عبدالرشيد «دوستم» او که: د جنايتونو جوال!؟

 
عبدالرشيد چې په « دوستم » مشهور دی، د سرپُل د ولايت اوسېدوونکی دی ؛ نوموړي تر درېيم ټولګي پورې ښوونځی لوستلی دی او بيا د شبرغان د « نفت او ګاز » په «تفحصاتو» شرکت کې د برمه کارۍ عادي کارګر و؛ د ښاغلي اکاډميسين سُليمان« لايق » د خپلې خولې د وينا له مخې چې ما ته يې مخ پر مخ ويلي دي: « زه د ګوند له خوا څخه د شبرغان د نفت او ګاز د شرکت د ګوندي کارونو د څېړلو لپاره هغه ولايت ته استول شوی وم، ما هلته ځوان کارګر عبدالرشيد « دوستم » وليد، خپلو ګوندي ملګرو ته مې دنده وسپارله چې دغه زلمی کارګر ګوند ته جذب کړئ! هغو زما د دستور سره سم عبدالرشيد « دوستم » د« افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند » ته جذب کړ او بيا يې ماته اطمينان راکړ....»
عبدالرشيد « دوستم » د ببرک « کارمل » د پلويانو « پرچميانو » له جملې څخه و، په ۱۳۶۰ کال کې عبدالرشيد « دوستم » د ببرک « کارمل » او « شورويانو » په دستور او مرستې يوه قومي « د ملېشې » لوا جوړه کړه او ورځ تر بلې د شورويانو او کارمليانو له خوا څخه تقويه شو او فرقه يې تشکيله کړله،! آن تر دې پورې قوي شو، چې د شورويانو او کارمل په دستور او لارښوونې يې د جنرال مؤمن په ملتيا له برهان الدين « رباني » او احمد شاه « مسعود » څخه ملاتړ وکاوه او له جنرال محمد نبي « عظيمي »، محمود بريالي، فريد « مزدک »، عبدالوکيل، نورالحق « علومي »، عبدالحق « علومي » او نورو کارملي جنرالانو په ګډون او ملتيا يې پر ډاکتر نجيب الله کودتا وکړه او وسله وال پوځ يې احمد شاه « مسعود » او « جمعيت » ته تسليم کړ!
له هغه وروسته صبغت الله « مجددي » ونازاوه او بې ځايه لوړ لقبونه، پوځي رتبې او مادي امتيازونه يې ور وبخښل! عبدالرشيد « دوستم » همزمان د «شوروي اتحاد » د « کا.جي.بې »، د روسيې د « اف. اس. بې » ، د افغانستان د « خاد »، د ازبکستان، د ترکمنستان، د ترکيې او د امريکې له اسخباراتي سازمانونو سره لکه احمد شاه « مسعود » تنظيم و او له هغو سره يې د يوه لاسپوڅي په توګه د پيسو او امتيازونو په بدل کې کار کاوه!
عبدالرشيد « دوستم » د روسانو او ببرک « کارمل » په دستور او لارښوونه په برهان الدين « رباني » او احمد شاه « مسعود » کودتا کوله، خو رازداري يې افشا شوه او مسعود يې مخه ډېر ژر ونيوله!
د لنډې مودې لپاره عبدالرشيد « دوستم » له ګلبدين « حکمتيار » سره يو لاس شو، خو د هغو دوستي او اتحاد ډېر دوام ونه کاوه او ډېر ژر دواړه سره جلا شول! کله چې طالبانو د بلخ ولايت، سرپُل، جوزجان، فارياب او کندوز ولايتونه ونيول، عبدالرشيد « دوستم » ازبکستان ته په تېښتې بريالی شو او بيا ترکيې ته لاړ....
