سوله، شکونه او تورونه

 
افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له مشرانو بندیزونه لرې کړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، افغان حکومت د حزب اسلامي په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونو کمېټې ته د بهرنیو چارو وزارت له لارې رسمي غوښتنلیک استولی دی. افغان چارواکي هیله من دي چې دا غوښتنلیک به ژر ومنل شي او د حزب اسلامي افغانستان پر رهبرۍ لګېدلي بندیزونه به لري شي.
دا له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک په عملي کولو کې یو مهم ګام دی، که څه هم له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک په ځنډ عملي کېږي او په دې برخه کې ځینې ستونزې شته، خو دا ښه ده چې عملي کېږي او تر اوسه پورې مهم ګامونه اخیستل شوي دي. د افغانستان د خلکو هیله هم همدا ده چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک په بشپړ ډول عملي شي. نړیوال هم بايد د افغانستان د خلکو دې غوښتنې او هیلې ته مثبت ځواب ووايي او د حزب اسلامي د غړو نومونه له تور لېست څخه وباسي، تر څو د سولې هوکړه لیک په ښه ډول عملي شي. له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک عملي کول له دې اړخه هم مهم دي چې دا به له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره یوه ښه بېلګه شي.
د افغانستان حکومت او نړیوال اوس له همدې ازموینې سره مخ دي، که دوی په دې ازموینه کې بریالي شول، نو دا به وسله وال مخالفین هم باوري کړي چې د دوی له مخالف لوري سره د سولې اراده شته.  
په دې ورځو کې د افغانستان حکومت پر وسله والو طالبانو هم غږ کوي چې د سولې خبرو ته حاضر شي. په دې وروستیو کې اجرایوي رییس او ولسمشر دواړو له وسله والو طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته حاضر شي. د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې دواړه لوري د خبرو تر څنګ ځيني عملي ګامونه هم واخلي. اوس په کار ده چې له دواړو اړخونو ځیني ګامونه واخیستل شي، باید یو پر بل تورونه پرېښودل شي. د حکومت له اړخه دا خبرې کېږي چې ژمی را روان دی، نو طالبان غواړي د سولې په نامه وخت ضایع کړي او یا هم وايي چې پاکستان تر فشار لاندې دی؛ ځکه طالبان د سولې خبرې کوي. همداسې وسله وال طالبان هم وايي چې اوباما ویلي چې طالبان نه شي ماتولی؛ نو ځکه حکومت د سولې وړاندیزونه کوي. په کار ده چې نور دا ډول خبرې او تورونه ودرول شي. د افغانستان جګړه ګټونکی نه لري، دواړه لوري پوهېږي چې بل لوری په جګړه نه شي ماتولی، نو ښه خبره ده چې دوی د سولې خبرو ته سره کښېني او مخامخ یو له بل سره خبرې وکړي. دا خبرې کېدای شي چې په غیر مستقیم ډول او له وړو اړیکو او مسایلو پیل شي او وروسته بیا لویو او جدي مسایلو ته ولاړې شي. له همدې امله په کار ده چې د سولې په برخه کې د هر واړه پرمختګ هرکلی وشي او دواړه لوري د شکونو پر ځای له خپله اړخه مثبت ګامونه واخلي.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه