغه ډېره فاحشه او بدنامه جلۍ وه، چې دخپل مکتب له ټولو شاګردانو سره يې نامشروع اړېکې ساتلې، بله دا چې ډېره سپېڅلې شاعره وه او د نرانو مخ ليدل يې هم نه خوښول چې لامل يې د ورور واده له بلې جلۍ سره او د يوه شپونکي سره ژوره مينه او د شپونکي لخوا په سپکو الفاظو د دې د مينې ردول وو.
دغه شپونکى چې پخپل غرني طبيعت يې د سافو شاعرانه فطرت يرغمل کړى و، خايون نوميده.
خايون په هر محفل او لاره کې د سافو د مينې پيغامونه په بې غورۍ سره ردول او له ځانه يې د کرکې په څرګندولو لرې وشړله بالاخره د يوه ساده شپونکي مينې او پر له پسې ناکاميو دې ته مجبوره کړه چې له مرګ پناه وغواړي.
بالاخره سافو د لوکاس له کمره نه ځان لاندې راګوذار کړ او مړه شوه دايې هم د شعر يوه بېلګه
زما په نظر ته څښتن ته ورته يې
ستا خبرو ته غوږ نيسم
زما دردمن زړه
په سينه کې لړزېږي
غږ مې خپ دى
له تن مې د اور لمبې ورېږي
په غوږو کې مې غرهار دى
او لړزان يم
ستا د عشق
له سوز سوزېږم