د اته مياشتنۍ څېړنې ( سروې )لنډه او مُشخصه پايله!؟

ما د امريکې د متحده ايالتونو د بېلابېلو ايالتونو له محصلينو څخه په تېرو اتو مياشتو کې دوه، درې پوښتنې د خپلې يوې سروې د بشپړولو لپاره په څېړنيزه توګه مطرح کړلې؛ له هغوی څخه مې وپوښتل:
۱. آيا ستاسې د هېواد، د « ناټو » او « ايساف » د غړو هېوادونو مېلياردونه ډالرونه په افغانستان کې په روښانه بڼې د افغانستان د خلکو او هېواد په ګټه ( بيا رغاونې باندې )  لګول شوي دي؟
۲.  آيا تاسې په خپل هېواد کې دوه سری حکومت منئ؟
۳. د تاسې دولت ولې  په افغانستان کې: «جنګي جنايتکاران»، «ټوپکسالاران» او تش په نامه دموکراتان ( په حقيقت او عمل کې د د موکراسۍ او قانونيت ضد  جهادي رهبران )  نه محاکمه کوي!؟
د ټولو محصلينو نظرونه بېخي  سره ورته او ډېر زيات سره نږدې وو. د دوی د نظرونو غورچاڼ داسې و:
ځوابونه:
۱. نه خير! زموږ د هېواد، د« ناتو» او «ايساف» د غړو هېوادونو مېلياردونو ډالرونه مرستې د افغانستان او د افغانستان د خلکو په درد نه دي لګېدلي؛ بلکي په سلو کې ۸۰٪مرستې د افغانستان د دولتي لوړپوړو چارواکو، جهادي رهبرانو او جنګي جنايتکارانو له خوا څخه غلا او حيف ـ ميل شوې دي!
۲. نه خير! موږ هېڅکله  هم په خپل هېواد کې دوه سری حکومت ( ۵۰ ٪ سهامي شرکت ) نه غواړو!!
۳. زموږ دولت په افغانستان کې له « جنګي جنايتکارانو »، « ټوپک سالارانو » ( جهادي رهبرانو، جهادي آمرينو او جهادي قوماندانانو ) سره تر هغه پورې غرض نه کوي، ترڅو چې دوی زموږ د پاليسۍ او ستراتېژۍ پر ضد نه وي ودرېدلي! دا ځکه چې موږ د همدوی په مرستې « شوروي اتحاد» ته ماتې ورکړه! ) د همدوی په غوښتنې او کومک موږ افغانستان ته لاړو؛ د دوی په همکارۍ او ملاتړ موږ د طالبانو او داعش پرضد جګړې کوو! دوی زموږ ستراتېژيک دوستان دي! موږ پر دې خبرې ډېر ښه پوهېږو، چې دوی غاصبين،  مُحتکرين، فاسدين،  د قانون ماتوونکي، د مُخدره توکيو رواجوونکي، توليدوونکي، له جګړه مارانو سره مرسته کوونکي، قاچاق وړوونکي، د دولتي ځمکو غصبوونکي، د طبيعي زېرمو چورګر او د بيت المالونو تالانګر، د دموکراسۍ ضد او ټوپک سالاران دي!!
خو موږ له دوی څخه د  خپلو ستراتېژيکو اهدافو د لاسته راوړلو په پروسه کې د کاري افزارو په توګه ګټه پورته کوو؛ موږ پر دې ډېر ښه پوهېږو چې دوی زموږ پر ضد هېڅ هم نشي کولی، ځکه دوی ته موږ اته دېرش کاله: خېمې، ډوډۍ، خوراک، څښاک، درمل، وسلې، مُهمات، امکانات او ډېرې زياتې پيسې په واک کې ورکړې دي! موږ له دغو بې هويته کسانو څخه ليډران، رهبران او نوميالي شخصيتونه جوړ کړي دي! بله داچې دوی اوس ټول زاړه شوي دي، موږ پر دوی خپل نوم نه بدوو! دوی تر شلو راتلوونکو کلونو پورې يو هم ژوندی نه پاتې کېږي، په خپل طبيعي مرګ مري او اولادونه يې، بيا؛ لکه : د برهان الدين « رباني » اولادونه د دوی پر لارې نه ځي!! موږ غواړو چې په افغانستان کې په کراره او طبيعي شکل دموکراسي وده وکړي او پياوړې شي!! خو که چېرې کوم جنګ سالار زموږ د ستراتېژۍ او پاليسۍ مخالف عمل وکاوه، نو بيا «هم هغه ساعت او هم هغه مصلحت»( د دوی د عمل مُطابق سزا به ورکړو!)!!!