د « اردوغان » او ، « پوتين» د  دوستۍ ونه به خُرما ونه نيسي !؟

 
(اندرې کارلوف ووژل شو !!)
څو مياشتې وړاندې په ترکيه کې د يوې وسله والې کودتا هڅه  نيمګړې ، ناکامه او وځپل شوه ؛ چې په پايله کې يې لا اقل شاوخوا ( ۱۲۰۰۰۰) تنه ملکي ، پوځي کدرونه د طيب رجب اردوغان له خوا بنديان او له دندو څخه ګوښه کړای شول !
اردوغان د هغې ناکامې کودتا پړه په ترکي الاصل ـ امريکايي ( فتح الله « ګولن » » ) او د هغه پر ترکي پلويانو، ملګرو او پيروانو باندې ور واړوله ! اردوغان په رسمي توګه د امريکې له متحدو ايالتونو څخه ښاغلی فتح الله « ګولن » د محاکمې لپاره وغوښت ؛ خو د امريکې دولت د امريکې د اساسي قانون د مفرداتو او مندرجاتو د منځپانګې له مخې له مشهودو استنادو پرته فتح الله « ګولن » د ترکيې دولت ته د ناحقي تور محاکمې ته ونه سپاره !! اردوغان د روسيې د امنيتي ـ کشفي ارګانونو( د سوريې د څانګې د « اف .اس. بې ») د بهرنۍ څانګې د کارکوونکو د رپوټ له مخې مُطلع شوی و ، چې ګواکې په سوريه کې له هغې هوايي ـ پوځي هډې څخه ، چېرې چې د امريکايانو هوايي پوځيان مېشت دي ، وسله واله کودتا د اردوغان پر ضد طرح شوی او عملي کېږي ... پوتين  ، اردوغان ته د ټېليفون له لارې د کودتا خبر ورکړی و او اردوغان په خپل وخت او زمان د کودتاچيانو مخه په ډېرې چټکۍ او پوره بې رحمۍ سره ونيوله او ....
له ناکامې کودتا څخه وروسته د اردوغان او پوتين ( د روسيې د وژل شوي پيلوټ او پوځي الوتکې د وژل کېدلو او را نسکورېدلو ، لانجه او دښمني ؛ چې د  ترکيې د دافع هوا او رادار څانګې را غورځولې وه ...) دښمني په ناڅاپي ډول په خوږه دوستي بدله شوه !
ترکيې خپل بهرني دريځ ته بدلون ورکړ او اردوغان په سوريه کې د روسيې د هوايي او ځمکنيو قواوو تر څنګ د بشارالاسد د رژيم د تحکيم او د داعش او د کوردستان د خپلواکۍ غوښتوونکو د ګوند « پې .کې .کې » ( د کوردستان د خلکو دموکراتيک ګوند ) پر ضد پراخ ، بې رحمه او هر اړخيز عمليات ( هوايي ، ځمکني ) پيل کړل او اردوغان ، پوتين ته په عمل کې داسې وښودله چې زه د تا ، د روسې  او سوريې ( بشارالاسد ) رښتينی دوست او ستراتېژيک ملاتړ کوونکی يم !
روسان او پوتين اميدواره شول چې اردوغان به وکولای شي چې د ترکيې په خاوره کې به د امريکايانو پوځې هوايي هډه وتړي او امريکايي پوځونه به له ترکيې څخه وباسي او روسيه به په ډېرې چټکۍ او پوره جرئت سره د ترکيې د بحيرې ( تورې بحيرې ) تر څنګ پرتې سيمې : قفقاز ، ابخاض ، داغستان ، چېچن ، کريم او اوکراين ټول له يوه سره تس نس او مهار کړي او تر خپلې ولکې لاندې به يې رولي ! پر همدې هيلې يې د اردوغان د دوستۍ لاسونه په خپلو غبرګو لاسونو کې ټينګ ونيول او کښې يې کاږل !
ترکيې ته روسيه او پوتين له دريو لورو څخه ډېره جدي اړتيا لري :
۱. په اقتصادي ( تجارتي او سوداګريز) ډګر کې ( خوراکي توکيو ، البسې ، ساختماني توکيو او سوداګريزو توکيو په را واردولو او صادرولو کې )
۲. په پوځي ډګر کې ( په : سوريې ، ايران ، قفقاز ، داغستان ، ارمنستان ، اذربايجان ، ابخاض ، چېچن ، کريم او اوکراين کې ، د دفاعي سپر په توګه)
۳. په سياسي ډګر کې ؛ د امريکې د متحدو ايالتونو ، انګلستان ، فرانسې ، جرمني ، « ناتو » او د « ايساف » د غړو هېوادونو پر ضد سنګر نيول او پياوړی کول او سيمې او ګاونډ کې ستراتېژيک ملګری پيدا کول !
خو سياست ، سياست دی ؛ رحم او عاطفه پکې هېڅ نشته ! هر هېواد خپل ستراتېژيک او اقتصادي اهداف پالي او هغه تعقيبوي !
نو اوس چې ترکيه د امريکې او روسيې تر منځه د حايل په توګه د دوه مخي سياست په تعقيبولو سره پر مخ ځي او اردوغان د پوتين د دوستۍ نهالکی کښېنولی دی ، دی پر دې اسرې دی چې د  دوستۍ د دغې ونې خوږې خُرما ګانې به  په خوند خوند وخوري ، خو زما باور نه شي !!؟؟
د سوريې د حلب په ښار کې د روسانو او اردوغان د پوځيانو بې رحمانه عمليات د دې سبب شول ، چې نن د ترکيې په انقره کې د روسيې سفير ( اندرې کرلوف ) په رڼا ورځ د نندارتون په تالار کې د وينا پر مهال د ترکيې د رسمي ګارد د يوه دوه ويشت کلن زلمي ـ مسلکي پوليس ( مولود مرت التين تاش ) له خوا څخه د تفنګچې په ډزو ووژل شو او بريدګر هم د نورو پوليسانو په ډزو کې خپل ژوند د لاسه ورکړ !!!