د ارواښاد استاد محمد صديق «روهي» په ياد!؟

لیکوال: عزيز تحريک

زما د: شعر، شاعرۍ، ليکوالۍ، ادبياتو او ژورناليزم لومړنی استاد زما طبيعي استعداد، د يوې ښُکلې نجلۍ سپېڅلې مينه، شخصي هڅې (تشبث)، پرله پسې مُطالعه، زيار او تکل دی!
خوپه دې ټولو برخو کې زما غېر مستقيم استادان سلګونه کسان او ګڼ شمېر کتابونه دي!! زما د شعري ـ ادبي استعداد په روزلو او غوړېدا کې د غېر مُستقيمو استادانو په نوملړکې مخکښ کسان دادي:
ارواښاد رحمان بابا، ملنګ جان استاد، مُفتي عبدالحنان، شېخ احمد خان، عبدالرحمن «الينګاری»، محمد نور بابا، عبدالله « خدمتګارـ بختانی »، پوهاند عبدالحی « حبيبي »، پوهاند سيد بهاوالدين «مجروح»، استاد نور محمد «غمجن ـ تميل »، پوهنمل شهسوار «سنګروال»،استاد عبدالرؤف « بېنوا »، مولانا قيام الدين « خادم »، امان الله « سېلاب ـ ساپی »، نور محمد « تره کی »، خوشحال خان « خټک »، پوهاند صديق الله «رښتين»، استاد سيد ګل پاچا « الفت »، عبدالرؤف « قتيل ـ خوګياڼی »»، زلمی «هېوادمل »، همېش « خليل »، غني خان « غني »، اجمل « خټک »، غوث « خيبري »، حمزه «شينواری » بابا، امين « افغانپور »، عبدالباري « جهاني »، استاد امير محمد « ياد » او... ؛ سربېره پردې د سلګونو شاعرانو ـ ليکوالو او څېړوونکو ګن شمېر کتابونه زما استادان دي!!
خو له ذکر شوو کسانو او ادبي اثارو پرته ارواښاد استاد محمد صديق « روهي »، پوهاند ډاکتر استاد مُجاور احمد « زيار »، ښاغلی غلام مجدد مُجددي سليمان « لايق » مې د: يوې، يوې ورځې لارښوونکي او په مُستقيمه توګه استادان دي!!
زما د زړه له تله درناوی هر يوه استاد او ادبي ـ فرهنګي مشر ته و، دی او زما تر مرګه پورې به هم؛ زما مل وي!!
زه اوس پر نورو يادو شوو سترو ادبي شخصيتونو باندې بحث نه کوم. يوازې په ډېر زيات مهربان استاد، د افغانستان د پښتوټولنې رئيس ارواښاد محمد صديق «روهي» صاحب باندې غږېږم. دهغه لارښوونې او نېک ياد له تاسو درنو لوستوونکو سره شريکوم.
(اول بايد دا خبره ذکر کړم چې ما د ارواښاد استاد محمد صديق «روهي» صاحب په هکله ډېره اوږده او هر اړخيزه څېړه او تحقيق کړی دی او هغه هر څه مې په خپل يوه خورا با ارزښته کتاب « کانونه او لعلونه » کې خوندي کړي دي!)
زما د شعرونو يوه قلمي ټولګه زړه سواند، د ورين تندي ـ مهربانه خصلت لروونکي او بې جوړې استاد «روهي » صاحب، زما د غوښتنې له مخې په ۱۳۶۳ کال کې «د افغانستان د ليکوالو په ادبي انجمن » کې وکتله، هغه يې اصلاح کړله، زما تېروتنې او نيمګړتياوې يې راته يو په يو په ګوته کړې!
ارواښاد استاد «روهي» راته په خپل رسمي دفتر کې وويل:
« تحريک صاحب! ما دتا دغه قلمي ټولګه سر ترپايه ولوستله او د تا په اجازې مې پکې ګوتې ووهلې، نو خدای دې وکړي چې ته را څخه خفه نه شې!»
