د ماشوم پر شخصیت باندې د لوبې کولو اغېز

ژباړه: عطا محمد میاخېل
  ماشومانه لوبې د ماشوم د شخصیت په روزنه کې ستر رول لري.
  ستاسو ماشومان کولای شي په فرضي توګه له خپلو دښمنانو سره وجنګېږي یا له خپلو ناوکیو سره لوبې وکړي، په دې ډول لوبه کې مهمه داده، چې ستاسو ماشوم له خپلې تخیلي قوې څخه د ګټه اخیستنې په حال کې دی او همدا د دې لامل کېږي، ترڅو وکولای شي، دا قوه د وخت په تېرېدو وروزي.   
   معمولاً میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د لوبې کولو له صحنې څخه د خوند اخیستلو سره بېره، هغې ته د ځان له پاره د تفریح زنګ په توګه هم ګوري، تر څو وکولای شي د ماشومانو له شیطانت څخه لږ هوسا شي او آرام وکړي. ښایي کله وخت یې هېر کړي، چې همدا لوبې دي، چې د ماشوم د شخصیت په روزنه کې ستر رول لري. په همدې دلیل موږ په څو ټکو کې د ماشوم په اروایي روغتیا او دغه راز د هغه په شخصیت باندې د تاسو له پاره د لوبې له اغېزې څخه یادونه کوو.
   کله وخت لویان د ورځنیو پېښو په منځ کې دا هېروي، چې له خپلو ماشومانو سره د هغوی عمر ته په پام سره چلند وکړي او ناخبره له هغه څخه د لا زیات درک تمه لري، خو باید په یاد ولرئ، چې ماشومانو ته فلسفه ونه وایئ او د هغوی له پاره له قانون او ادب څخه خبرې مه کوئ، هغوی پرېږدئ، چې ماشومتوب وکړي.
   ماشومتوب کول، هماغه لوړې خنداوې دي، چې له هغه څخه کله وخت سمې او کله وخت هم پرې کړې ـــ پرې کړې را منځته کېږي. ماشومتوب کول هماغه بې بانې او بانه لرونکې ژړاوې دي. ماشومتوب کول در کور په کنج کنج کې د بې مفهومه او پېچلو لوړ غږونو ایستل او نه پای ته رسېدونکې لوبې دي. 
   ماشومان پرېږدئ، چې لوبې وکړي؛ څه یوازې، څه له خپل ورور او خور سره. دغه راز هغوی پرېږدئ، چې د کورنۍ او آشنایانو، ستاسو د دوستانو له ماشومانو او پردیو همزولو سره لوبې وکړي. که چېرې تاسو د هغه د اړتیاوو پوره کېدو لکه کور او ژوند په لټه کې یاستئ، هغه هم په ډېره مینه او لېوالتیا د خپلو اړتیاوو د پوره کولو په لټه کې دی.
دا ډول لوبې کول کولای شي د ماشوم پر شخصیت باندې داسې اغېزې وښندي:
۱ ـــ کله چې ماشوم د خپلو اړیتاوو د پوره کولو په لټه کې پرېښودل کېږي، د هغه اسباب، دننني او بهرني ټول کارونه یې فعالېږي، د نننۍ آرامتیا تر لاسه کوي، تمرکز کوي، خپل فکر په کار اچوي او خپل خلاقیتونه څرګندوي.
۲ ـــ د ماشوم آرامتیا له هغه څخه راتلونکې ته هیله من، خوش بین او روغ شخصیت جوړوي.
۳ ـــ کله چې تمرکز کوي، نو د پروګرامونو د طرحه کولو ځواک تمرینوي. کوم ماشومان چې تمرکز کول زده کړي، نو په ستروالي کې به ستر او بریالي مدیران شي.
۴ ـــ کله چې فکر کوي، نو اوږدو مهالو، منځ مهالو او لنډ مهالو تګلارو ته لاسرسی پیدا کوي.
۵ ـــ کله چې ماشوم په یوازې توګه لوبې وکړي، پخپله خپل وخت او امکانات مدیریت کوي او دا چې له تکرار سره مخامخ کېږي او له تکرار څخه ستړی کېږي، هڅه کوي، چې د لوبو له پاره بله لاره ولټوي. 
