زمرد د مار سترګې ړندوي/ (۱۸) برخه

 
دریغه ،  چې جنګ څومره بدمرغ نوم دی ... !!
                  دمني سړې شپې ورځې راپورته شوې وې ، چې د هندوستان عد الت  سلیم او ملګری یې ، له اوږدې مودې ګرویږونو او څیړنو وروسته دخپلې بي ګناهي له امله وبښل او له زندانه راووتل ، اصلی خبره بیاهم دمدینې مینه او منډې وې چې سلیم  د هندوستان د زندانو ستونزو او کړاوونونه وخوړ اونه یې  وځوراوه ... هغه دمدینې د سختو ستونزو اومنډو ترړو په پایله کې را خوشی شو، ما ما ډیره موده له ده سره تیره کړه ، ځان یې دمدینې او سلیم په تصمیم پوه کړ ، ځکه خو له یوې مودې وروسته دکابل هوا پرې ولګیده ، سلیم او مدینې خو تراوسه هندوستان د خپل استوګنځي په توګه غوره کړي و ، ځکه نوماما هوډ وکړ چې نورباید دی له هنده ولاړشي او له خپلې نورې کورنۍ سره چې موده زیات ترې لرې شوی و یوځای شي ...  ژمنه یې وکړه چې  باید له ډیلي  لومړی پاني پت اوله هغه وروسته د امرتسر له  هوایی ډګره  دکابل پرلور خپل مزل کورته ورلنډ کړي...
سلیم او مدینې هم غوښتل چې ماما تر امرتسره بدرګه کړي ، ځکه ټول د پاني پت په لوریوځای سره وخوځیدل .  پاني پت له ډیلي ډیرلرې نه دی ، یومهال دغه ښارګوټي  د ډیلی دروازه بلل کیده ، ځکه خو زموږ د لوی ابدالي بابا تر راتګ پورې پردغه سیمه باندې  دوې نورې درنې جګړې هم شوې وې ...  دوې نورې چې په هره یوه کې یې په سلګونواو زرګونو میړنیو تورې وهلې وې ، او په تورو وهل شوي وو ، د لوی بابا جګړه  چې د هندوستان دخلکوله خوا بلنه ورکړه شوې وه ، بله لویه نښته وه چې په سلګونو او زرګونو په کې شهیدان اوغازیان شوې وو ، ځکه نو ماما لاهم فکرکاوه چې دپاني پت پرسیمه باندې به اوس هم دجنګ د وینو او شرمناکو انساني وژنو رنګ او ترنګ پاتې وي ... خو داسې نه وه ، پاني پت اوس یوتیرتاریخ و ، یوه تیره پیښه وه چې ددغه ځای خلکو دهغو دیاد په خاطر د ژوند د کاروان  بهیر نه شو درولای او نه یې په فکر کې وو ...  
ماما د لومړي ځل لپاره کله چې د پاني پت د لوی عارف پرمزار باندې ، هلته چې لوی بابا هم د پاني پت  د جګړې ترپیل یوه ورځ دمخه  دلوی څښتن مرستې  ته لاس په دعا شوی و له دعا کولو وروسته ، دتیرو غمیزو دغه اوږده او پراخ ډګرته  په اوږدو او لنډو سره وکتل ، بابا ورپه یاد شو، او پردغه سیمه باندې د ستړو او ځپل شویو انسانانو، د آدم د بچیانو خوارۍ او قربانۍ ورپه یاد شوې له سړي آه سره یې ترخوله راووتل : دریغه ، چې  جنګ څومره بدمرغ نوم دی  ...
د نیم دونې څنګ ته ورغئ ،د هغې ونې چې د هغې له ګڼ سیوري څخه  لوی بابا له خپلو نامتو یارانو نجیب الدوله ،  احمد خان ، شجاع الدوله ، د جټانواوراجپوتانې له لو یو مشرانو سره یو ځای د مرهټه وو د لیکو او لامونودماتولو پر ضد قوماندې ورکولي ...  هلته یې د  دُ ر دُران  دقوماندې محل د زړه پرسترګو ولید ... لږ نورهم مخ د قبلی پرلوروروړاندې شو  ...  
مدینې هم  د نیم د ونې په څنګ کې تر سلیم غیږه راتاوکړه ، پریوه اوبله خوا یې ښکل کړ او په موسکانه څیره یې ورته وویل :
-  پام چې نور وسلي ته لاس نه کړې ... پخوانو پر وسلو ځان ساته ، ویاړیی پرساته ، خو اوس وسله لرل ، پرهغې ویاړل له انسانانوڅخه د دوی ترهرڅه خواږه څیزونه  لکه  ژوند ، عزت او ویاړونه اخلي ... هو افغانانو ،پټانانو نورمو فکراو ذکر ، وسله او اراده بدله کړئ ... نورخوبونه مه وینې ، په ویښه اراده د ژوند په رمزباندې باندې ځان پوه کړئ اوکنه بربادیږئ  لکه شوئ ...  
سلیم په ځیرځیرورته وکتل ، ورته موسکی شواو یولنډکي لکچریې ورکړ :
ـ  هو ، ته رښتیا وایې نورباید د پلرونو انساني  ویاړونه  لوڼۍ وساتي ...  هو، ځکه چې دوی ترقهرجنو او جګړه مارو نارینه بچیانو د ژوند په رمز او راز باندې ښې پوهیږي ، دوی دفرښتو له ذاته اود هغوی خویندې دي ، فرښتې تیروتنې نه کوي ، موږله آدمه تردې دمه تیروتلي یوچې له بده مرغه ځانونه موږ په دغه رمز باندې نا ګار اچولي دي  . زموږ په ژبو کې د فرښتو او ملایکو لپاره یوازې ښځینه نوم  کارول شوی دی ...  که ځان ونه غولوو کیدای شي په دغه کارکې هم دخدای یو لوی حکمت وي ... که تاغوندې یوه رښتینې ملایکه زما په څنګ کې نه وای ، دهغې مینه نه وای  زه به نن ژوندی نه وم  او نه به مې د هندوستان له جیلونو څخه خپله لار په آسانۍ سره  تردغه ځایه را ایستلې وای ...
مدینه :   وا وا ، ښکلي لکچر راوړه چې یوځل دي بیا د شاه زمان په مخ کې خولګۍ ښکل کړم ، ایله بیله چې له یوه نارینه هغه هم له یوه افغانه مې له اوږدې مودې وروسته یوه رښتینې خبره واوریده ...
سلیم : بابا راغی پور دې وي ... ځئ چې نور نول پاني پته روان شو ...
ماښام تیاره و چې د دوی سترګې د امرتسر د طلایي معبد څراغونو وځلولې ، دخپل موټرپه تایپ کې یې دخوږې پښتو سندرغاړې هما وروستۍ سندره  ( او ستمګرمحبت سزا جوړه شوه ... ) چې دمدینې ښه ایسیده  ورو ګل کړه ، دمعبد د رڼا وو له منځه یې دیوې مینې اویوه واکمن په نامه دلاهوتي سندروبله  زمزمه تر غوږو شوه ، داهم ښه پرې ولګیده ، او ترهغو چې په هوټل کې ځای پرځای کیدل ، ددغو لاهوتي سندرو  پرله پسې زمزمې یې په غوږ وپسې روانې وې او دوی یې ورو ورو بدرګه کول ...
ماما پرهغه شپه دطلایی معبد تر روحانیت لاندې ډیرآرام خوب وکړ ، د سهار له لمانځه سره سم د هوایي ډګر په لورد تګ دتیاري تا بیا وکړه ،  لا لس بجې نه وې شوې چې له سلیم او مدینې سره یې اوږد خداپامانی وکړ، یوڅو پلرني نصحتونه یې هم ورته وکړل ، د شاه زمان په اړه یې سپارښتنه ورته وکړه او له هغه وروسته یې خپل  سفر د کابل پرلور، پرهغه لور چې په سختو حالاتو کې  په سخت اومات زړګي  ترې راوتلي وبیا پیل کړ ... هلته چې کله دی تررا ووت او خلکو به پټ له یوه اوبل سره په ډیراحتیاط  داخبره کوله : ا صیل زمرد  له شکه پرته هم د ما رانو ا و هم دښامارانو سترګې ړندوي ... هغه چې ماما ته د نه منلووړ ښکاریده ...
لایې د سپرلۍ ډیروخت نه و تیرشوی چې له الوتګي یې دکابل پرخړو غرو باندې سره له دې چې سپین ګردونه پرې غوړیدلي وو سترګې ولګیدې ، کابل ته یې وکتل ، بل ډول ورته ښکاره شو،  وریاده شوه چې دغه ښار اوس د شراوفساد له اولکې وتلې ، آسمایی ته یې وکتل چې پرسریې اوس ددغه ښار دانسان وژنې په خاطر آمر اود هغه سړی وژونکي اوس هلته کښته اوپورته نه تلل او نه هم راتلل  ... کابل آرام و ، خلکودنوي ژوند پرلورهڅې پیل کړې وې،هرې کوڅې اوهرې ورانې کنډولې یې اوس یوازې یوازې د یوه توروحشت اوږدې اوږدې کیسې له ځان سره ناویلې درلودې ...    
او کابل د اویا زرو مومنانو له قربانیو وروسته سره له دې چې لایې هم سپینې او قهریدلې وریځې پر لوړو ولاړې وې د ښامار له غمه بې غمه شوې و ځکه خو اوس د ماشومانو خنداوې د ګولیو او توغندیو د کرغیړن آواز پرځای په هره خوا کې اوریدل کیدې ... او ټول په دې باوري شوي  وو چې  :
بیشکه زمرُد  دمار سترګې ړندوي ... !!!
پای  
د  ۲۰۰۱ کال لیندې
نوي ډیلی هند  




