کرايي ليکوالان، که غوړه مالان؟ او يا هم: مُدافع وکيلان!؟

 
زه هر شاعر، ليکوال، ژورنالست، قلموال او هُنروال ته د زړه له تله درناوی لرم! خو په دې شرط چې: خپلواک، د خپل آزاد نظر څښتن وي! خپل هېواد او خپل خلک ورباندې ګران وي! موم ډوله، اوبرنګه او « خَمليون »( بوقلمون ) صفته نه وي! چاپلوس، مداح، ابن الوخت، اجير، جاسوس، پردی لاسپوڅی او بې وجدانه نه وي!؟ حقپال وي! سپين ته سپين او تور ته تور ووايي! د کومې سياسي ډلې، لوړ پوړو دولتي چارواکو: ستايوال، غوړه مال او بوټپاک نه وي! او د يوڅو ټنګو: ( افغانيو، کالدارو، تومن، روبل، ريال، فرانک، ډالر او سترلنګ )، زرواکو او زورواکو پر وا ګير هېڅ نه اوسي!!
له ډېره بده مرغه په دې وروستيو وختونو کې د فسبوک پر ټولنيزې صفحې کې د ځينو ځينو اجيرو ليکوالو مقالې او ليکنې لولم. دوی په ډېرې سپين سترګۍ سره د دولت د لوړ پوړو چارواکو دومره بېځايه او له حده تېره ستاينه کوي، چې سړي ته هغه د ملا نصرالدين د خره د خرڅولو ولسي ټوکه ور په يادوي!!
دوی ځينې کسان داسې ستايي: لکه د ۲۰۱۴ م.کال د کمپاين پر مهال چې ؛ سرور « احمدزي »، رحيم « وردګ » ستايه! فضل الرحمان « اوريا » چې عبدالله « مربع » ستايه! او يا هم صديق « پتمن » چې ډاکتر « غني » ستايه!!
دوی له غله نه، له بډې خور نه، له ظالم نه، له ملي خاين نه، له قاتل نه، له جاسوس نه، له بې مسلکه نه، له معامله ګر نه داسې ننګه، ملاتړ او دفاع کوي، لکه په محکمه کې چې د مدافع وکيل يې له تورن کس څخه د څارنوال او قاضي په مقابل کې کوي! او داسې يې ستايي، لکه زرګر چې: طلا، الماس، زمرد، لعل، ياقوت، سپين زر او لاجورد ستايي!!
زه پوهېږم چې يا به دوی له هغو سره په جرمونو او جنايتونو کې شريک، دخيل او ونډوال وي!؟ يا به يې د کورنۍ غړي، خپلوان، شخصي دوستان او د سياسي ډلې، ټپلې ملګري ( هم نظران ) او يا به يې هم ور څخه يو پنځه غرانه تر لاسه کړي اوسي!!
افسوس د داسې قلموالو پر حال!
زه نه وايم چې ليکوالان دې لوړ پوړي دولتي چارواکي نه ستايي! ودې ستايي! خو په دې شرط! چې: د ستايلو وړ وي؟ د خلکو او هېواد رښتيني خدمتګاران وي!! غله، چورګر، ټګماران، خاينان، لار وهوونکي، قاچاق وړوونکي، اختطافچيان، د پوډرو کاروباريان او د پردو لاسپوڅي ونه اوسې!؟
که شاعران، ليکوالان او ژورنالستان د: ظاهر شاه، د داؤد خان، د تره کي، د آمين، د ببرک « «کارمل »، د ډاکتر نجيب الله او د «مجددي»، «رباني»، ملا محمد عمر، حامد «کرزي» او ډاکتراشرف « غني » په واکمنيو کې؛ که په رښتيا هم کوم پاک نفسه، د خلکو او وطن خدمتګار يې پيدا کړو؟ او د هغه ستاينه يې بې غرضه او بې شخصي مطلبه ( بې ګټې، بې پيسو او د کومې څوکۍ له غوښتلو پرته ) وکړه!؟ نو زه او د افغانستان ټول خلک به ورباندې شل ځله آفرين ووايو!
او که چېرې د داسې چا په مدح کې د غوړه مالۍ او بوټپاکۍ مقالې ليکي، چې هغه تر دوه غوږونو پورې په اداري فساد، جرمونو، جنايتونو، خيانتونو او بډو اخيستلو کې نړۍ وال شُهرت ولري! نو داسې ليکوالان او ژورنالستان به خپل ځان پورې څلوربولي (حماران) او د سيندونو بې ژبې ماهيان وخندوي!!!