
ژباړن : عطا محمد میاخېل
هغه شپه کریم خوب وې نه وړ، هر څومره یې چې کوښښ وکړ خوب ورنغی او هڅې یې بې پایلې وې. هغه وېرېده، هر څومره چې شپه پخېده، نو ډار یې هم زیاتېده . د خلکو او موټرو غږونه هم کم شوي وي . کریم فکر کاوه، چې نور غږونه اوري، چې هم عجیب دي او هم وېرونکي . زړه یې بېدرېغه درزېده . بیا یې هم غوږ ونیوه، نور یې زغم پای ته رسېدلی و او غږ یې وکړ : مور جانې ... مور جانې ! وروسته یې خپل مخ په بالښت پټ کړ . د کوټې په تیاره او سکوت کې یې خپل غږ هم ورته وېرونکی و، کله چې کریم د خپلې مور د پښو غږ واورېده، لږ آرامه شو او د خپل خوب په بستره باندې کیناسته. مور یې کوټې ته را ننوته او کریم ورو وویل : مور جانې ! ډارېږم، وېرونکي غږونه اورم. موریې پوښتنه وکړه : څه ډول غږونه اورې کریم جانه ؟ کریم بیا هم ورو وویل : د ساه ایستنې ډېر ځواکمن غږونه اورم، د یوه دېو د ساه ایستنې په څېر . تاسو دا غږونه نه اورئ؟ مور څو شېبې غوږ ونیوه او وې ویل : پوهه شومه، پاڅېږه، چې وګورو څوک دی ؟ مور یې د کریم لاس ونیوه او دواړه مخامخ کوټې لاړل، چې یو له مېلمنو څخه یې پکې ویده و، مور یې ورو وویل : ښه غوږ ونیسه ! کریم له څو شېبو غوږ نیولو څخه وروسته په تعجب سره وویل : دا خو په خوب کې د مېلمه د خرهاري غږ دی، له دې وروسته دواړه د کریم د خوب کوټې ته راغلل، ناڅاپه کریم بیا وویل : په هغه ځای کې څه دي ؟
کریم د خپلې مور لاس کلک ونیوه او وې ویل، ډیناسور ... هغه دې په فلمونو کې نه دی لیدلی ؟ زه ډېری شپې غږ یې له کوڅې څخه اورم، مور یې د دې خبرې له اورېدو وروسته وویل : دا ډینا سور نه دی، د ګاونډي د ګراچ د دروازې د راټیټېدو غږ دی. مور پرده بېرته کړه او کریم له کړکۍ څخه بهر وکتل، بیا هم مور یې وویل : ودې لیدل، زموږ ګاونډی ناصر خان دی، چې خپل موټر ګراچ ته ننباسي، بیا هم کله چې د ګراچ فلزي دروازه یې را ټیټه کړه . غږ یې د لومړي غږ په څېر و، کریم وویل : بالاخره پوه شوم، چې دا غږ د ډیناسور نه و . رښتیا کوم غږونه، چې په ورځ کې اورو د شپې له غږونو سره توپیر لري، له یوبل سره څومره زیات توپیر لري . مور یې وویل : سمه ده، تر اوسه بل غږ هم وېرولی یې ؟ کریم په ډېر ځیرکتیا خپل شاوخوا ته غوږ ونیوه او ناڅاپه یې د خپلې مور لاس ونیوه او وې ویل : بیا راغلل، مور یې وپوښتل : څوک بیا راغلل ؟ کریم لکه څنګه چې غږ یې اورېده، وې ویل : الوتونکي قابونه، د ماشین غږ یې اورې ؟ د غږ له اورېدو وروسته، مور یې په خندا وویل : را ځه هرومرو یې خواړه درته راوړي، مور او کریم د پخلنځي په لور روان شول، مور د څراغ له روښانه کولو وروسته وویل : کوم غږ، چې تا اورېده د یخچال د ماشین غږ دی، ماشین مو ور بدل کړی دی، پوهېږې د همدې ماشین کار د یخچال د سړېدو سبب ګرځي، په ورځ کې د دې له پاره د یخچال د ماشین غږ نه اورو، چې نور غږونه شتون لري، مور یې د یخچال دروازه پرانیسته او وې ویل : یوه پیاله شیدې در کووم، چې لږ آرامه شې، کریم وویل : ما تر اوسه تېروتنه کړې ده او څوک چې د کوم څیز په اړه فکر وکړي، نو هماغه څیز ویني، په داسې حال کې، چې هغه څیز شتون نه لري، په ځانګړې توګه د انسان په خپل کور کې، په هېڅ صورت باید ونه ډار شو، ځکه چې داسې څیز نه شته، چې سړی ترې ووېرېږي .
مور یې وویل : شاباس زویه، اوس پوه شوې، چې خبره څه ده ؟ هر غږ چې د انسان د وېرې سبب ګرځي، باید لومړی هغه وویني، چې څه دی ؟ کله چې سړی پوه شو، نو هغه وخت نه ډارېږي، ډېری وېرې له ناپوهۍ څخه را منځته کېږي . اوس لاړ شه په آرامه ویده شه، چې سبا له خیره به ښوونځي ته ځې .