که له کوره وځئ؛ وژل کیږئ به!


په موټر کې د ناستو چادري پر سر وژل شویو مېرمنو انځورونو مې ټوله ورځ ستومانه او بې خونده کړه . د وژل شویو مېرمنو د بې وزله او ستونزمن ژوند په اړه مې لوستل، ناڅاپي له داسې نظر سره مخ شوم< چې د دغو مېرمنو د مړینې درد یې نور هم راته ډیر کړ!!!
نه! د کوم طالب، يا فدايي یا د کوم نا لوستي او مخالف ليکنه نه وه، نه هم د کوم داعشي او بې علمه ملا نظر و...
د يو لوستي، په ظاهره با سواده د ښځو او نارینوو د حقونو مدافع د ولس استازي د کندهار د ولایتي شورا د یوه غړي غیرې انساني او اسلامي بې منطقه وینا وه!
د کندهار د ولایتي شورا غړي نعمت الله وفا ادرس ته ولاړم لا مې هم فکر کاو چې کیدای شي د ده اصلي پروفايل نه وي، د کومې جعلي پاڼې ليکل به وي؛ له لږې څېړنې وروسته ډاډه شوم چې د ده خپل ادرس او نظر وو، خو په ټولنیزو رسنیوکې له غبرګون وروسته یې دا بې معنا او بې مفهومه نظر پاک کړې و. په لیکنه کې یې تیروتنو ته په کتلو سره مې وانګېرله چې کیدای شي د دغو میرمنو په مړینه ډیر غمجن شوی وي، او یا منظوریې داسې نه وي؛ څه چې یې لیکلي دي!
خو له ازادۍ راډیو څخه د ښاغلي د نوې مرکې له اورېدو وروسته د ده منطق او پوهې ته هکه ـ حیرانه او ګوته په غاښ شوم! ښاغلی وايي: ښځه حق نه لري چې له کوره ووځي؛ یا د خاوند له اجازې پرته چيرته کار وکړي...
محترمه: فکر کوئ دغو ميرمنو د کورنۍ له اجازې پرته د باندې د مستۍ او ساعترۍ لپاره کار کولو، فکر نه کوئ چې د خپلو بچو او کورنۍ د پاره د یوې مړې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره راوتلې وې؟
او بیا وايي: میرمنې دې یوازې د باندې نه بلکې په کاري دفترونو او تلاشي ځایونو کې په چادریو کې ناستې وي، کنه نو بې حجابه او بې ستره دي، او تور لګوي چې د دوی کړه - وړه د اسلامي روحیې پر خلاف وو.
جنابه! تاسې د ښځو تلاشي ځای ته ورغلي وئ؟ اسلام خو تاسې ته هم لارښوونه کړې چې نا محرمو ته مه ګورئ؟ تاسو که دوی ته لاندې - باندې نه وي کتلي نو د دوی په اړه دومره معلومات څنګه لرئ؟
یا که مو د همدغو میرمنو لخوا د کومې شریکوالې د جرم مخنیوی شوی دی؟ څنګه عقده من یې؟ د دوی پر ضد غږېدل مو بې علته نه دي.
دی زیاتوي: ښځې دې له کوره نه وځي، که روزي پیدا کوي په خپل کور کې دې پیدا کړي...
دا نو داسې ده لکه د ښيوې په قضیه کې دلیل وړاندې کړو چې: که مشره باکره وای؛ زورور به کشره نه وړله...
يا که هراتۍ پيغله ښکلې نه وای؛ نو ملا پلار یې پرې تیری نه کولو.
او یا که سنګسار شوې ښځه یوازې د باندې نه تلای؛ نو طالبانو نه وژله..
همدارنګه که شیطان نه وای؛ نو په درې کلنو او پنځه کلونو نجونو به تیری نه وای شوی!
پر تا دې ورځ راشي؛ چې میرمن او خور دې نارینه وپلټي، او په دې پوچ فکر دی خدای درباندی داسې حالت راولي چې د کورنۍ عملیاتونه دې نارینه ډاکټران وکړي.
د دې کدو پوهول او منطق ور زده کول د ځانمرګي برید کوونکي تر پوهولو ګران دي، په خيرو او بویونو کې روږدی پوچ مغزي ته هره منظمه او با سلیقه ښځه بې لارې او بده ښکاري.
خپله یې سترګې رنجو کړو ښځو پسې بقې وتلي او خوله یې لبسرین لرونکو ته وازه پاتې وي؛ نو ځکه هر چا ته په خپلې هینداره کې ګوري!
ځینې ښځې ستا په څیر نجسو له لاسه بدې شوي دي، د هوس وږي که نه وې بې لارې ښځې له کومه شوې؟!
اړوندې قضايي ادارې دې د دې پيښې په اړه له وفا ګل څخه پلټنې پیل کړي، ځکه ښاغلی یې په اړه ډیر معلومات لري او مړینه یې روا هم ګڼي، د دغو شهیدو میرمنو له تګ ـ راتګ څخه هم خبر دی؛ اوهم ده به وسله والو ته د دې ميرمنو په اړه معلومات او زمینه سازي کړي وي.
هيله لرم: د هیواد ټولې غیرتي او زړورې میرمنې د ښځو د حقونو مدافعین او روڼ اندي یوه لاس او یوه خوله شي، خپلو پراخو اعتراضونو او غبرګونونو ته تر هغه دوام ورکړي؛څو حکومت په یو بې مخیني اقدام سره د دې کثیف پر څوکۍ یوه میرمنه کینوي او دې ته داسې سزا ورکړي؛ چې ژوندی وي په یوې رسمي اداره کې د کار کولو حق ونلري.
ترڅو پوه شي چې: که پوچ فکر او همدومره شعورو لري؛نو شړل کیږي به!