زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۱۶ برخه

 
میردمجلس و نن شپه چیرې چې زه وم  .... !
    دوې ورځې کیدې  چې ماما د سفارت د دروازې په مخ کې نه ښکاریده ، سفیر ټولو ساتونکو ته ویلی وو چې کله ماما ویني باید زر ترزره  دی ورباندې خبرکړي ، ماما پرون له خپل  ورورسره چې له دنمارکه  دده لیدو ته راغلی و بیا د ډیلی په زیارتو او تاریخی کلاوو باندې ګرزیده . ځکه یې دادوې ورځي ځان دسفارت له مخې رخصت کړی و. دشیرشاه سورې په زړه کلا کې یې دشیرمندل ترڅنګ له خپل ورور سره د خپل زوی پرنامعلوم برخلیک  باندې ډیر ژړلي وو،  دقطب منار تر دنګه ځوانۍ لاندې یې هم دلوی بښونکي خدای دربار ته لاسونه پورته کړل ، دنظام الدین اولیا دمور (مایی)پر درګاه باندې یې هم دخپل زوی  دخلاصون په لامل د نړۍ له پیداکونکي مدد غوښتي و. په هغه ورځ له خپل ورور سره په دي ټولو تاریخي او روحاني درګاوو ګرزیدلی و ، مازدیګرناوخته  چا په لاچپتنکر کې ورته ویلی وو چی کوم چا یې نن په سفارت کې توده توده پوښتنه کوله ، هم هغه و چي په سهاریې تررسمیاتو دمخه ځان د سفارت مخې ته رسولی و، له رسیدو سره سم یې هرڅه بل ډول ولیدل ، چا ورته وویل چې د سفیر دفتر ته ورشه ، هم هلته ورغی ، سفیرلاهم په دفترکې نه و، څو شیبې وروسته  کوم مامورکاکا له ځان سره دفترته بوت او هغه لیک یې ور ورسپاره چې هغه دسره صلیب له خوا ورته راغلی و اوپه هغه کې یې ده ته له خپل زوی سره د لیدود اجازې ښه خبرلیکلي و...
دغه خبر پر ماما باندې د اخترزیري و ، له هغه ځایه همداسې نیغ راووت ، د سفارت په مخکې یې بیا پرمدینې باندې سترګې ولګیدې ، هغه هم پرده پسې راغلې وه څو دی ووینې خوده ته یې  ترډیرو داخبره ونه ویله ، ځکه چې دا کتنه هم دهغې دپرله پسې هڅو په پایله کې برابره شوې وه ،  له هغې سره ترشنو ونو لاندې ښایسته شیبه کیناست ،څوچې  هغې هم ورته ووې چې  :
ـ دمی په شلمه به دوی له سلیم سره د سره صلیب په ملتیا وګوري ، دمي شلمه دجمعي مبارکه ورځ ده ، دجمعي له لمانځه وروسته به  دسره صلیب له دفتره  روانیږو دیوه ساعت لپاره به موږ له سلیم سره ګورو ...
  زړه یې پرمدینه تکیه شو، ځکه هغې ورته ویلي وو چې دابه هم ورسره وي ، سره له دې چې ماماته  دهغې شته والی لاهم یوڅه ګران ښکاریده، ځکه ده بیاهم هغه فکرکاوه چي دابه هندي استخباراتو  دده لپاره ګمارلي وي ، خو دا چي اوبو وړي هرخلي او خاشې ته د ژغورني په لامل لاس اچوي ، ماما هم په داسې یوه حالت کې و، خو پر یوه څه چې ده به خپل زړه ته تسل ورکاوه هغه  د باور او عقیدې خبره وه ،ځکه  مدینه  ده ته په دغه لحاظ ډیره نژدي ښکاریده ،او زړه ته یې کله هم نه رسیده چې هغه به له ده سره دومره لویه ټګي او برګي لکه چې تراوسه یې نه ده ترلیدلې له دې وروسته هم وکړي ، داچې په تصادفي توګه ورسره مخ شوې وه ، ځکه یې لاهم دیوې غیبي  او تصادفي ملایکې او مرستندویې په سترګه ورته کتل ، په تیره اوس چې دهغې دغې خبرې هم دده پر زړه باندې دهیلو او امیدو میخونه ټکوهل :
ـ  خدای لوی دی ، که هغه ژوند ورکړي و، خلاصون یې هم پرهغه پورې تړلې دی ...
