شاعرته دشاعرليک

د شپونکي د وينو څاڅکي
سلام سلام ستا په وختونو سلام
غزيزي ستا په آرمانونو سلام
چې پکې اوسي د سندرو مرغان
ستا د غزل په شنو بيتونو سلام
*****
ډيوې د اوښکو دى پيدا کړې که نه
زما دنيمو شپو همراز ملګريه
د واړو به ويشتلو ماښام په غيشو
زما عښتلى تير انداز ملګريه
*****
د شعر نيلۍ ته مې ستا ياد راشي
په غرونو مسته په شڼها لاړه شي
د اوښکو لار کې په کټ کټ وخاندي
شنه ښاپيرۍ شي په مسکا لاړه شي
*****
آشنا منې يې هه باور پرې وکړه
دخيال مرغه مې راته جل وهلى
جانان کافر شو جانان قتل کوي
د درد په توره يې غزل وهلى
*****
ملګريه زيرې مې درباندې ګرانه
دلته ماشومې شمې ځوانى شولې
چې يې په زړه د منزل هيلى وى
ها قافلى پرون روانې شولې
*****
يو شين سهار موږ ((د کوثر په غاړه ))
يوه د مستۍ مشاعره لرله
ما ويل آه چې ته خو هم وى پکې
خدايږو چې څومره بې مزه لرله
*****
هغه واړه خو غزلبول شاعران
نام خدا کاروان کاروان ښکاري
لېونو يو او بل ته لاس ورکړې
د يو منزل په لور روان ښکاري
*****
آشنا اوس ته دغه دعا وې کوه
چې لوټماران مو قافله لوټ نکړي
زمونږ د مينې او ښکلا پانګه
دغه دحسن خزانه لوټ نکړي
*****
که خداى کول رابيداريږي خلک
نور يې له سترګونه خوبونه څاڅي
ښکاري سپوژمى زمونږ په غم ژړلي
دلته ((په غرونو کې لالونه )) څاڅي
*****
مونږه لا اوس هم د ماښام په قبر
دسهارونو ترانې غږ وو
خو د شهيد احساس په ياد کې به هم
څو ويرلړلى قصيدې غږ وو
*****
مونږ لا د مينې لاره پريښې نده
دغزل اور په اوسيلو پوکوو
مونږه په شنو لوګو کې لمر لټوو
دا مړې ايرې چې په آهوپوکوو
*****
خور په وطن شاعرانه محيط دى
بيا د سندرو ارزاني راغلى
د نفرتونو لګېدلې سيلۍ
څپې څپې په رحماني راغلى
٢٨/٣/١٣٨٣