اوس مې د زړه دهوسۍ مرګ ته په خيال شک تېرېږي
ستا د نظر بوڅ غوږی پړانګ چې داسې څک تېرېږي
له نازه ډک فــــلم دې وينم د ليمـــــو په پردو
ستا هر باڼه د اداکار پر مټ ټوپک تېرېږي
خدايزده د کومــــې رڼا لپــــو کې ښېرې د تيارو؟
لمر مو د کلي په سر تور واوړي چابک تېرېږي
د مستانه زړه لېونۍ خندا په کټ کټ وکړي
سرو پرهارونو کې د سپينو تورو پړک تېرېږي
ديدن مې بار کړو د اميد د زلمي ولوباندې
خالقــــه ! خــــير د رقيبانو په پاټک تېرېږي
که ګستاخي نه وي يارانو د جـــــــــلان پر شونډو
قافيه يې شوخه خو رديف پرې ډېر نازک تېرېږي.
سيدجيلاني جلان
وروستي