زمرد د مار سترګې ړندوي/ (۱۷) برخه

په نوروچې توره پورته کوي ، یوه ورځ یې خپله هم
سرترې لاندې کیږي ... !
               دوې میاشتې  لا نورې هم تیرې شوې ، سلیم لاهم په زندان کې پروت و ، مدینې تراوسه هم یوې اوبلې خوا ته منډې رامنډې وهلی ، ما ما په ډیلی کې تراوسه هم د زیارتونو لکړې ښورولې او په هره درګاه کې به یې دخپل زوی د سرد امن په خاطرد اوږدو او درنو دعاوو لمنه نیوله ، کیدای شي دا دانسان کم ظرفي وبولو چې کله له ستونزو سره مخامخ کیږي ،ترټولو نږدې هیله ځای بیا هم خدای  وي اوپه هغه ورمخه کوي ، خو کله چې په آرامیو او عیاشیو ورکیوزې ، بیاپه بله کې شي او ډیروخت دهغه یاد او لارښونې هم ترې هیرې وي ،همداده چې ګناه کوي، ځان او جهان ته زیان رسوي ...  ماما اوس د پردیسۍ  په دغو درنو شیبو کې یوازې په همدغودعاوو او تاریخي ویاړونوباندې چې دهند پرلتویې هره شیبه ترسترګوکیدل  ژوندی او ډاډمن و  ، پټاني کالی یې  ددې لامل شوي وو چې  په هرځای او محفل کې به  چا ولید درناوی به یې ورته کاوه . دي په بدخشان کې لوی شوی ، ده یوازې یوشمیرخبرې له یوشمیرخلکو اوریدلې وې :هندوستان ، د هندوستان افغان واکمنان ، شیرشاه ، احمدشاه ابدالی او پانی پت  خو پرې باورې نه و اونه یې فکرکاوه چې داسې څه به لاهم په هندکې  ژوندي وي ، خو اوس چې دلته هند ته راغلی و، ده له دغه ځایه د خپل وطن لوڅ اوغریب بدن ډیرښه لیده ، له خپلو تیرو ناخبره نسل  وریادیده چې په خپل وطن کې یې هم ځان نه پیژني . د دنیا زرق اوبرق یې سترګې داسې ور ړندې کړې چې دخپل بابا نوم خو لاڅه کوې چې دخپل پلار نوم هم ترې هیروي ...  خوماما اوس له شکه پرته پردې باوري شوی و چې دده وطن او خلک تراوسه هم له افغان او پټان پرته نه بل هویت لري ، نه یې څوک  پربل هغه پیژني او نه یې درناوی کوي ... ده به ویل چې او س پردې پوه شوی و چې تاریخ او دهغه جبر، دهغه پرتم بل څه دي ،ده ته څرګنده شوې وه چې دیوه ملت د هویت  په ویاړکې د هویت کارد اود تذکرې پاڼه لکه چې دده په وطن کې  یو شمیر پرې نښتي وو داهمیت توکي نه وو ... ده  ته اوس داپه ډاګه شوې وه چې هویت باید یوچاته دملت پرتم او تاریخ وټاکي ، کوم ویاړ چې ده دافغان هویت تر نامه لاندې دځان کړی و، هغه ده ته په بل نامه شونی نه و نوځکه به د یو شمیر پردوپالو لکه آمر اونورو پرغرضو باندې خندا ورغله چې خپل وطن یې د قوم او سمت په نامه لومړی ټوټه کاوه ، بیا یې خرڅاوه او په پای کې یې له منځه ووړ ...
ډیره موده وروسته مامایوه ورځ ډیرخواشینی و ، ورور یې هم خارج ته  ترې ولاړ، دمدینې هم حال احوال نه و، په هم هغه ورځ یې د نظام الدین اولیا دمور پرزیارت کې د ما سپښین لمونځ وکړ ،له لمانځه وروسته  ستړی و، همداسې د جومات څنګ ته خوب یووړ،په همدغه  حالت یې خوب لیده چې یو دنګ سړی چې مخ  یې په ګردو پټ او ده ته سم نه ښکاریده ، ورته راځي او  ورته وایي :  
ـ  ستا دعا قبوله شوه ... تصمیم دادی چې ته بیرته له خپل زوی او کورنۍ سره  وطن ته  په خوښئ او خوشالۍ سره ستون شې  ...  ستا ترتګ به مخ کې دهغو بلاوو  پوزونه پرخاورو ولګیږي چې ته او ستا کورنۍ  یې بې ګناه  پردغو ملکونو آواره کړئ ... پورته دوه رکعته لمونځ  دلوی اوبښونکي  خدای په نامه وکړه ، دهغه ذات  شکرانه پرځای کړه ... هغوی چې ستا زوی یې د بدمرغیو په دام کې واچاوه ،  دهغو مخونه تورشول ... پورته شه  ... پورته  ...
او ما ما را ترپ وهل ،  په څنګ کې یې یو ډنګر سپی پروت و، هغه  دده  له ناڅاپي غورځي سره  په منډو شو ، شاوخوا ته یې وکتل ، د مایی صاحبې د قبر جنډه  تاوده شمال رپوله ، دمازدیګر لمر په غرغړو و چې  بیایی اودس او لمونځ وکړل ، له جوماته زړه نازړه راووت ،ددکان له مخې یې مدینې ته تلیفون وکړ، هغه نه وه ، خوکوم چا ورته وویل چې هغه دادوه ورځې پرتا پسې ګرځي ...  ما ښام تیاره یې بیا تلیفون ور وکړ ، هغه یې ومونده ،  په خوشالۍ یې غږ پرې وکړ چې هغې نن بیا له سلیم سره  لیدلي دي، سلیم  راخلاصیږي  ... سلیم  راخلاصیږي ...
