جنګ

 
جنګ دې ورک شي جنګ بدرنګ دی
جنګ په ژوند لوېدلی زنګ دی
جنګ ړنګ شوی دارالمان دی
جنګ د هر چا په تاوان دی
جنګ ژوره د مرګ کنده
د ژوند ساه ده پکې بنده
جنګ وژل دي ژوبلول دي
خور له وروره بېلول دی
جنګ د مور اه او فریاد دی
جنګ سپېره د خزان باد دی
جنګ د پېفلې ناوې ویر دی
جنګ د پست انسان ضمیر دی
جنګ د وږي سپي داړل دي
جنګ په اور کې ژوند کول دي
جنګ په دار ځوړند محصل دی
جنګ د امن لوی قاتل دی
جنګ د ویر ډکې سندرې
جنګ په ښکلي سینه زغرې
جنګ د ژوند تیاره کوټه ده
جنګ بدرنګه جېلخانه ده
جنګ د غم ډکه دنیا ده
جنګ په ژوند کش چلیپا ده
..............................................
امن
امن ښکلی امن ښه دی
د جنت د باغ مارغه دی
امن نرمه موسیقي ده
امن ښکلي زندګي ده
امن زړونو ته سکون دی
له خوښیو ډک ژوندون دی
امن خوند دی خندېدل دي
د جانان مچي کول دي
امن ژوند ته وردانګل دي
یار له ګوتې نه نیول دي
امن لویه سرمایه ده
د جانان د خولې کیسه ده
امن ښکلی مستقبل دی
د پوهنتون تکړه محصل دی
امن زړونو ته ارام دی
امن ډک د میو جام دی
امن ژوند ته ضرورت دی
امن خدای ته نزدیکت دی
امن څه دی؟خو جنت دی
یو سپېڅلی عبادت دی
امن ښکلی دی جانان دی
امن زړونو ته درمان دی
.............................................
(((((قدرت الله درمان خوست))))
۷/۱۲/۲۰۱۶