تر لاس لاندې ژباړې

 ډېرو قدرمنو ليکوالو او د پښتو ژبې درنو چوپړوالو ! که څه هم د خوشال بابا د وينا په مصداق پښتو لا اوس هم بکره پرته ده او لاهم د نړۍ د ژوندۍ ژبو په پرتله ډېر لږ کار ورته شوی، خو داسې ښکاري چې په وروستيو وختو کې پښتنو ژڼيو سمه د خدمت ملاورته تړلې او غواړي په لنډ وخت کې پښتو د ژباړې په مټ د نورو پرمختللو ژبو سياله کړي. خو څرنګه چې لا هم په هېواد کې د خپرونو منظم قوانين او د ژباړې معتبرې مؤسسې نشته ، نو ژباړونکي زياتره د يوه بل له کارونو نه خبريږي. کله کله داسې پېښ شوي ، چې څو تنه په يوه وخت کې د عين اثر پر ژباړه بوخت وي او کله هم زموږ ژباوړنکي نه پوهيږي چې دژباړې لپاره کوم اثر غوره کړي.
روهي وېب پاڼه غواړي د پښتو ژبې د چټکې ودې او د هغې له چوپړوالو او درنو ژباړونکو سره د مرستې لپاره د هغو چاپو او ناچاپو اثارو لېست چې وار دمخه پښتو ته ژباړل شوي خپاره کړي. همداراز موږ غواړو د هغو اثارو لېست چې پر ژباړه يې کار روان دی او د هغو اثارو لېست چې ژباړه يې زموږ لپاره اړينه ده، هم خپاره کړو . د دې تر څنګ به موږ هڅه وکړو د هغو اثارو لېست چې له پښتو څخه نورو ژبو ته ژباړل شوي او يا بايد وژباړل شي، هم خپاره کړو . خو د دغو ټولو چارو د ترسره کولو لپاره لپاره موږ ستاسو مرستې ته اړتيا لرو اوله ټولو هغو درنو ژباړونکو څخه چې غواړي کوم اثر وژباړي او يا يې ژباړلی وي ، هيله کوو چې د خپل کار په اړه موږ ته معلومات راولېږي او همداراز له ټولو درنو ليکوالو او ژباړونکو څخه هيله کوو چې د هغو اثارو د لېست په بشپړولو کې له موږ سره مرسته وکړي ، چې وار دمخه ژباړل شوي . که چېرې ژباړل شوي اثار ناچاپ وي، کېدای شي له همدې لارې يې د چاپ امکانات هم برابر شي. نو موږ به په دې برخه کې ستاسو د مرستو او مشورو په تمه يو.

په درنښت
د روهي وېب پاڼې چلوونکي
 

د کتاب ليکوال د کتاب نوم ژباړن خپروونکې د چاپ کال
محمد علي کهزاد د لښکرګاه کشف شريف الله دوست (( سرواني )) علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولنه .
Adele Faber and Elaine Mazlish Siblings Without Rivalry: How to Help Your Children Live Together So You Can Live Too ډاکټر نجيب زاخيلوال . 21.04.2010
صادق حسين صديقي سلطان محمد غوري - د سلطان شهاب الدين غوري په اړه تاريخي ناول ذبيح الله احساس . .
رنجن قانون ګو شېرشاه سوري او اس كا عهد- د شېرشاه سوري د ژوند په اړه تاريخي څيړنيز اثر ذبيح الله احساس . .
ارواښاد حمزه بابا نقش حيات- د حمزه بابا د ژوند او فن په اړه د هغه خپل اثر ذبيح الله احساس . .
Dr Ginott haim G Between parent and child new sloutions to old problems ډاکټر نجيب الله زاخيلوال . .
فيل ريس ( زده کوونکو او محصلينو ته د مطالعې په اړه 500 لارښونې) رفيع الله نيازی . ـ
مايکل چاسوفسکي دامريکادترهه ګرۍ په خلاف جګړه منتظرمسيد . .