
تاسې په جریان کې یې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیوکې د يوې وژل شوې جرمنۍ انځورونه ښکته - پورته کیږي؛ ریپوټونه وايي: پر دې نجلۍ یو افغان تیری کړی او بیا یې وژلې ده.که څه هم د ځینو ادارو لخوا په دې پيښه کې ښکيل مجرم افغان نه منل کیږي.
څو ورځې وروسته د تیري په یوې بلې مجهولې قضیه کې د پنځو افغانانو نومونه یاد شول.
څه موده وړاندې د داعش پلوي هغه ځوان ويډیو هم خپره شوې وه،چې په چاړه سره يې څو تنه جرمنیان ټپي کړي وو؛او دا پېښه هم د یو افغان په نوم تمامه شوې وه.
اخوا،له طالبانو سره د روسېې او ایران پټې اړیکې اوس په رسمي توګه منل کیږي؛ او دواړه هیوادونه اقرار کوي چې له طالبانو سره اړیکې لري.
افغان ولسمشر په لومړي ځل په مستقیم ډول په پاکستان نیوکې کوي؛ اود ترهګرو ملاتړ کوونکی هیواد یې نوموي.
د حکومت اپوزیسیون او د ولسمشر غني کلک مخالف عطا محمد نور ولسمشر ته د ملګرتیا لاس ورکوي!
لومړی مرستيال دوستم په ولسمشر تورونه پورې کوي ګواښونه کوي؛خو څو ورځې وروسته یې بېرته خپل ملګری بولي!
په همدې موده کې د ښاغلي ایشچي ټکان ورکونکې پېښه هم را پورته کیږي!
زما په نظر: د افغانانو او افغانستان په اړه سیاستونه د پراخ بدلون په حال کې دي!!
په افغانستان کې د نړیوالو له حضور څخه او د دوی د پوځي او ملکي مرستو، د ډیموکراسۍ د پلې کېدو او بیا رغونۍ طرحې کابو شل کاله د بشپړېدو په حال کې دي.
ښکاره ده چې افغانستان د لویدیځ او ختیځ د لوبې ډګر دی. د سعودي عربستان،روسیې، ایران چین او پاکستان لپاره د امریکا او ملګرو سیاست یې بدلیږي.
په افغانستان کې اولس کاله وړاندې یوازې د مخالفو طالبانو پروړاندې جګړه پیل شوه؛ خو نن تر دېرشو ډیرې مخالفې ډلې جنګیږي!
له طالبانو سره د سعودي عربستان او پاکستان مرستې د کمېدو په حال کې دي، خو د روسیې او ایران مرستې ورسره ډیرې شوي دي.روسیه او ایران په سیمه کې د امریکا له حضور څخه اندیښنه لري؛ او په پاتې کېدو سره ورته د کلکو اقتصادي زیانونو او د ناټو او امریکې د کمزورې کولو هوډ هم لري.
امریکا هم په افغانستان کې له پاتې کېدو او د سیمې د کنټرول تر شا ډیرې موخې لري.
خو په افغانستان کې بېل ډول لوبې روانې دي:
ولسمشر غني د پیاوړې مفکورې له مخې د ځینو سیاسي مخالفینو د ناتوانه کولو او ماتولو په هڅه کې دی.هغه مخالفین چې هیواد لپاره له وسله والو ډلو ډیر خطرناکه او مضره بلل کیږي.
د ملي يووالي حکومت د یوې هوکړې له مخې چې د کرزي حکومت د کابینې غړو ته به په نوې کابینه کې ځای نه ورکوي، د ځینو مشخصو ډلو د ناتوانه کولو لړۍ پیل و!
د ولایت اوسېدونکی به د همدې ولایت د والي په توګه کار نشي کولې هوکړې، اسماعيل خان او عطا محمد نور له واکه لیرې او قید کړل.
تحليل پر دې دی: ولسمشر د خپلو مرستیالانو، اجراییه ریس او ډلې، د ځینو زورواکو مشرانو د صلاحیتونو په محدودولو، یو سره د خبرو او د بل له رټلو سره ځینې مشخصې کړۍ ماتې او په خپل کابو کې راوستلي دي.
د صلاح الدین رباني لیری کیدلو له ولسمشر غني سره د عطا محمد نور د پخلاینې پر سر د عبدالله ناخوښي او د دې حزب تر منځ د نظر بیل والي، د دوستم او ایشچي پیښې نړیوال کېدل؛ د ځینو جنایتکارانو او مغرضو ډلو د فنا کېدو نښې بللې شو.
د نور ځینو مینه والو او هم حزبیانو چې له ولسمشر غني سره د مخالفت له امله د هغه ملاتړي وو، د نور له نوې پریکړې سره یې له هغه څخه ملاتړ پریښودلی دی.ویل کیږي چې نور له دې پریکړې سره په حزب کې هم خپل موقف له لاسه ورکړی دی.کیدای شي له دې څېرو وروسته به د ځینو نورو کسانو وار هم ورسیږي، خو د اشخاصو د کابو کولو او ځینو ډلو د ماتولو په لوبه کې به له ولسمشر څخه ډیرې اصلاحي او اړینې چارې پاتې شي:
د بریښنايي تذکرو ویش، د راتلونکو ټاکنو برخلیک، دامنیتي حالت ښه والی، د لویو جنايي او اداري فساد د قضیو څېړنه او محکمه، اقتصادي ستونزې، بې وزلي،فقر بې کاري او ډیر نور بنسټیز پلانونه چې ولسمشر یې د پلي کولو ژمنې کړې وې؛پاتې به وي.
خو ولسمشر به د هیپوکراسیزو، خاینینو او جنایکارانو په ناتوانه کولو سره د هیواد د تاریخ تور فصل وتړي، پرمختګ، ولس واکي،صداقت رغونېاو سولې ته به لار پرانیزي....
همدارنګه،د افغان کډوالو برخليک هم د بدلون په حال کې دی:
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپلو ټاکنیزو ویناو کې مسلمانان ترهګر یاد کړل؛ او دې هیواد ته یې د راتګ د مخنیوې ژمنې وکړې.واک ته د ټرامپ له رسیدو سره سم، د کډوالو لپاره په ډیرو اروپايي هیوادونو کې محدویتونه ډیر شول.په جرمني کې د ځینو افغانانو له تورنېدلو سره؛ په لسګونه افغانان بېرته هیواد ته واستول.د افغان کډوالو تورنېدلو؛ دمدافعینو او افغانانو خولې وتړلې؛ په اسانۍ سره په لسګونه افغان کډوال وشړل شول او دا لړۍ به دوام لري.
ویل کیږي: په ټولو اروپايي هیوادونو کې به د افغان کډوالو د منلو کچه راښکته شي، سره له دې چې دوی په خپله افغانستان د ژوند کولو لپاره خطرناکه هيواد ګڼي...