
ازبک قومي مشر احمد ایشچي چې دوه اونۍ وړاندې په جوزجان کې د دوستم له لوري تر وهلو وروسته په ناقانونه توګه زنداني شوی و، عدلي او قضایي ادارو ته د مراجعې او رسنیو سره د مرکې پرمهال ویلي چې په خپله دوستم او د هغه ملېشو پر ده د جنسي تیري هڅه کړې او د یوې اونۍ لپاره يې په شخصي زندان کې بربنډ ساتلی و. ایشچي وايي چې د دوستم ساتونکو پر ځمکه راچپه کړ او دوستم پرې له پاسه د لغتو ګوازونه وکړل، سپکې او سپورې یې ورته وکړې. دی وايي چې د دوستم له لوري ووهل شو او کله چې یې جامې و ایستل شوې، خپل دوستم داسې ښودله چې پر ده جنسي تیری کوي او ویډیويي فلم یې ترې واخیست. وروسته یې ساتونکو ته امر وکړ چې تیری پرې وکړي او فلم یې واخلي. نوموړي ویلي چې وروسته پنځه ورځې بربنډ د دوستم په کور کې زنداني شوی و.
دغه پېښې د افغانانو غبرګونونه توند او تېز دي. په ټولنیزو شبکو کې افغانان دوستم وحشي، جنایتکار او ظالم بللی. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې دوستم ته سخته سزا ورکړي. اروپايي ټولنې او په کابل کې د امریکا سفارت هم له دې امله اندېښنه ښودلې او افغان حکومته یې د عدالت او بېړنیو ګامونو غوښتنه کړې ده.
دوستم تر دې وړاندې هم په وحشتونو، جنایتونو، جنسي تېریو او ظلمونو کې اوږده سابقه لري، خو له دې امله چې د ترکیې، ازبکستان او په ځانګړي ډول د امریکا له خوا یې ملاتړ کېده، ددغو جنایتونو حساب ورسره نه دی شوی. له بده مرغه نه یوازې دا چې حساب ورسره نه دی شوی، بلکې د همدغه بهرني ملاتړ له امله لا زیات پیاوړی شوی دی او د اشرف غني له برکته له ټولو جنایتونو سره سره د ولسمشر لومړی مرستیال هم شو. اوس له اشرف غني وروسته د افغانستان د حکومت دویم لوړ پوړی چارواکی دی. دوستم اوس هم ازبکستان او ترکیې ته تګ را تګ کوي او له امریکايي چارواکو سره هم نږدې اړیکې لري. څو کاله وړاندې چې کله دوستم په کابل کې پر خپل یو بل سیال او ترک تباره قومي مشر اکبر بای برید وکړ او ان د جنسي تیري ادعا وشوه، د افغانستان حکومت د نوموړي د نیولو هڅه وکړه، خو د امریکا په مستقیمه مداخله د افغانستان حکومت د نوموړي له نیولو پر شا شو او د هغه جنایت حساب هم ورسره ونه شو. دوستم په دې وروستیو کې په شمال کې هم قومي وژنې پیل کړې او د امریکا په ملاتړ یې د افغانستان په شمال کې ګڼ کسان د طالبانو په نامه ووژل. په رسنیو کې د دوستم دا جنایتونه رسوا شول او د بشري حقونو ځینو بنسټونو هم په دې اړه غبرګون وښود، خو نه حکومت او نه هم د دوستم نړیوالو ملاتړو دغه غږ واورېد.
د دوستم دغه وحشت ښيي چې امریکا زموږ لپاره په افغانستان کې څه ډول وحشي او جنایتکاران انسانان ساتلي دي او ملاتړ یې کړی دی. د دوستم په شان نور جنایتکاران هم شته چې مخامخ د امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو ملاتړ لري او هره ورځ په افغانستان کې وحشت کوي. اوس هغه وخت دی چې له دغو وحشیانو او جنایتکارانو سره حساب وشي. دا پېښه نه د بښلو ده، نه د هېرولو ده او نه هم نور ولس دا وحشت او جنایت زغملی شي. د ملي وحدت د حکومت دوام همدې پېښې ته د غبرګون له ډول سره تړلی دی. ولسمشر او ملګري دې یې واوري چې که دوی ګام وا نه خلي، ولس غبرګون ته تیار دی.
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه