چې رښتیا راځي درواغو به کلي وران وي

 
زموږ یو ملګری وایي: له کومې ورځې چې مبایل راغلی دروغ زیات شوي دي،نن سبا د فېس بوک په راتګ سره دا کار نور هم زیات شوی دی،ځینې خلک فېس بوک کې په دې ګمارل شوي وي،چې یوازې د خلکو ذهنونو ته ډار او تشویش ورواچوي، او د خلکو ذهنونه منفي لور ته مایل کړي، ځینې یې بیا دېته ګمارل شوي، چې د خلکو له ذهنونو ډار او تشویش ورک کړي،خلکو ته د ښه ژوند د تېرولو پېغام ورسوي، د خلکو ذهنونه مثبت لورته مایل کړي،اصلا دا دواړه ډلې دروغ وایي. خو د دویمې ډلې له درغو سره لږ څه جوړ یم.خو په حقیقت سترګې پټول هم ندي پکار.
(چې رښتیا راځي درواغوو به کلي ړنګ وي) دا متل مې ډېر پخوا اورېدلی و، خو عملي مې د فېس بوک په نړۍ کې ولیدو.
هسې خو هره ورځ فېس بوک کې داسې د دروغو او بې باوره خبرونو او خبرتیاو شاهدان یو ،که ټول یې یادوم شاید زرګونه مخه پرې ډک شي  راځئ زه یې څو مثالونه راخلم.
۱-کندز کې جنګ روان و، ځینو دولت پلوه لیکوالانو داسې ادعاووې کولې چې ښار ته نېږدې کمانډویي ځواک رسېدلی،وضع تر کنترول لاندې ده،خو سبا هر چا حقیقت په سترګو ولید،چې نه کمانډو وه او نه کوم بل ځواک،د کندز په ښار کې څو څڼیورو د الله اکبر نعارې وهلې.
۲-په  خوست کې د  زوړ میدان (چپ مېن) په نوم  د امریکایانو اډې مخې ته ځانمرګی برید ترسره شو.طالب پلوو دا ادعا کوله چې په دې برید کې یې په لسګونو خارجي او داخلي عسکر وژلي،یو او بل ته یې ګڼې مبارکۍ ورکولې،فېس بوک د دوی په مبارکیو لړلی و،خو رښتیا نور څه و،په شوي برید کې هېڅ خارجي عسکر نه وو وژل شوی،په غالب ګمان څو تنه د کمپاین په نوم د ځانګړي ځواک عکسر وژل شوي وو، او څو تنه یې ټپیان،نور ډېر تلفات ملکي وګړو ته اوښتي و، د مسلیانو په نوم د یوه قوم تقریبا یوه سلامته کورنۍ پکې له منځه تللي وه.

۳-د وردګو د محصل د زندۍ خبر دردونکی و،د عاملینو په ضد د ډېرو غوسه راپارېدلي وه،ما هم یو پوسټ وکړ،محصل مې بې ګناه یاد کړ، وروسته مې چې د محصل د قاتیلینو خبرې لوستې نو محصل به راته ملامت ښکاره شو،خو کله به مې چې د محصل د قاتلینو (طالبانو)  ضد خبرې لوستې نو دوی به راته ګنهګار ښکاره شول،په عجیب کشمکش کې راګېر وم، یوه ورځ مې یوه ملګري ته ولیکل، په افغانستان کې د نورو ولایتونو په پرتله تقریبا د وردګو محصیلینو برخه ډېره  ده،(زموږ یو ملګري به زموږ په ځینو وردګو همصنفیانو پسې ټوکې کولې وېل به یې ستاسو تله پوهنتونو کې ځکه ډېره ده چې،دا غم یې نه خورئ چې کوم پوهنځی دی بس چې لیلیه وئ، او دولتي لوبیا درته رسیږي ) خبره مې د وردګو محصلینو د ډېر والي کوله،دوی چې ډېر محصلین لري نو هر ولایت ته تګ راتګ کوي خو دا اول ځل و چې کوم محصل د زندۍ شي.ولې؟ ملګري مې زیاته کړه، یعنې ته وایي چې طالبان چې کوم جنګ ته د جهاد په نوم دوام ورکوي،دا رښتیا جهاد دی؟ما ووېل نه زه مفتي نه یم چې  د جهاد د روا او یا ناروا فتوا ورکړم، خو دا خبره  کوم چې د طالبانو پاچاهي وه، شک نشته چې عرب او پنجبیان هم ورسره وو، اوسنی دولت د امریکا او نړیوالې ټولنې په مرسته راغی د دوی پاچاهي یې ونړوله،اوس طالبان بېرته د واک د نیولو هڅې کوي  او دولت غواړي چې خپله پاچاهي وساتي.که زه  طالب وی همدا مې کول، او که د دولت غړی وی، همدا د دولت پالیسي مې مخته وړله.چې خبره رانه بل خوا لاړه نشي راځم خپلو خبرو ته تم کېږم.
۴-د کرکټ بورډ مسله هم د نېږدو ورځو کې ښه توده روانه وه،هر چا به د خپل لوري په پلوئ د ګټې،او سپینوالي پوسټونه کول،هرې یوې ډلې یې ځان سپین ګڼلو،یو ورځ ګڼو فېس بوکیانو پوسټونه وکړل چې نسیم الله دانش له دندې لرې شوی او پر ځای یې حامد شینواری ټاکل شوی،سبا به  یې اعلان خپور شي،خو سبا څه چې څو سبا پکې ووتل د حامد شینواري  نوم یوازې د هغه د پلویانو په خوله و او بس،
بله شپه ګڼ پوسټونه وشول،معتبرو اشخاصو ولیکل چې نسیم دانش د ولشمر د فرمان په اساس د دریو نورو کالونو لپاره د کرکټ په مشرۍ پاتې شو، تقریبا تر دریو ورځو دا ګرمې مبارکۍروانې وې،په بله ورځ د رښتیا خبر راغی،چې دانش له دندې لرې شوی او پر ځای یې مشعل  ټاکل شوی.چې همدا خبر د رښتیا خبر و.
د شاپور ځدران مرکې چې په فېس بوک خپرې شوې،نو د شاپور ځدران د مینه والو غوصه یې راوپاروله،هغوی یوازې د شاپور خبرې حقیقت شمېرلې،شاپور خپله په مرکه کې اقرار وکړ چې له دوو کالونو راهیسې د لوبدېدو حق تر اخېستل شوی،خو داسې نه وه هم دا د ۲۰۱۶ کال په جهاني کپ کې د لوبډلې غړی و، که د شاپور ټولې ادعاوې رښتیا ومنو خو دا خبره یې څنګه ارزوئ،مشکل دا دي چې موږ دخپل ایډیال شخصیت ملاتړ کوو، نور که هغه ملامت وي او کنه،