کله چې په ۲۰۰۱ م.کال کې امريکايانو د طالبانو حکومت نسکور کړ، نو دوستم يو ځل بيا د جنګ او جګړو ډګر ته راوستل شو او عبدالرشيد « دوستم » خپل پخواني دوست، سياسي ملګري او نژدې همکار ښاغلي اکبر بای ته وويل:
« ما د خپل سر له وېښتانو څخه ډېر پښتانه وژلي دي! » ( دا خبره اکبربای له ښاغلي عُمر « خطاب » سره د« پيام افغان » په ټلوېزيون کې په خپلې مرکې کې وکړه! ) اکبر بای زياته کړه:« د انسان په سر کې اويا زره وېښتان دي! او عبدالرشيد « دوستم » له اويا زرو څخه زيات پښتانه وژلي دي!! »
عبدالرشيد « دوستم » په ۲۰۰۱ م. کال کې د بلخ ولايت د جنګي کلا لس زره اسيران او د کندوز ولايت پنځه زره تسليم شوي پښتانه ( د طالبانو په نوم ) ټول د ليلې په دښتې کې ژوندي په خاورو ومنډل!!
له هغه سر بېره عبدالرشيد « دوستم » له ۱۳۶۰ کال څخه تر ۱۳۷۶ کال پورې په کندهار، ننګرهار، پکتيا ، پکتيکا، زابل، کابل، پغمان کې زرګونه زرګونه پښتانه ووژل او د( ۲۰۱۴ ـ ۲۰۱۶) کلونو تر منځ يې په کندوز، سمنګانو، تخار، بلخ، سرپل، جوزجان او فارياب کې زرګونه زرګونه پښتانه له تېغه تېر کړل !
عبدالرشيد « دوستم» د خپل سرو ملېشو قوماندان، ښاغلی اکبر بای د حامد « کرزي » په دوران کې، له خپل کور څخه په رڼا ورځ اختطاف کړ او هغه يې ډېر زيات لت او کوب کړ او ډېره موده له هغه سره د هغه په شخصي زندان کې بندي و! بيا يې د بهرنيانو او دولت په زور را خوشې کړ!! دوستم وروسته له هغه بېرته ترکيې ته لاړ، د ولسمشريزو ټاکنو تر پيلېدا لږ څه مخکې د ترکانو( رجب طيب اردو غان ) په غوښتنې او ټينګار بېرته کابل ته راوستل شو!....
عبدالرشيد « دوستم » چې ډاکتر اشرف « غني » او امريکايانو د جمهوري رياست لومړی مرستيال وټاکه، نو ده بېخي ښکرونه وکړل! ډېر زيات کوښښ يې وکړ چې امريکايان ورته « مارشالي » ورکړي! خو دغه بې سواده او نالوستي سړي وژوونکي او جنګي جنايتکار ته بايد سړی خورد ظابطي هم ور نه کړي! عبدالرشيد « دوستم » نه په خپلو ازبکانو ـ ترکمنانو بند او واز دی! نه په تاجکانو او هزاره ګانو! او د پښتنو خولکه: ګورګين، ګوډ تېمور « تېمور لنګ » او ظهورالدين محمد « بابر » غوندې معلوم الحاله او په کراتو مراتو ثابت شوی دښمن دی!!
دوه اونۍ وړاندې يې خپل پخوانی مرستيال او د جوزجان والي احمد « ايشچي » په رڼا ورځ د وزلوبې له ميدان څخه اختطاف کړ، هغه يې يوه نيمه اونۍ په خپل شخصي زندان کې بندي کړ او د بند په موده کې يې د خپلو مادونانو په ذريعې په احمد « ايشچي » ( سپين ږيري سړي باندې ) جنسي تېری وکاوه او د هغه عزت او شخصيت يې له خاورو سره خاورې کړ!!
زما په عقيدې عبدالرشيد « دوستم » د: خيانتونو، جنايتونو ، قتلونو، چور ـ چپاول او ګڼ شمېر جرمونو غټ جوال، لوی کندو او د کوچيانو د بوسو او کټي ارت ترنګړ دی! دی بايد ډېر ژر د خپلو ټولو جرمونو او جنايتونو پر سزا باندې ورسېږي!!!