د جمعې لمونځ



جومات ته ډېر لمونځکوونکي راجمع وو، پس پسی او ګنګوسې وې، هر یوه د کلي ملا امام ملامتولو، چې نن سبا د ورځې فقط یو یا دوه وارې د لمانځه لپاره راځي، باید د بل ملا غم وخورو.
احمد جومات ته راننوت، ویې ویل: د جمعې وخت پوره دی، ولې نه اودرېږئ؟ له یوې خوا غږ راغی، ملا نشته، چې جمع راکړي. احمد وویل نو څه وشو، چې ملا نشته موږ او تاسو ټول مسلمانان یو، راځئ زه درته مخکې کېږم،هلئ یو تن تکبیر ووایئ، یو سپین ږیري وټوخل، زویه خو ته سرتور یې خولۍ دې نه ده پر سر! احمد لاسي دسمال له سره تاؤ کړ، په خندا یې وویل: دا دی کاکا جانه دا پښتو خو وشوه، اوس نو تکبیر کوئ، یو بل راغږ کړ، ږیره دې هم نشته، لمونځ به درپسې روا وي؟
احمد لږ جدي شو، ویې ویل: نو راشه ته مخکې شه ستا خو ږیره شته.
سړي غلی شان وویل: خو ما قرائت نه دی زده.
احمد وویل :عجیب مسلمان یئ ږیره سنت ده،او قرائت (قران شریف ) د خدای پاک کتاب دی، سنت د پر ځای کړي خو د خدای پاک کلام دې ندی زده، خېر ماته د خدای (ج) توفیق راکړي چې ږیره پرېږدم او دا سنت پر ځای کړم، تاسو دې رب تکړه کړي، چې د خدای پاک کلام زده کړئ،ترڅو ټول عمر ملا ته سترګې ونه غړوئ.
احمد په صف کې وړاندې لاړ، نیت یې وتړه، خو بېرته یې سلام وګرځاوه، کلیوالو ته یې مخ ورواړو، خوښه مو لمنځونه په جمع کوئ او که بې جمعې، خو کتابونه لیکي: چرته چې دوه یا له دوو څخه زیات کسان ولاړ یئ نو تاسې په جمع لمونځ وکړئ.
بېرته یې نیت وتړه او ځان ته یوازې په لمانځه ودرېده .