نن دې او وکیل د وروستي ځل لپاره  هغه په زندان کې وروستۍ محکمې ته د وړاندې کیدو پرلامل لیدلی و . مدینې غوښتل چې ماما یو ځل وګوري ،ځکه یې سبا وختي دلیدو وعده ورسره وکړه ... او ماما پرهغه شپه ترسهار پورې له ډیرې خوشالۍ نه خوب و کړ او نه یې دخپل خوب دتعبیرلپاره د لوی خدای له لورینې پرته  نورڅه په ذهن کې ورګرزیدل ...
 سهار وختې د لومړي آذان پرغږ باندې راپورته شو ...  په هغه شپه د شپې په وروستیو کې باران اوریدلی و چې نرۍ لړۍ یې اوس هم روانه وه ، دغه موسم دهندوستان په ټول کال کې ترټولو زړه خوړینی موسم دی ، هوا هم لنده وي ، هم بنده او هم باراني ،  کله چې آزادې هوا ته راووځې ، خولې به  درباندې روانې وي چې باید ویې زغمې ... ماماهم  په دغه سهار یوڅه د سړښت احساس کاوه ، ځان یې له رسمي وخت سره سم شانتي پت ته  وروساوه ، مدینې غوښتل چې دسلیم پرقضیه باندې افغان سفارت  که څه هم چې څه مرسته خو یې نه وه ورسره کړې بیاهم خبرکړي ، کله چې هلته ورسید، د سفارت پرشاوخوا باندې سخته پیره ولاړه وه ، دروازې بندې وې ، هیچا ته اجازه نه وه چې  دیوې شیبې لپاره هم هلته ودریږي ، ځکه نو ساتونکو په جدي توګه له ماما څخه هیله وکړه چې پرکومه لار راغلی پرهم هغه بیرته ستون شي او دلته ونه دریږي ، ماما خواشینی بیا له هغه ځایه ځان پریوه خوا کړ ، په زړه کې یې ورتیره شوه چې  انسان تل ښه زیري نه اوري ، پرون یې له مدینې یو ښه خبر واورید نن دلته راغی چې پرهغه ځان خبرکړي ،خو دادئ اوس یې دلته تردغو ونو لاندې څوک هسې ناستي ته هم نه پریږدي ... هیچاهم  څه ورته ونه ویل ، هرڅوک چې راتلل همداسې زریې داځای خالی کاوه اوپرخپله مخه به بیرته تلل  ... هیڅوک نه پوهیدل چې خبره څه ده خو حالت په خپله سړي ته داپیغام ورکاوه چې دلته په سفارت او یاهم په افغانستان کې څه لویه خبره پیښه شوې ده ... اودماما زړه ته هم دا رسیده ...  هڅه یې داوه چې  باید مدینې ته خبر ورکړي چې په سفارت کې حالت وران دی ، باید رانه شي ... ځان یې یوه تلیفون ته ورساوه ، مدینې ته یې تلیفون وکړ، خو هغه  له کوره راوتلې وه چيرې په لاره کې وه ، زر خپل استوګنځي ته راغی ، دکندز دحاجی نازکمیر زوی چې له ده سره نژدې اوسیده د هغه دکوټې دروازه هم بنده وه ، بیرته راووت ،خپل ورورته یې زنګ ور وواهه ، له هغه سره یې خبره شریکه کړه  دسلیم د آزادیدوزیری اونني حالت یې ټول ورته بیان کړل ،هغه ورته وخندل او په خوشاله غږ یې ورته وویل :
ـ  د نیا اوافغانستان دواړه  دشراو فساد له کړۍ  نور دتل لپاره خلاص شول ... پرون غرمه آمر په بم کې الوتلي ، خو یاران او دوستان یې تراوسه دمرګ خبره پټه ساتي ... نور که دخدای رضا وه انسان آزادیږي ، افغان آزادیږي او سلیم هم آزادیږي ... خدای دحقې  لارې مل دی ، رښتیا یې ویلي : څوک چې پرچا توره پورته کړي ، یوه ورځ یې خپله هم سرترې لاندې کیږي ... !  
او ماما دخپل ورور له دغه زیري سره سم ، دلوی او عادل خدای دربار ته لاسونه پورته کړل ، پروني لیدلی خوب ور په یاد شو چې  دده په ذهن کې یې یوځل بیا په هم هغه شورسره خپل انګازه پورته کړل :
ـ  ستا دعا قبوله شوه ... تصمیم دادی چې ته بیرته له خپل زوی او کورنۍ سره  وطن ته  په خوښئ او خوشالۍ سره ستون شې  ...  ستا ترتګ به مخ کې دهغو بلاوو  پوزونه پرخاورو ولګیږي چې ته او ستا کورنۍ  یې بې ګناه  پردغو ملکونو آواره کړئ ... پورته دوه رکعته لمونځ  دلوی اوبښونکي  خدای په نامه وکړه ، دهغه ذات  شکرانه پرځای کړه ... هغوی چې ستا زوی یې د بدمرغیو په دام کې واچاوه ،  دهغو مخونه تورشول ... پورته شه  ... پورته  ...