له فساد سره د مبارزې مسخره شوي شعارونه

 
له فساد سره د مبارزې په تړاو د ملي وحدت د حکومت شعارونه ورځ تر بلې مسخره کیږي. د ملي وحدت حکومت مشرانو تل له فساد سره د مبارزې خبرې کړې، خو دوی نه یوازې د فساد پر ضد مبارزه نه ده کړې، بلکې فساد ان د دوی تر لمنو پورې رسېدلی دی. د شفافیت د څار بنسټ تازه نظر پوښتنه ښيي چې اوس‎مهال په افغانستان کې د رشوت اندازه په کال کې درې میلیاردو ډالرو ته رسېږي چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په نسبت په کې یو میلیارد ډالره زیاتوالی راغلی دی. څېړنه ښيي چې افغانان په دولتي ادارو کې د خپلو کارونو د خلاصولو لپاره دغه رشوت ورکوي. دغه راز په یو تازه ګام کې د باروړونکو لاریو چلونکو هم کاربندیز کړی او ویلي یې دي چې په ناقانونه ډول ترې په لویو لارو پیسې اخیستل کیږي.
حکومتي ویندویان د تل په څېر پلمې کوي، د تل په څېر د خلکو په سترګو کې د خاورې اچولو هڅه کوي او تل د تېښتې لارې ګوري. دوی له یوه اړخه دا نه مني چې فساد زیات شوی او له بله اړخه فساد د تېر حکومت میراث ګڼي. دوی رښتیا ولس ته د لاسته راوړنې په توګه څه نه لري، بلکې کوښښ کوي چې هر څه تور وښيي، څو دوی پکې ورک شي. د افغانستان خلک پوهیږي چې د ملي وحدت په حکومت کې فساد اوج ته رسیدلی، خلک پوهیږي چې د فساد رېښې ان تر ارګ او اجرایوي ریاست پورې رسیږي. د افغانستان خلک پوهيږي چې دولتي څوکۍ پلورل کیږي، چارواکي قراردادونه خپلو زامنو او نورو نږدې خپلوانو ته ورکوي او هر څوک کوشش کوي چې خپل جیبونه ډک کړي. خلک یوازې اوري نه، بلکې خلک ویني چې فساد تر بل هر وخت زیات شوی دی، دوی له مفسدینو شکایت کوي، چیغي وهي، خو د ملي وحدت د حکومت مشران غوږونه نه لري.
چارواکو له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز جوړ کړ. خلکو او نړیوالو ته یې په تکرار ویل چې دا مرکز به لویې دوسیې وڅیړي او مفسدین به محاکمه کړي. دا دی ډېر وخت تېر شوی، دوی یوازې د څو وړو مامورینو دوسیې وڅېړلې او بس. تر اوسه پورې د هېڅ لوړي پوړي چارواکي د دوسیې د څېړلو او محاکمې په تړاو معلومات نشته. دغه راز لا هم له فساد سره مبارزه د یوې سیاسي وسیلې په توګه کارول کیږي. هغوی چې د ملي وحدت د حکومت له مشرانو سره جوړ دي، اوښان په بډه وهي او سرې سترګې ګرځي، خو هغوی چې د حکومت سیاسي مخالفین دي، له فساد سره د مبارزې د هڅو په نوم وېرول کیږي. له فساد سره مبارزه نشته او دا یوازې یو شعار پاتې شوی.
اوس خلک پوهیږي چې د ملي وحدت حکومت او فساد نه جلا کېدونکي دي. تر هغو چې دا حکومت وي، دا یې مشران وي، تر هغو به نه یوازې فساد وي، بلکې ورځ تر بلې به زیاتیږي. له فساد سره د مبارزې لپاره د ارادې ترڅنګ له فساد څخه پاکو کسانو ته هم اړتیا ده.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه