امنیت شورا سوریې ته د خپلو څارونکو د استولو په اړه پرېکړه کوي

ډیپلوماټیکي سرچینې وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا هوډ کړی چې د سوریې جګړې ځپلي حلب ښار ته د خپلو څارونکو د استولو پرسر رایه اچونه وکړي.
د حکومت او مخالفینو ترمنځ د نوې هوکړې له مخې په پام کې ده چې د حلب له ختیځ او د ادلب ولایت له دوو شیعه مېشتو کلیو 'فوعة' او 'کفرایا' وګړي خوندي سیمو ته ولېږدول شي.
د حلب په ختیځ کې لاهم د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان په تمه دي چې خوندي ځایونو ته ولیږدول شول.
یو زیات شمېر کورنۍ په لارو او کوڅو کې هغو موټرو ته په انتظار دي چې دوی د حلب له ختیځه وباسي، هغه سیمه چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي و 'د ځمکې پر سر دوزخ' ته ورته دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمشنر فلیب ګراندې ټینګار کړی چې د حلب له ختیځې برخې باید ټولو ملکي وګړو وویستل شي او په سوریه کې باید جګړه په سم لاسي ډول پای ته ورسوله شي.
د هغه له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې په ټولو سیمو کې د ملکي وګړو د خوندي ساتلو لپاره باید په ټوله سوریه کې جګړه پای ته ورسیږي او په هېڅ جوړجاړي کې ملکي وګړي د یوې وسیلي په توګه ونه کارول شوي.
خو د روسیې د پوځ عملیاتي قوماندان سيرګي روټسکای ویلي، نور د حلب د نیولو لوی عملیات پای ته رسېدلي او د سوریې پوځ د سخت دریځو وسله والو د تصفیې عملیات کوي.
وسله والو مخالفینو ویلي، ایران له حلب څخه د خلکو د وتلو چاره ځنډولې او ټینګار کوي چې لومړی باید د ادلب له فوعه او کفرایا چې دواړه شیعه مېشته کلي وسله والو مخالفینو کلابند کړي، ملکي وګړي و ایستل شي.
بل لور ته په پام کې ده چې په د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فرانسې د هغه وړاندیز په اړه خبرې وکړي چې د حلب له ختیځه د ولسي وګړو او وسله والو د وتلو چاره د نړیوالو څارونکو له نظر لاندې ترسره شي او بشري مرستې ورسول شي.