د فلسفې او سفسطې ترمنځه توپير!؟

 
ما په خپل ژوند کې دوه فلسفې او ډېرې زياتې سفسطې لوستلې دي! زه اوس د دوی په ټولو اړخونو بحث نه کوم. په ډېره لنډه توګه د دوو فلسفو تر منځه توپير ته اشاره کوم او د دواړو فلسفو تفاوت له سفسطو سره پرتله کوم!!
عالمانو فلسفه د ټولو علومو مور ګڼلې ده! فلسفه د کائناتو د پيدايښت په اړه د مباحثې، مشاجرې او منطقي مُجادلې علم دی! د فلسفې د منځپانګې د بحث مرکزي ټکی دا دی:
کائينات، مخلوقات او ساکښان ( ماده ) څنګه پيدا شول؟ څنګه يې پر مختګ او تکامل وکړ؟ څنګه له منځه ځي؟ او کله چې مړه شول ( له منځه لاړل )، له هغه وروسته بيا څه کېږي!؟
په لنډه توګه ويلی شم، چې په: نړۍ کې تلپاتې دوه فلسفې د تضاد او جدل په حال کې وې، دي او وي به! تر هغه پورې چې يوه فلسفه په نړۍ واله کچه دويمه فلسفه فسخه کړي ( له منځه يې يوسي او منسوخه يې کړي!)
په هر صورت، دوه متضادو فلسفو ته: « اېډيالستي » او « مټريالستي » فلسفې وايي!
۱. اېډياليزم ( خيال پالنه او يا هم معنَی پالنه ده!)
۲. مټرياليزم ( ماده پالنه او د تدريجي تکامل نظريه ده!)
د اېډياليزم خُلص منځپانګه داده:
لايزال الله ( ج ) خالق، رازق، ټولواک او تلپاتې څښتن تعلیَ موجود و، موجود دی او موجود به وي! او هرهرڅه ( ټول مخلوقات، کاينات او ساکښان ) هغه په شپږو ورځو کې پيدا کړي دي! او ټول مخلوقات له مرګه وروسته همهغه لايزال ذات ته ور درومي!
په نړۍ کې د اوومېلياردو انسانانو له جملې څخه شاوخوا شپږ مېليارده انسانان پر همدغې معنوي فلسفې باور او اعتقاد لري!؟
د مټرياليزم د فلسفې د منځپانګې لنډيز ( غورچاڼ ) دادی:
ماده وه، ماده شته او ماده به و اوسېږي! ماده پر معنَی مقدمه ده! لمريز نظام، ستوري، سيارې او فضايي ډبرې ( ميټيور او مېټيورېټ )، سپوږمۍ ګانې، ځمکې او سحابي کهکشانونه ؛ په ارتې ـ هسکې فضا کې د يوې ډېرې زياتې سترې تورې برېښنايي ـ مقتاطيسي لړې د انفلاق په پايلې کې منځته راغلي دي! په ځمکې کې اوبه، ساکښان، انسانان، غرونه او ټول موجودات د تدريجي تکامل زېږنده دي ( د چارلز ډاروين د نظريې له مخې ): ژوند، ساکښان، انسانان او ټول کائنات د تدريجي تکامل په پايله کې منځته راغلي دي، راځي! يعنې پيدا کېږي، ځوانېږي، زړېږي، له منځه ځي! او بېرته د مادي سرشت ( مادې ) جُز ګرځي!!
د دغې فلسفې پيروان او پلويان به په نړۍ کې شاوخوا يو مېليارد کسان و اوسېږي!؟
اوس چې د معنوي او مادي فلسفې توپير يوڅه روښانه شو، نو د دواړو فلسفو توپير له «سفسطو » سره څه دی؟
سفسطه څه ته وايي؟
سفسطه : د نالوستو او لرغونو انسانانو غېرعلمي انګېرنې، فولکلوريکې او افسانوي ( غېر واقعي ) کيسې او روايتونه د کائناتو، ژوند، ساکښانو د منځته راتلو په اړه دي!
زه دلته د موضوع د روښانتيا لپاره درې کوچنۍ بېلګې وړاندې کوم:
۱. د لرغونې زمانې ( ۵۰۰۰ـ ۹۰۰۰ ) کالو وړاندې زمانې کې د (۲۸) فرعونيانو په واکمنۍ کې د مصر خلکو باور درلود، چې فرعون ( خدای دی! ) او ځمکه د غوايي په ښکر ولاړه ده! غوايی په درياب کې د ماهي( نهنګ) په شاپر ولاړ دی ؛ نهنګ په درياب کې لامبو وهي او درياب په هوا کې روان دی!!
۲. د يونان لرغونو انسانانو باور درلود:
اسمان له ځمکې سره واده وکړ، او د دوی زوی پيدا شو، نوم يې پرې لمر کېښود؛ بيا د دوی لور وشوه، نوم يې پرې سپوږمۍ کېښود!
کله چې لمر او سپوږمۍ ځوانان شول، نو بيا له ورځو څخه يوه ورځ د دوی پلار ( اسمان ) پر خپلې ښځې ( ځمکې ) باندې په قهر شو، هغه يې ووهله. کله چې لمر کورته راغی، ګوري چې مور يې ژاړي، ترې ويې پوښتل: ولې ژاړې؟ هغې ځواب ورکړ: د تا پلار ووهلم!
لمر ډېر په غوسه شو، توره يې را واخيستله او د خپل پلار ( اسمان ) په ګېډه کې يې ومنډله، هغه له ډاره مخ پورته لاړ... منځ کې يو څه موده تېره شوه، د لمر او سپوږمۍ مور( ځمکه ) خپل مېړه ( اسمان ) پسې ډېره خفه شوه، هغې خپل زوی ته وويل:
زه د تا پلار پسې ډېره خفه شوې يم! ته لاړ شه، هغه ته عُذر وکوه او له ځان سره يې بېرته کورته راوله!
لمر د خپلې مور د وينا له مخې مخ پورته خپل پلار پسې روان شو...
منځ کې ډېر وخت تېر شو، لمر کورته راستون نه شو. بيا ځمکې خپلې لور ( سپوږمۍ ) ته وويل:
د تا ورور( لمر ) د تا پلار ( اسمان ) په خېټه کې په تورې وواهه او هغه مخپورته لاړ، څه موده وړاندې مې د تا ورور ( لمر ) هغه پسې د عُذر کولو لپاره ورولېږه، چې هغه بېرته کورته راولي، خو هغه هم بېرته را نه غی! ته لاړه شه! ورور ( لمر ) او پلار ( اسمان ) دې دواړه کورته راوله!
سپوږمۍ مخپورته حرکت وکاوه، خپل ورور او خپل پلار پسې لاړه ؛ تر اوسه پورې مزل کوي خو خپل ورور او خپل پلار ته نه ده رسېدلې او ځمکه د خپلو اولادونو او خپل مېړه راتللو ته مُنتظره ده!!
۳. بني اسرائيل فولکلوريک باور لري چې د آسمان ستوري د حضرت ابراهيم ( ع) د سينې وېښتان دی!
همدارنګه د دوی بله انګېرنه داده: د پېغمبرانو شمېره ؛ يو لک، څلور څلوېښت زره کسان دي او دا ټول پېغمبران مړه نه دي، بلکې آسمان ته تللي دي او هلته ور څخه روښانه او راڼه ستوري جوړ شوي دي!!!