
ارواښاد پروفيسر ډاکټر عثمان
د روهي ويب پاڼې اداره د ټولو خپلو همکارانو په استازي توب د ارواښاد پروفيسر ډاکټر عثمان د مړينې له کبله ، د ده کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو ته تسليت وايي . دلوی او نياومن خدای له درباره ، ارواښاد ته د فردوس جنت غوښتنه کوي او کورنۍ او دوستانو ته يې زغم غواړو .
انالله و انا اليه راجعون
د ارواښاد پروفيسر عثمان مړينه زموږ او په ځانګړې توګه د خوست ميشتو لپاره يوه لويه ضايعه وه . د نوموړي خدمتونه د خوست او افغانستان نورو اوسيدونکو لپاره نه هيريدونکي دي .
د روهي ويب پاڼې اداره