ما ترې مننه وکړه او ډاډ مې ورکړ.
هغه راته وويل:
« ته د شعر او شاعرۍ فوق العاده ښه طبيعي او روان استعداد لرې ؛ د تا په شعرونو کې تېروتنې ډېرې لږې دي! خو دا يو څو ټکي مې واوره:
هرکله چې شعر ليکې، ژر يې مه پاک نويس کوه، ژر يې مه چاپوه، درې مياشتې يې له خپل ځان سره وساته، بيا يې ولوله او خپلې تېروتنې او نيمګړتياوې دې اصلاح او ډکې کړه، د درې ـ شپږو مياشتو په اوږدو کې يې خپلو ملګرو، انډيوالانو او صاحب نظرانو ته وښيه، د هغوی نظرونه او وړانديزونه پرې واخله؛ وروسته له نهو مياشتو يې پاک نويس کړه او چاپ ته يې وسپاره، ځکه چې شعرونه، هُنري ـ ادبي اثار تر هغه وخته پورې د شاعر او ليکوال شخصي مُلکيت دی، تر څو يې چې چاپ کړي او نشر کړي نه اوسي! کله چې يې خپل اثر چاپ او خپور کړ، نو بيا د ده له شخصي مُلکيت څخه اوځي او په ټولنيز ملکيت باندې بدلېږي! کله چې اثر د ټولنې د وګړو عام ملکيت شو، نو په هغه صورت کې د ټولنې وګړي حق لري چې خپل نظر ورباندې څرګند کړي. که چېرې اثر پوره ـ کره او غوره وي، نو د هغه د پنځوونکي قدر، درناوی او شخصيت په ټولنه کې زياتېږي او غوړېږي! خو که اثر نيمګړی او ضعيف وي ؛ نو بيا د هغه اثر شاعر، ليکوال د خلکو په نظر کې ډېر ټيټ معرفي کېږي او په ټولنې کې يې درناوی کمېږي!!...»
ما د منلي استاد محمد صديق «روهي» ټولې لارښوونې يو په يو د خپل شعري ـ ادبي لارې مشعل او څراغ وګرځاوه او له ۱۳۶۳ کال څخه تر همدا سږ کال ( ۱۳۹۵ )، تر همدې ننۍ ورځې او نېټې پورې 
مې پرې عمل کړی دی او کوم يې!
تاسې به يې هېڅ ونه منئ ( خو رښتيا وايم، دا مُبالغه نه نده! «باور پر ما ګنهکار بنده مه کوئ، پر خدای يې وکوئ! »)چې ما په ۱۳۷۱ کال کې او له همدغه کال څخه تر سږني کال ( ۱۳۹۵) پورې زرګونه شعرونه، علمي، ادبي، مقالې، معلوماتي اثار ليکلي او ژباړلي دي، خو تر اوسه پورې مې نه چاپ کړي دي! نه مې پاک نويس کړي دي! او نه مې هم چاته ښودلي دي! له ما سره اوس هم دا اندېښنه او وېره ملګرې ده، چې زما اشعار او اثار لا تر اوسه پورې خام دي! پاخه شوي، کره شوي او سره شوي نه دی!!
وروستۍ خبره مې داده، چې:
لوی او مهربان استاد ارواښاد محمد صديق « روهي » صاحب زه په خپل يوه مُهم تاريخي ـ ادبي کتاب«د پښتو ادبياتو تاريخ، معاصره دوره» کې درې، څلور ځايه د غوره او ممتازو شاعرانو او ليکوالو په جملې ګې حساب کړی يم او ماته يې ستر، نه هېرېدوونکی، ملي، تاريخي وياړ را بخښلی دی!
پاک خدای دې ورته د فردوس جنت ورکړي! روح يې آرام او نېک ياد يې تلپاتې و اوسه!!!