
ډېرو قدرمنو ليکوالو او د پښتو ژبې درنو چوپړوالو ! که څه هم د خوشال بابا د وينا په مصداق پښتو لا اوس هم بکره پرته ده او لاهم د نړۍ د ژوندۍ ژبو په پرتله ډېر لږ کار ورته شوی، خو داسې ښکاري چې په وروستيو وختو کې پښتنو ژڼيو سمه د خدمت ملاورته تړلې او غواړي په لنډ وخت کې پښتو د ژباړې په مټ د نورو پرمختللو ژبو سياله کړي. خو څرنګه چې لا هم په هېواد کې د خپرونو منظم قوانين او د ژباړې معتبرې مؤسسې نشته ، نو ژباړونکي زياتره د يوه بل له کارونو نه خبريږي. کله کله داسې پېښ شوي ، چې څو تنه په يوه وخت کې د عين اثر پر ژباړه بوخت وي او کله هم زموږ ژباوړنکي نه پوهيږي چې دژباړې لپاره کوم اثر غوره کړي.
روهي وېب پاڼه غواړي د پښتو ژبې د چټکې ودې او د هغې له چوپړوالو او درنو ژباړونکو سره د مرستې لپاره د هغو چاپو او ناچاپو اثارو لېست چې وار دمخه پښتو ته ژباړل شوي خپاره کړي. همداراز موږ غواړو د هغو اثارو لېست چې پر ژباړه يې کار روان دی او د هغو اثارو لېست چې ژباړه يې زموږ لپاره اړينه ده، هم خپاره کړو . د دې تر څنګ به موږ هڅه وکړو د هغو اثارو لېست چې له پښتو څخه نورو ژبو ته ژباړل شوي او يا بايد وژباړل شي، هم خپاره کړو . خو د دغو ټولو چارو د ترسره کولو لپاره لپاره موږ ستاسو مرستې ته اړتيا لرو اوله ټولو هغو درنو ژباړونکو څخه چې غواړي کوم اثر وژباړي او يا يې ژباړلی وي ، هيله کوو چې د خپل کار په اړه موږ ته معلومات راولېږي او همداراز له ټولو درنو ليکوالو او ژباړونکو څخه هيله کوو چې د هغو اثارو د لېست په بشپړولو کې له موږ سره مرسته وکړي ، چې وار دمخه ژباړل شوي . که چېرې ژباړل شوي اثار ناچاپ وي، کېدای شي له همدې لارې يې د چاپ امکانات هم برابر شي. نو موږ به په دې برخه کې ستاسو د مرستو او مشورو په تمه يو.
په درنښت
د روهي وېب پاڼې چلوونکي
د کتاب ليکوال | د کتاب نوم | ژباړن | خپروونکې | د چاپ کال |
Dr Ginott haim G | Between parent and child new sloutions to old problems | ډاکټر نجيب الله زاخيلوال | . | . |
د امريكايي ليكوالو لنډې كيسې | وروستۍ پاڼه | حبيب وقار | تر چاپ لاندې | |
طاهر،شجاع او روهي ،مهناز | جراحي دکلينيکي معايناتو سېستم،پنځم چاپ | پوهندوی ډاکتر بادشاه زار عبدالي | . | . |
بېلي او لوز | د عمومي جراحۍ اساسات،څلرويشتم چاپ | پوهندوی ډاکتر بادشاه زار عبدالي | . | . |
افلاتون | جمهوريت | سيدنظيم سيدي | . | . |