د پنځه کلن ماشوم ټولنیزه وده

ژباړه: عطا محمد میاخېل 
    کورنۍ د پنځه کلن ماشوم نړۍ ګڼل کېږي. معمولاً د هغه لومړنی سرپرست مور ده، چې د ډېری فعالیتونو مرکز دی. د ماشومانو دا خوښېږي، چې خپله مور خوشاله او راضي وساتي، له هغې سره د کور په کارونو کې مرسته وکړي او په بشپړه توګه د هغې ترڅنګ وي.
   که څه هم پنځه کلن ماشومان له خپلې مور سره نیږدې اړیکې لري، خو له پلار سره اړیکه هم ورته په زړه پورې ده، هغوی له پلار سره د اړیکې له پاره د ځانګړو موقعیتونو په تمه دي او ډېر خوند ترې اخلي.
   ښایي په دې عمر کې ستاسو ماشوم، د یوې ټولګې په توګه د کورنۍ په اړه ځواکمن احساسات ولري او په ځانګړې توګه له جشنونو څخه، لکه د زېږون له جشن او رخصتیو څخه خوند واخلي. په دې دوره کې له نېکه او نیا سره اړیکه ډېره مهمه ده، په ځانګړې توګه که چېرې تاسو ته نیږدې ژوند وکړي او تل له تاسو سره په اړیکه کې وي.
  ماشومان په دې عمر کې له خپلې کوچنۍ خور او ورور سره په ښه توګه لوبې کوي، په ځانګړې توګه نجونې، چې ملاتړ کوونکی، مهربان او مورنی چلند لري. کله چې ماشومان له خپلې کوچنۍ خور او ورور سره یوازې پاتې کېږي، معمولاً د ځورولو او د لوبو د وسایلو د اخیستلو خاص موارد لیدل کېږي.  
   له ماشومانو سره لوبې کول، نور نو په دې عمر کې نسبتاً ښه وده لري. ماشومان تر ډېره غوره ګڼي، چې له کور څخه بهر لوبې وکړي. ډله ایزې لوبې معمولاً په دریو کسانو پورې محدودېږي او که چېرې له درې کسانو څخه زیات شي، ښایي جګړه را منځته شي.
   کله چې ماشومان د فعالیتونو همغږي کول پیلوي، نو د هغوی ترمنځ رښتینې ګډه همکاري را منځته کېږي. پنځه تر شپږ کلن ماشومان د ځان له پاره دوستان او ملګري پیدا کوي، هغوی کولای شي، له نورو ماشومانو سره رقابتي یا هغو لوبو ته مخه کړي، کومې چې همکارۍ ته اړتیا لري.
   په دې عمر کې لوبې آګاهانه، اړخیزې او پېچلې کېږي. ټولنیزې ځانګړتیاوې لکه مشري ( رهبري ) واک غوښتل او همکاري لاپسې روښانه کېږي او معمولاً په دې باندې چې له چا سره مینه لري، څوک له چا سره لوبې وکړي، څوک په لوبه کې وي او څوک نه وي، شخړه را منځته کېږي.
   اصلاً پنځه کلن ماشومان ډېر ژر خپل دوستان بدلوي. د نجونو جګړې تر ډېره لفظي او د هلکانو جګړې فزیکي وي.
  که څه هم هلکان د جنسي توپیرونو په اړه ځیرک دي، خو نجونې او هلکان په لویه کې له یو بل سره په ښه توګه لوبې کوي. ښایي ماشومان د مخالف جنس په جنسي غړو باندې د پوهېدو له پاره او یا هم له خپل هم جنس سره د ځان پرتله کولو له پاره د ډاکټر لوبې وکړي، خو والدین نباید په دې اړه افراطي غبرګون ښکاره کړي، بلکې باید هڅه وکړي، چې لوبه د یوه مناسب فعالیت په لور سوق کړي. وروسته کله چې له خپل ماشوم سره یوازې شول، نو غوره ده، چې د نجلۍ او هلک ترمنځ د توپیرونو په اړه له یو بل سره خبرې وکړي.
  دغه راز باید د بدن د بېلابېلو غړو په اړه بحث وکړئ او پر دې ټکي باندې ټینګار وکړئ، چې د بدن ځینې غړي عمومي دي او ستونزه نه شته، چې نور یې وویني، خو ځینې نور یې خصوصي دي او نورو ته اجازه نه شته، چې وې ویني.
  د دې له پاره، چې پوه شئ، څومره معلومات د ماشوم په واک کې ورکړئ، باید دې ټکي ته ښه پام وکړئ، چې هغه تر کومه بریده د پوښتنو په مطرح کولو کې مخکښ کېږي، ځینې په ډېرو کمو معلومات باندې قناعت کوي او ځینې ډېرې پوښتنې لري او غواړي، چې ډېر پوه شي. هغه څه چې باید په یاد یې ولرئ دا دي، چې ستاسو د ماشوم چلند، د هغه له طبیعي ځیرکتیا څخه سر چینه اخلي.
   پنځه کلن ماشومان معمولاً له خپلې نړۍ څخه راضي او خوشاله دي، تر ډېره په دې نړۍ او په اوس کې ژوند کوي او خوښېږي یې چې خپل شاوخوا خلک خوشاله وساتي. مناسب چلند لري او تر ډېره رښتیا ویونکي دي.
   په دې حالت کې ښایي پنځه کلن ماشوم د سم او ناسم په تشخیص کې له ستونزې سره مخ شي. درواغ ویل معمولاً د مشرانو د پام را اړولو له پاره دي. که چېرې کومې موضوع ستاسو پام او فکر ځانته را اړولی وي، په داسې حالت کې ماشوم درواغ وایي، ترڅو ستاسو پام د ځان خواته را واړوي.
   په دې عمر کې د ماشومانو درواغ ویل ښایي د والدینو د هوکړې د تر لاسه کولو له پاره یوه لار وي، که چېرې ماشوم ستاسو د معیارونو پر خلاف کوم کار ترسره کړی وي، یو کوچنی دروغ ښایي تاسو ته له ځواب درکولو څخه د تېښتې له پاره یوه مناسب لار وګڼل شي.
   له سزا څخه وېره، په دې عمر کې د درواغ ویلو له پاره درېیم عمده دلیل دی، که چېرې ستاسو سخت مقررات ماشوم اندېښمن کوي، ښایي د دې وخت را رسېدلی وي، چې په خپلو انظباطي تګلارو باندې له سره کتنه وکړئ.
   ډاډه اوسئ، چې متناسبه سزا له غلطۍ سره ده او په یاد ولرئ، چې پنځه کلن ماشوم نه شي کولای، چې په ښه توګه د سم او ناسم ترمنځ توپیر وکړي. پنځه کلن ماشومان پیاوړې تخیلي قوه لري، چې ښایي په درواغ ویلو سره تېرووځي.
  په پای کې تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې له دوه ګونو معیارونو څخه ډډه وکړئ. کله چې مور د ټیلیفون په ځواب کې وایي، چې خاوند یې په کور کې نه شته، په داسې حال کې، چې هغه په کور کې دی، ماشوم چې د دې پېښې شاهد دی، په دې باندې نه پوهېږي، چې ولې د هغه کار له پاره سزا ورکړل شي، چې مور یې هم ترسره کوي.