
ډېرو قدرمنو ليکوالو او د پښتو ژبې درنو چوپړوالو ! که څه هم د خوشال بابا د وينا په مصداق پښتو لا اوس هم بکره پرته ده او لاهم د نړۍ د ژوندۍ ژبو په پرتله ډېر لږ کار ورته شوی، خو داسې ښکاري چې په وروستيو وختو کې پښتنو ژڼيو سمه د خدمت ملاورته تړلې او غواړي په لنډ وخت کې پښتو د ژباړې په مټ د نورو پرمختللو ژبو سياله کړي. خو څرنګه چې لا هم په هېواد کې د خپرونو منظم قوانين او د ژباړې معتبرې مؤسسې نشته ، نو ژباړونکي زياتره د يوه بل له کارونو نه خبريږي. کله کله داسې پېښ شوي ، چې څو تنه په يوه وخت کې د عين اثر پر ژباړه بوخت وي او کله هم زموږ ژباوړنکي نه پوهيږي چې دژباړې لپاره کوم اثر غوره کړي.
روهي وېب پاڼه غواړي د پښتو ژبې د چټکې ودې او د هغې له چوپړوالو او درنو ژباړونکو سره د مرستې لپاره د هغو چاپو او ناچاپو اثارو لېست چې وار دمخه پښتو ته ژباړل شوي خپاره کړي. همداراز موږ غواړو د هغو اثارو لېست چې پر ژباړه يې کار روان دی او د هغو اثارو لېست چې ژباړه يې زموږ لپاره اړينه ده، هم خپاره کړو . د دې تر څنګ به موږ هڅه وکړو د هغو اثارو لېست چې له پښتو څخه نورو ژبو ته ژباړل شوي او يا بايد وژباړل شي، هم خپاره کړو . خو د دغو ټولو چارو د ترسره کولو لپاره لپاره موږ ستاسو مرستې ته اړتيا لرو اوله ټولو هغو درنو ژباړونکو څخه چې غواړي کوم اثر وژباړي او يا يې ژباړلی وي ، هيله کوو چې د خپل کار په اړه موږ ته معلومات راولېږي او همداراز له ټولو درنو ليکوالو او ژباړونکو څخه هيله کوو چې د هغو اثارو د لېست په بشپړولو کې له موږ سره مرسته وکړي ، چې وار دمخه ژباړل شوي . که چېرې ژباړل شوي اثار ناچاپ وي، کېدای شي له همدې لارې يې د چاپ امکانات هم برابر شي. نو موږ به په دې برخه کې ستاسو د مرستو او مشورو په تمه يو.
په درنښت
د روهي وېب پاڼې چلوونکي
د کتاب ليکوال | د کتاب نوم | ژباړن | خپروونکې | د چاپ کال |
د ((داستان امير حمزه)) په نوم د خاطر غزنوي لخوا په اردو ژبه له حمزه بابا سره د هغه د ژوند او فن په اړه شوې مركه. | ښكليه كه دا غواړې چې حمزه څه دى!- حمزه پېژندنه | ذبيح الله احساس | د سالنګ كتاب خپرونكي لخوا چاپ شوى. | ۱۳۸۸ |
د ارواښاد استاد الفت او خليل جبران نثري ټوټې. | دوه ښارونه- نثري ټوټې | ذبيح الله احساس | مومند خپرندويه ټولنه | ۱۳۸۷ |
د ايرانۍ ليكوالې زهره روحاني د ((انتظار غريبانه)) په نوم ناول. | زما له غرونو پنا ياره- ناول | ذبيح الله احساس | د صميم خپروندېي ټولنې لخوا چاپ شوى | ۱۳۸۵ |
جبران خليل | ځګ او شګې | عصمت الله زهير | . | . |
له روسي ژبې څخه ژباړه | « جګړه» | منتظرمسيد | . | . |
حميده قربانعليزاده | بلوغ او د هويت ستونزه (ارواپوهنه) | حبيب وفار | دانش خپرندويه ټولنه | ۱۳۸۵ |
ليكواله: حميده قربانعليزاده | بلوغ او د هويت ستونزه (ارواپوهنه ) | ژباړن: حبيب وقار | دانش خپرندويه ټولنه. | د چاپ كال: ۱۳۸۵ |
بهرنګي، صمد | د مينې افسانه | احسان الله ارينزی | دانش خپرندويه ټولنه | 1385 |
بابايي، کورس | نن شپه اوښکې توييږي | سيد نظيم سيدي | صميم ادبي ټولنه | 1386 |
ايټول،بروس ډي او نور | نرم او سخت خبر | نذير احمد سهار | ميوند خپرندويه تولنه | 1387 |
اصلاحي، محمد يوسف | اسانه فقه | قاري حبيب الله صافی | ميوند خپرندويه ټولنه | 1386 |
اسپلين، ميکي | تور کالي لوچکان | محمود مرهون | سنځرخپرندويه اداره ، کندهار | 1386 |
اديب، همايون | پلټونکې خبريالي | امير جان وحيد احمدزی | د ختيځی سيمی ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه | 1387 |