
په ۱۹۵۶کې د پاکستان د نړیوالو اړیکو انسټیوټ (Pakistan Institute of International Affairs) د مطالعاتو په نتیجه کې پاکستان د روس پر ځای امریکې ته ترجیح ورکړه. پاکستان په خپل تحقیق کې له روسانو سره د ملګرتیا پر ځای د امریکایانو دوستي په اوږدمهاله کې په خپله ګټه وګڼله او په همدې دلیل يې له روسانو سره اړیکې ډېرې خرابې او یو طرفه ګړې.
یاد انسټیټيوټ که څه هم پاکستان له روسانو سره د نه ملګرتیا دلیل مذهبي او کمونیستي ګاڼه خو دا هغه څه وو چې دوی د عامه ذهنتونو د یرغمل کېدو لپاره ترې ګټه اخیسته؛ که چېرې خبره دمذهب وای نو بیا ولې پاکستان له چین او امریکا سره خپلې اړیکې له حده زیاتې پراخې کړې؛ ځکه چې دواړه هېوادونه له پاکستان سره هېڅ مذهبي مشترکات نه لري. یوه خبره ډېره واضح ده، پاکستان د نړیوالو اړیکو په برخه کې د خپل دوست او دښمن انتخاب د هندوستان د بهرني سیاست په بنیاد کوي.
هندوستان خپلې اړیکې د سړې جګړې په جریان کې له روسانو سره پراخې کړې، پاکستان برعکس له امریکې سره جوړې کړې؛ پاکستان له چین سره خپلې ستراتيژیکې اړیکې د نظامي وسلو د اخیستلو لپاره پراخې او یو طرفه کړې، هندوستان هم خپلې اړیکې د پاکستان په مقابل کې له اسرایلو سره ښې کړې.
له دې خبرې نه معلومېږي چې پاکستان په خپلو بهرنیو اړیکو کې هېڅ اخلاقي او مذهبي مسایل په پام کې نه نیسي او دا د نړیوالو اړیکو بنیاد تشکیلوي؛ ځکه که چېرې د مذهب او اخلاقیت په بنیاد اړیکې جوړې شي، ممکن ډېرې ژر له منځه هم ولاړې شي.
یادې ادارې یو دلیل دا هم ښود چې ګواکې روسیه له خپلو اتحادیانو سره جابرانه او امرانه برخورد کوي نو په دې دلیل دوی ښه دا وګڼله چې د روسانو پر ځای دې له امریکایانو او غربیانو سره اړیکې پراخې کړي.
د پاکستان په بهرنۍ پالیسۍ کې یو ټکی ډېر مشترک لیدل کېږي، دوی چې کله هم د کوم هېواد په مقابل کې کومه پالیسي جوړوي، نو د انساني ارزښتونو له ټولو مواردو نه په کې ګټه اخلي؛ د بېلګې په توګه پاکستان د عامه ذهنیتونو لپاره دا دلیل جوړ کړی و چې روس یو غیر اسلامي هېواد دی، روسان د کمونیزم پلویان دي او اسلام موږ ته دا اجازه نه راکوي چې له روسانو سره دې ښې اړیکې جوړې کړو.
مګر برعکس پاکستان د خپلو ګټو لپاره له ډېرو غیرو اسلامي هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې.
دا هماغه وخت و چې افغانستان له روسانو سره ډيرې ښې اړیکې درلودې؛ پاکستان د روسانو پر ځای له امریکایانو سره خپلې ګټې شریکې کړې. د سړې جکړې په جریان کې پاکستان په مالي او لوژستيکي برخه کې د امریکا د ګټو حامي ځکه و چې دوی ته ډېر ستر فرصتونه په لاس ورغلل؛ له یو پلوه دوی په ډېرې اسانۍ سره کولی شو چې په خپل مقابل کې یو قوي ګاونډی افغانستان له پښو وغورځوي او له بل پلوه دوی له حده زیاتې مرستې په نظامي برخه کې ترلاسه کولی شوې.
د پاکستان په وجه د روسانو سترې سیاسي پروژې سبوتاژ شوې، امریکا له پاکستان نه د یو ماشین په توګه کار اخیست او هغه کار چې د مذهب او عامه ذهنتیونو په برخو کې نه شو کولی، هغه پروژې هم پاکستان په پوره صداقت سره سرته رسولې.
په دې وروستیو کې د افغانستان او امریکا دواړو له پاکستان سره اړیکې یوه طرفه شوې؛ امریکې هم د پاکستان د ډبل ګېم پالیسۍ ته په کتلو سره په خپل بهرني سیاست کې د پام وړ بدلونونه راوستل، په پاکستان تور پورې دی چې د دوستۍ په نامه د امریکا د ګټو خلاف واقع کېږي چې دا په منطقه کې د نړیوال سیاست برخه کې د ستر بدلون لامل کېدای شي.
پاکستان چې له هندوستان سره په سیالۍ کې دی، د پوځ د مصارفو پوره کولو لپاره اړ دی چې هره معامله وکړي. په همدې دلیل دوی له امریکانو سره ډېر د ډبل ګېم پاليسۍ له مخې مخکې ولاړل، له بل پلوه پاکستان غواړي چې خپل امتیاز پر امریکې دوه چنده کړي، په همدې دلیل يې له روسانو سره ملګرتیا چې د ستراتيژیک مشارکت پیل هم ورته ویلی شو، پیل کړه.
روسان اوس د امریکې د تېرو سیاستونو موډلونه را اخلي او د امریکا خلاف ترې ګټه اخلي، که څه هم روسان دا ګومان کوي چې په افغانستان کې د داعش او ورته نور ډېر مسایل د روسانو په ګټه نه دي او دا یوه لوبه ده چې ګټه يې امریکې او تاوان يې روسيې ته دی، نو روسانو هم د مجبوریت پر اساس پاکستان ته مخه وکړه.
روسان غواړي چې د پاکستان له هغه نفوذ نه کوم چې پر طالبانو یې لري ګټه واخلي او بیا له طالبانو نه د داعش او امریکا پر ضد ګټه واخلي.
پاکستان هم څه ښکاره او څه پټ له روس سره د خپلو اړیکو پراخولو هڅه کوي؛ یو دلیل دا دی چې د چین او پاکستان تر منځ اقتصادي دهلېز په جوړېدو سره امریکایان خوښ نه ښکاري، په دې برخه کې پاکستان غواړي چې د روسانو حمایت د چین په نوم واخلي، دوی پوهېږي چې روس او چین خپلو کې سره د امریکې د ګټو په مقابل کې یو طرفه لید لوري او ډېر مشترکات لري.
په نړیوالو اړیکو کې چې د هېواد د خودمختارۍ تجارتي او صنعتي ګټو نړیوال سیاست کې د رول او د بقا خبره منځ ته راشي نو هلته ټول هغه کوچني مسایل یوې خوا ته پرېښودل کېږي.
افغانستان ته هم په کار ده چې په هغو ځایونو کې چې تېروتلي دي، معلومه کړي او په نړیوال سیاست کې د یو سنجیده او هوښیار هېواد په توګه برخورد وکړي، موږ ډېر کمزوری اقتصاد، بې تجهیزه اردو او بې عایده هېواد لرو، په دې توګه په نړیوالو اړیکو کې اړ یو چې د نړۍ له قدرتونو سره د خپلې ملګرتیا انډول برابر وساتو.
موږ ته په کار ده چې له تېرو تجربو ګټه واخلو او په نړیوال سیاست کې خپل هغه مسئولیتونه چې یو هېواد يې د خپل ولس او بقا لپاره باید ترسره کړي، ادا کړو.