څوشیبې نورهم سره وغږیدل ، خو وروسته دوی دواړه هم له یوه بله سره بیل شول ، دماما لپاره نن دډیلي په ښارکې داترټولو ښه خبرو ، زریي ځان خپل ورور ته ورساوه اوپرهغه یې له سلیم سره د لیدو زیری وکړ، ماما چي پرون پر زیارتو ګرزیدلی و او نن یې داخبرواورید نوره یې هغه دعاموخلکو خبره  زړه ته ورسیده چې ګواکي دیلي اوس هم له اولیاوو او د کراماتو له خاوندانو خالي نه دی ، په ډیلي کې اوس هم د زړونو مرادونه حاصلیږي ، په ډیلی کې تراوسه هم  دده دنیکونو او لویو واکمنانانو بزرګې  ارواوې د پردیسو پرحالونو اودردونو باندې سیوري غوړوي اوتراوسه هم  د دوی پرتم څو ک نا امیده نه پریږدي...   ماما هم داسې فکرکاوه او دایې زړه ته رسیدلې وه چي خدای د دوې پرلوري دي خویوازې آمراو سفیردي چې له ده سره مرسته نه کوي ، دی غولوي ځکه به یې په هرځای کې داخبره کوله چې :
ـ  دوی هغه څوک دي چې نه د دین او نه هم ددنیا د شرم په فکرکې دي ، یوازې ځان وینې اودپردیونوکري او بس ، دخلکو بچیان وژني ، غلاوې ، جاسوسۍ کوي  دریغه چې خدای  دغه د شرم زندۍ زموږ د سرلوړي ملت غاړې ته د کومې ګناه په بدل کې وراچولي ده ...  
دماما په هرڅه کې بدلون راغلی و ، همداوه چې ځان یې خپل ورور ته  ور ورساوه او له هغه وروسته سمدستي ځانونه د نظام الدین اولیا درګاه ته دلوی څښتن څخه د شکرانه په نامه ورسول ، په سلګونو دماښام غریبان یې پرځان راټول کړل او تر ناوخته یې دهغوی د مړولو چوپړ ترسره کړ، ځکه  د اد ماما ژمنه وه  او ویلي ووچې کله دی دخپل زوی په اړه ښه خبرواوري بیا به  د څښتن په نامه دهغه لکه ځان غوندې اړوبندګانوته دده په نامه خیرات ورکوي . ما ښام تیاره و ، چی د نظام الدین اولیا پرمزاریې  له خدایه د شکرانې پرلامل لاسونه پوره کړل ، دپنجشنبي شپه وه ، په زرګونه ارادتمندان هلته د هغه په درګاه کې ناست وو او د زړه په غوږونو د قوالۍ موسیقي نرم او خو ږ ترنم او ریده :
...  محمد میرمجلس بود  شب جایی که من بودم ...   شب جای که من بودم ... شب جایی که من بودم ... شب ... شب ... شب ... شب  جای که من ... بودم ...  
او ماما دوی ترنیمایی شپې پورې ورته کیناستل او دحق دغه آواز يې له نورو یارانو او پرخدای له مینو بندګانو سره دهغه تر وروستۍ زمزمې پور ې بدرګه کړ...  
محمد میرمجلس بود  شب جایی که من بودم ...
محمد میردمجلس و په شپه چیرې چې زه وم ...
*******
                   دمي په شلمه د ډیلی پرښارباندې باراني وریځې خپل خیمه وهلې وه ، ان له سهاره بیا ترمازدیګره ناوخته نری پشم چې هندوان یې ریم جیم باران بولي اوریده ، خو ماما بیاهم له وعدې سره سم ځان دهم دغه ریم جیم باران په چم اوخم کې دسره صلیب د دفترمخې ته ورساوه ، مدینه تراوسه هم هلته نه ښکاریده ، ټاکلو کسانو ځانګړي دفترته لارښونه کړ، هلته یې کیناوه ، د شیدودچای پیاله یې  له سړو اوبو سره یو ځای په مخ کې کیښوده ،لایې خپل چای نه وڅښلې چې مدینه هم  دغې کوټې ته راننوته او له ماماسره یو ځای کیناسته ، خوشاله ورته ښکاریده ،ما ما هم خوشاله و ،لایي هم پر زړه او ذهن باندې ددې  په لیدو داسیورې لویده چې ګواکي مدینه له ده سره دهندوستان داستخباراتو له خوا ټاکل شوې ده ، لایې هم کله کله په زړه کې ورتیریده :
ـ  نه چې ماته هم  کومه ستونزه جوړه کړي ...
