د ماشومانو د شپنۍ ژړا کنټرول

ژباړن. عطا محمد میاخېل
   ژړل د اړیکې د تینګښت له پاره د ماشومانو یوه له طبیعي لارو څخه ده. ټول ماشومان ژاړي، ځینې کمه او ځینې ډېره او داسې ښکاري، چې د ډېری والدینو خواشیني او اندېښنه د ماشوم د کمې او زیاتې ژړا په خاطر ده.
د ماشومانو د شپنۍ ژړا د کنټرول لارې چارې.
ـــ لږ صبر وکړئ، ترڅو د ژړا ډول تشخیص کړئ.
ـــ هغه ته ورشئ، خو څراغ مه روښانه کوئ.
ـــ په هېڅ وجه له هغه سره خبرې مه کوئ او سترګو ته یې مه ګورئ.
ـــ شا او خېټې ته یې لږ لږ په خپلو لاسونو ماساج ورکړئ او آرام یې کړئ.
ـــ کمپله یې منظمه کړئ او له کوټې څخه بهر شئ.
ـــ بل ځل یې که بیا وژړل، د مخکیني ځل په پرتله دوه برابره صبر وکړئ او وروسته هغه ته ورشئ او هماغه کار ترسره کړئ، کوم چې مخکې مو ترسره کړی و.
ـــ هڅه وکړئ او کارونه نیم ګړي مه پرېږدئ.
ـــ که چېرې ماشوم ستاسو خوب ځای ته راغی، هغه په ډېرې آرامۍ خپلې کوټې ته یې بېرته ور وګرځوئ او په خپل خوب ځای باندې یې ویده کړئ.
ـــ کله چې د پام را اړولو له پاره ژاړي، نو د نالیدلي نیولو او نه پام کولو له تګلارو څخه کار واخلئ. پرېکنده واوسئ او خپلې خبرې په داسې ډول وکړئ، چې ماشوم داسې احساس وکړي، چې تاسو جدي یاستئ.  
ـــ که چېرې ماشوم مو په غیر عادي ډول ژاړي، نو هغه روغتیا پال ( ډاکټر ) ته ورولئ، ښایي ژړا یې د اندېښنې او ناروغۍ له امله وي.
ـــ  پښې یې په تړمو اوبو کې کېږدئ.
پایله اخیستنه.
   تاسو والدین کله چې ماشوم مو ډېر ژاړي او چیغې وهي، هر څه مو چې په لاس کې وي، پرځمکه یې کېږدئ او پرته له ځنډه هغه ته ورشئ، ستا ځواب، ستاسو په قضاوت پورې تړاو لري، هر ډول ځای چې وي، هېڅکله اجازه مه ورکوئ، چې نوی زېږېدلی ماشوم ډېر وژاړي، په دې حالت کې هغه باید زده کړي، چې تاسو یې مرستندوی یاستئ، نه د هغه غلامان او مریان، په نورو مواردو کې هم له پورته یادو شوو تګلارو څخه مرسته وغواړئ.