پولیس او سبزي پلورنکی

د خپلې څلور پایزه ګاډۍ تر څنګ ولاړ و. په زوره زوره یې نارې وهلې، هله زر شئ تازه سبزي واخلئ، درې ګیډۍ په لس، درې ګیډۍ په لس.
ناڅاپه له شا نه د یوه پولیس لخوا ټېله ورکړل شوه، سبزي پلورنکي تیندک
وخوړ، پولیس پسې زیاته کړه هله زر شه سترګې دې ووځه، زر شه! ټوله لار دې بنده کړې ده، سبزي پلورنکي په خواره عاجزۍ وویل: خېر دی آمر صیب! تر اوسه مې والاکه هېڅ سودا کړې وي، ولاړ دې وم، لار مې نده نیولي، ته ګورې نه چې د سرک غاړې ته ولاړ یم.
پولیس چې ځان ته د آمر لقب واوریده، نور یې هم غصه زیاته کړه، چپ شه، چپ شه، خبرې مه کوه ژڼی سړی یې شرمیږې هم نه دومره کاروبارونه په تا ولاړ دي چې دا سبزي خرڅوې، زر د ګاډۍ وباسه، کنه ګاډۍ دې چپه کوم.
سبزي پلورنکی لږ جدي شو ویې ویل: نو څه وشو که سبزي خرڅوم حلال رزق ګټم، د خلکو غوندې خو چور او چاپول نه کوم، پردي مالونه خو نه خورم، ویاړم چې یو حلال کاروبار کوم، او خپل فامیل ته یو څه حلاله نفقه پیدا کوم.
پولیس بیا په لوړ اواز وویل: چېرته دي داسې خلک چې چور او چاپول کوي، چېرته دي داسې خلک چې پردي مالونه خوري، ته خو یې راوښایه مونږ د څه لپاره یو داسې سزا به درته ورکړم چې ټول عمر به یې یاد ساتي.
سبزي پلورنکي ورته وویل چې د هغې حرام خور د لیدو لپاره باید درته یوه غټه هنداره راوړم ځکه همداسې به ته خپل ځان څه ووینې.
پولیس وویل چې پوی نه شوم سمه خبره وکړه د یوه او بل غره سر مه رانیسه.
سبزي پلورنکي لاس وروږد کړ، او ویې ویل :چې دا خبرې پرېږده امر صیب ته واخله دا چاکلېټ دا یوه پیاله چای راسره وڅښه زه به یې هم وڅښم بیا به که خېر وو ګاډۍ هم لرې کړم لاره به خوشي کړم، سبزي پلورنکي د چاکلیټو سره یو ځای شل افغانۍ هم پټې د پولیس په لاس کې ورکېښودې، پولیس پیسې زر جیب ته واچولې او چاکلیټ یې بېرته د سبزي پلورنکي لور ته ور وروغورځاوه، په بیړه روان شو خو په تلو تلو کې یې دومره وویل: ګوره! زه داسې دوره وهم بیا راځم، که ګاډۍ دې لرې نه وه بیا به دې په خوند پوی کړم.
ما چې دا هر څه له نېږدې ننداره کول، د سبزي پلورنکي پر مجبورۍ مې غټ، غټ زړه خوږېده، هغې ته مې وویل: ولې د رشوت ورکړ؟ سبزي پلورنکي وویل: بله لاره مې نه درلوده، ورته وه مې ویل: هغه پولیس خو ویل بیا راځم، که داسې ورته هر ځلې شل، شل افغانۍ ورکوې. نو ګټه خو به دې ټوله دا پولیس یوسي، سبزي پلورنکي یوه نرۍ مسکا وکړه ویې ویل چې نه وروره ! هسې وایي چې بیا راځم، خو بیا تر مازیګره نه راځي، که راهم شي څه نه وایي، بیا یې ښه په زوره وخندل، ویې ویل:داسې هر ورځ یو رشوت خور پولیس د یوې ورځې لپاره په شلو افغانیو اخلم.