خو بیا به یې چې دیوې میرمنې په  توګه دهغې دغوټولو ستړوهلوځلو ته وکتل ، خپله خبره به یې بیرته په خپله رد کړه  ځکه چې ځان  به په داسې سوچ کناهګار ورته ښکاره شو ...
پوره دوې بجې وې چې دوی له ټاکلي  سړي سره یوهسپین(+)  نښې لرونکي موټر ته ورپورته شول ، داچې چیرې تلل او پرکومه خوا روان وو ، پردي دوی هم نه پوهیدل ، دموټرهندارو هم څه نه ښودل ، ځکه چې دباران څاڅکوهغو ته هم دروڼ والي مخه نه ورکوله ، خو موټر روان و او په دي باوري وو چې دیوې هیلې په لور اود یوه ښه دیدن پرلورځي .   ډیر زر یوځای ته ور رسیدل چې یوازې یې د دروازو دخلاصیدو غږونه اوریدل ،یوازې به یوچا د دوی موټر ته سر دننه کړ، څه به یې نه ویل اودمخته تلو اشاره به یې وکړه ... پروروستي تم ځای  چا دموټر دروازه پرانیسته او دوی ته یې دکوزیدو وویل ، دوی دواړه  له موټره راکښته شول ، په یوه اوږده دهلیزکې د وړاندې تګ ورته وویل شول ، مخته ولاړل ،  هلته یوه پیره دار بیا دیوې کوټې په لوراشاره ورته وکړه ، اودوی هلته ورننوتل ،  په کوټه کې کوچونه ایښې وو، دکوټې هوا هم ډیره توده نه وه ، لا ناست نه ول چې یوه پوځي جامو والا سړی بیا له هندي دود سره سم داوبوګیلاسونه ددوی مخې ته په درناوي سره کیښودل ... آرامه آرامي وه ، دایوازنې ځای و  چې د ډهلی د شر او شور غږونه دلته  نه اوریدل کیدل ...    دوی ښایښته شیبه هلته کیناستل ، له یوه ساعته وروسته د دوی کوټی ته له یوې بلې خوا  یوه دروازه راخلاصه شوه ، غبرګ  پوځیان  ترې رادننه شول ، پرهغو پسې یې هټکړۍ  لاسونه  ببر سرې  زنداني راد ننه کړ ، دهغه ږیره او سر رسیدلی وو،  ماما په ځیرځیر ورته وکتل ،  خو له سترګو یې وپیژاند چې  زوی یې سلیم و ، په غیږ کې یې ونیو ، او ترهغو چي یې وس کیده  چغې یې ورته وکړې ، ورته ویې ژړل ،  بیا یې مدینه پریواوبل خوا ښکل کړه ،  په ډکو سترګو یې په ځیرځیر ورته و کتل ، دهغې هم پرسترګو دخوښیوداوښکو وارنه کیده ، سلیم  لومړي ځل ما ما ته دا د خپلې میرمنې په توګه وروپيژندله او حپله ټوله کیسه  او ټوله یارانه یې په زور اوزیر ورته تیره کړه ، سلیم هغه ټولې خبرې  ماما او مدینې ته وکړې ، هغه چې ده او دده ملګرو ته آمر په کولاب کې کړې وې ... مدینه یې بیا په داسې حال کې چې لاسونه تړلي وو، په مینه مینه ښکل کړه ، ورته موسکی شو ، پوښتنه ترې وکړه  :
ـ زما امانت ... !  
هغې په شرمیندوکي خندا کې  ورته وویل :
ـ هغه  یوازې ستا نه دی ...
ـ هو پوهیږم ... زما اوستا ...
ـ  دهغه نن څلورمه میاشت  پوره شوه کله چې زه له کوره راوتم  ورته ومې ویل چې تاته راځم څه پیغام لرې ، یوازې یې راته وخندل ...