اهـــــــــــــــــــــــــــــدا
 
           دهیواد نومیالي لیکوال ، ژورنالست او هیواد پال روڼ اندي  شخصیت قدرمن ولسمل صاحب ته چې یوه  تاریخي خبره به یې زموږ دترخو ورځو د لویې انساني غمیزې تاریخ کله هم هیره نه کړي ، هغه چې په ملي غرور سره یې پخواني پاچا ته د هیواد په  سرنوشت جوړونکو شیبو کې وویل :  
 
« یوڅوک چې په پنځه زره شوبلو ،  څلورسوه  جنګي جت الوتکو ، سلګونو جنګي چورلکو ، دری لکه منظمو پوځیانو، منورو افغانانو په شته والي سره تا ته دهیواد د مشرۍ او لارښونې پرلامل دبلنې چغې وهي او ته لاهم هغه ته دملت د ژغورنې پرخلاف منفي ځواب ورکوې ، زه نور درسره نه یم ... »   
 
هو، دغه لوی انسان ، دغه لوی افغان ته  دغه ناول چې د لومړي ځل لپاره یې کلونه پخوا په خپل اخبارمجاهد ولس کې نشر کړ دزړه له کومي اهدا کوم  !
                              عمریې اوږد  
 
ع . کابلي والا  - هند