د لویانو فکرونه او خبرې/(دوهمه برخه)

 
لکه څرنګه، چې سفنج اوبه جذبوي همدارنګه تاسو هم کولای شي، غوره فکرونه جذب کړئ او د خپلې موخې په ټاکلو او هغې ته د ځان په رسولو کې ترې ګټه واخلئ.
«توماس ادیسون»
 
د چا، چې خپل فکرونه او اطاعتونه سم او تنظیم نه وي، هر څومره ډېر، چې پوهېږي همدومره ډېرې تېروتنې کوي.
«ژرژ هربرت»
 
کوم فکرونه، چې د خپلې راتلونکې په اړه لرو، د هغې ترښځې مثال لري کومه، چې زموږ د راتلونکي ژوند د تهداب یا بنسټ تیږه تراشي او جوړښت ورکوي.
«آنتوني رابنز»
 
ژوند هغه پدیده، چې یوازې دوې ډلې نه شي کولای بدلون ورکړي، اول د لېونیانو لېونتون دهم د مړو هدیره.
«اورت دیرکس»
 
تر ټولو آرامه کلیمې دي، چې طوفان له خپل ځان سره را ولاړوي، نړیوال ګواښي. هغه فکرونه، چې د کوترو په پښو مخ پر وړاندې راځي.
«نیچه»
 
که څه هم د فکرونو د څرګندونې وسیله یوازې ژبه ده، خو سره له دې همدغه ژبه د فکرونو د څرګندولو تر ټولو ستره مانع هم ګرځي.
«آرتور شوپنهاور»
 
هر څوک، چې له ژمنې کولو تېرېږي کولای شي پرته له کوم زحمت، پردې او ساتونکي د لویانو د فکرونو ګلستان ته ور ګډ شي.
«ساموئل اسمالیز»
 
فقیران او مسکینان کولای شي پرته له اندېښنې څخه د لویانو له غوره فکرونو او ویناوو ګټه واخلي، معنوي ګلستان ته خو هسې یوازې د سودا د ننه کېدو اجازه ده.
«اسمایلز»