سلیم ماما ته مخ ور واړاوه چې :
ـ  دا مدینه ده ، موږ دواړو واده کړي کله چې  د خاین آمر له قوماندې  راووتم ، بیا مې له بې مانا جهاده توبه وایسته ...  له دې سره مې عادي ژوندپیل کړخو بیاهم دآمرپرنیرنګ پردغه غم واوښتم ... اوسر مې دادې د مرګ ترپولې پورې راورسید.  که ژوندی وم ، دهغې جفا چې آمر اویارانو یې له ماسره وکړه غچ په خپله واخلم او که مړشوم  نوپرهغه دنیا به زه یوازني څوک وم چې دخداي په مخ کې به یې غوښې د انتقام او خپلې بي ګناهی پرلامل په خپلو غاښونوسره  شکوم او خورم داسې چې پاک خدای به هم راته ګوري او راته وایی به چې دغه مردار موجود ته باید همداسې یوه سزا ورکړه شي ...  
ماما په داسې حال کې چې اوښکې یې نه دریدې په ژړغوني آوازسره ورته وویل :  
ـ خدای عادل دی ، دهغه کارونه په مدار دي ، موږ به هم هرڅه ده ته سپارو ...
دوی په هغه ورځ خپله کتنه ترپایه سره وکړه ، مازدیګرو چې  مدینې او ماما له سلیم سره په ډکوسترګو خدای پامانی وکړ ، بیرته په همغه موټرکې هغه ځای ته را وستل شول ، په کوم ځای کې چې دوی له هغه ځایه خپل سفر پیل کړی و،د سره صلیب له مامورینو او ددوی له هڅو یې د زړه له کومي مننه وکړه او د دوی مرستې یې  د دوی په شان مظلومو او تر فشارونو لاندې خلکوسره د فرښتو مرستې وبللي ...مدینې لا مسوول کس ته داهم وویل چې دوی باید مرسته ورسره وکړي ځکه چې  ددې خاوند دیوې ډلې د تیروتې او نیرنګو نو قرباني شوی ، دهغه دزنداني کیدو تر شاه یوه  اوږده کیسه غزیدلې چې سر یې له کولاب ترکشمیره پورې  رسیدلی دی ...
مدینې په هغه ورځ ماما له ځان سره خپل کورته بوت ، هلته یې دهغي له خپلو خپلوانو سره پیژندګلوي وشوه ، خپل لمسي  چې دشازمان نوم يی  پرې ایښې و ولید او ترهغوچې یې کولای شول ، هغه یې ښکل کړ، دهغه دنامه په اوریدو یې په زړه کې ورتیره شوه چې شاه زمان دده د هیواد په تاریخ کې څومره لوی نوم تیرشوی دی او څومره لوی ویاړ، د مدینې ماما غږ پرې وکړ :
ـ دا هم دابدالي لمسی دی،موږ هم دهغه ټبر پاتې شوني هندوستانیان یو ... دا به زموږ  دواړو یادګار او ویاړ وي ...
ماما پوه شو ، او هغه غوټه چې ده له اوږدې مودې د مدینې په اړه د خپل فکر په لاسونو نه شوای خلاصولای اوس دمدینې د ماما یوې جملې  پرانیسته  ، یوه شیبه  په سوچ کې لاړ ، بیایی سترګې راډکې شوې د مدینې ماما ته یې یوازې وکتل او بس ...  
او ماما دخپلو اوښکو لیکې ترډیرو همداسې روانې پریښې وې ، داسې چې ګواکي په زړه کې یې یوازې دا ور تیره شوه چې :
ـ دلته خلک تراوسه هم  له خپلو هغوویاړونو سره ژوند کوي ، خوله بده مرغه چې دده په هیواد کې خلک څومره ځانونه له خپلو تیروڅخه مرور او نا آشنا ښيی ...   
شپه ناوخته وه چې مدینې ماما ترخپل استوګنځای پورې راورساوه  ... ټوله کیسه یې خپل ورور ته وکړه او ورته ویې ویل چې :
ـ ما شاه زمان هم ولید ...
هغه ورته وخندل :
کوم شاه زمان ، د لوی احمدشاه  لمسې ؟  هغه چیرې او ته چیرې ؟   
ماما ورته په ژړا شو او په ژړا ژړا کې یې ترخولې راووتل :
ـ څوک چې خدای په شان او شوکت سره پیداکړي وي ، پرچا چې  دخدای اودهغه دمخلوق لورینه وي ، هغه نه مري ، تره کې به ویل چې د خدای زور د خلکو زور دی ...  
دهغه نوم لاهم دغو خلکو ژوندی ساتلي  ...
... هو ،  شاه زمان تراوسه  ژوندی دی ... !! ؟