۶ ـــ کله چې له نورو سره لوبې وکړي، کورنۍ او ټولنیزې اړیکې آزمویي، خو کله چې محافظه کارې میندې د بېځایله حساسیتونو له امله د دې درندو تجربو مخه نیسي، کولای شو د لوبې د آزادۍ پرځای هغه په نورو څیزونو بوخت کړو؛ ځکه ماشوم دی او ذهن یې ډېر ژر بوختېږي، په دې صورت کې مو په هماغه کچه د هغه له ودې څخه مخنیوی کړی دی، که څه هم چې په نورو برخو کې مو کوچنی وده ورکړې وي.   
   لوبې باید زموږ د ماشومانو له روغتیا سره په اړیکه کې وي، غوره ده، چې دا لوبې زموږ د ماشومانو د خوځښت سبب هم شي له دې جملې څخه کولای شو: له بایسکل ځغلونې او کور جوړونې او غشي ویشتنې څخه یادونه وکړو. دا لوبې د دې سبب ګرځي، ترڅو ماشومان له خپل خلاقیت څخه لا ډېره ګټه واخلي او په هغه خوځښت سره چې لري یې خپله روغتیا هم ښه کړي.  
  د څېړونکو د کلونو څېړنو پربنسټ، هغوی دې پایلې ته رسېدلي دي، چې لوبې کولای شي، د ماشومانو د جسمي او ذهني ودې له پاره یو له مهمو لاملونو څخه واوسي.          
فرضي لوبې:
 ستاسو ماشومان کولای شي په فرضي توګه له خپلو دښمنانو سره وجنګېږي یا له خپلو ناوکیو سره لوبې وکړي، په دې ډول لوبه کې مهمه داده، چې ستاسو ماشوم له خپلې تخیلي قوې څخه د ګټه اخیستنې په حال کې دی او همدا د دې لامل کېږي، ترڅو وکولای شي، دا قوه د وخت په تېرېدو وروزي.   د دې لوبو په ترسره کولو کې ماشومان د مغز له څو برخو لکه: تفکر، خوځښت، تخیل، احساس او نورو څخه په هم مهالې توګه مرسته اخلي. څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي، هغه ماشومان، چې دا ډول لوبې ډېرې ترسره کوي، ذهن یې د پېچلو تصمیمونو د نیولو له پاره په غوره توګه فعالېږي.
کور جوړونه:
  کور جوړونه د ریاضي ځواک ډېروي ؟  ښایي دا جمله په ټولیزه توګه سمه نه وي، خو باید ووایو، چې د پوهانو د راپورونو پربنسټ، د هغوی له ډلې څخه څو تنو یې یو شمېر ماشومان د ماشومتوب له عمره تر نظر لاندې لرل او دېته یې پام شو، هغه ماشومان، چې په ماشومتوب کې په دې لوبه بوخت ول په لوړ عمر کې یې ریاضيکي مسایل په ښه توګه ترسره کول، دغه راز دا ماشومان له نورو څخه په غوره توګه کولای شي ستونزې حل کړي.
تخته ایزې لوبې:  
  دا لوبې کولای شي، د ستاسو له ماشومانو سره ډېره زیاته مرسته وکړي، له دې لوبو څخه کولای شو پای روانک یا دې ته ورته نورو لوبو ته اشاره وکړو، دا لوبه کولای شي ستاسو ماشوم ته د ریاضي بنسټ یانې د شمېرو شمېرل ورزده کړي او دغه راز د تصمیم نیونې ځواک یې پیاوړی کړي.      
له کور څخه بهر لوبې:
   د کمپیوټر او ټلویزیون په څېر وسایل ماشومان په کور دننه ساتي، خو باید پوه شو، چې ډېر ښوونیز فرصتونه له کور څخه بهر شتون لري، اجازه ورکړئ، ترڅو ماشومان مو له کور څخه بهر لوبې وکړي، دا کار د دې سبب ګرځي، ترڅو د هغوی فرهنګي کچه لوړه شي او دغه راز د دې سبب ګرځي، تر څو په سختو شرایطو کې په خپل ذهن باندې فشار راولي، ترڅو وکولای شي، یو سم تصمیم ونیسي.