۵-په ننګرهار کې د دوو خویندو د زور واده خبره  په درز کې روانه وه او روانه ده،فېس بوکیانو دا ادعا کوله چې یوه د محلي پولیسو قومندان په زور دوې خویندې په یوه شپه ځان ته واده کړي، زه نه پوهېږم چې حقیقت څه و او څه دی؟خو  وظیفه کې راسره یو ننګرهاري ملګري  کیسه وکړه،ویل یې: دا خبره سمه ده چې دغه سړي د دوو خویندو سره ودونه کړي دي،خو کوم ډول چې فېس بوکیانو دا خبره راپورته کړي ده،چې ګواکې په یوه شپه یې دوې خویندې ځان ته واده کړي سمه نده،اصلا خبره داسې ده چې دغه سړي له  یوې نجلۍ سره واده کړی و،دوه میاشتې وروسته د خُسر کره تللی و، هلته یې د ښځې خور (ښینه) لیدلي وه، چې ډېره ښایسته وه، سړي خپلې واده شوي ښځې ته طلاق ورکړ، او ځان ته یې په زور هغه ښینه واده کړه،ظلم یې کړی، خو داسې نه ده چې په یوه شپه یې دوه خویندې واده کړي.
۶- ځینې هوایي  او خیالي پروژو ته ځینو فېس بوکیانو دومره هوا ورکړه چې ګواکې افغانستان جوړ شو،همداسې د دوستم او ایشچي  خبره  په ننګرهار کې د څلور میاشتني ماشوم د حلالولو خبره، او داسې نورې ډېرې خبرې. دا خبرې ضرو نور مخونه هم لري خو موږ یې یو مخ ګورو،یوه کیسه رایاده شوه، مونږ سره وظیفه کې یو دري زبانه ملګری و،له یوه پکتیاوال سره یې جنګ راغی،اول یې ښه اېخوا دېخوا ځان وڅنډه،خو چې په پکتیاوال یې زور ونه رسېدو او ښه وهل یې هم وخوړل نو لاړ په پکتیاوال یې عریضه وکړه،چې پلاني په ما د څو ملګرو په  مرسته جنسي تېری وکړ،چې هېڅ  حقیقت یې نه درلود،زمونږ د شرکت مشرانو عدلي طب ته معرفي کړ تر څو رښتیا او دروغ مالوم شي،خو تر ننه یې درک ونه لږېده.
زه وایم راځئ نه یوازې په فېس بوک کې بلکه په عادي ژوند کې هم په پټو سترګو  قضاوت او باور مکوئ، لږ څه له خپل فکر او منطق څخه کار اخلئ.یوه خبره یا یوه پېښه  ډېر مخونه لري،خو موږ یې نه وینو ځکه چې موږ یې  یوازې یو مخ ګورو.ځکه خو غولېږو او تېر ووځو.


که خبره همداسې روانه  وي د فېس بوک په ځینو لیکوالانو به هم یوه ورځ د شپون لوبه کیږي،او د فېس بوک په خبرتیاو او خبرنو په پټو سترګو باورکونکي به د رمې له برخلیک سره مخامخ کیږي.
د شپون کیسه به مو اورېدلي وي،د یوه کلي شپون و، ده به چې غره ته رمه بوتله نو نارې به یې پېل کړې هلئ،لېوان دي،رمه یې ماته کړه،د کلي خلکو به په یوه پښه ځانونه ورورسول،خو هلته به نه لېوه و نه کومه بلا، شپون یو څو ورځې همداسې د درغو په نارو کلی ورستړی کړ،کلیوالو ته ښه څرګند شو چې شپون دروغجن انسان دی،خو بیا به یې هم رمه د پېولو لپاره ورکوله،یوه ورځ په رښتیان لېوان راغلل،شپون دېرې نارې سورې ووهلې خو هېڅوک یې مرستې ته ورنه رغلل.