د ژوند، پوهې او تجربې په اړه

لیکوال: Doctor ASKY
ژباړه اکبر حقمل معینزی
۱ کله، چې تاسو ژړېږئ، نو هېڅوک ستاسو اوښکو تویولو ته پام نه کوي.
کله، چې تاسو اندېښمن کېږئ، نو هېڅوک ستاسو درد نه احساسوي.
کله، چې تاسو خندېږئ، نو هېڅوک ستاسو مسکا نه ويني.
کله، چې چا ته سلام نه ورکوئ، نو ټول مو مغرور بولي.
خو کله، چې سلام ورکوئ، نو بیا مو مطلبي بولئ.
۲ زه کله لوېږم
کله پورته کېږم
کله نا کله تېروتنې کوم؛
خو په اصل کې زه ژوند کوم او له هر څه پند او خوند اخلم، نوي درسونه زده کوم.
زه ډېری وخت ټپي شوی یم، خو تر اوسه لا ژوندی یم.
زه انسان یم زه تېروتنه کوم او زه له هره اړخه بشپړ او پوره نه یم؛
بلکې زه هر څه یو لوی درس ګڼم او په خپل ځان کې مې اړین سمونونه راولم.
۳ ژوند یوه پانګه ده؛ مهربانه اوسه، خو دومره نه، چې څوک درته زیان ورسوي.
پر هر چا باور کوه، خو دومره نه، چې څوک مو دوکه کړي.
قناعت کوه او قانع اوسه، خو دومره نه، چې کار کول ودروئ.
۴ زموږ په اړه ستاسو فکر او انګېرنه ستاسو انعکاس دی؛ هر ډول، چې زموږ په اړه فکر کوئ، تاسو هم همدا ډول یاست.
۵ ځینې وخت زه خپل احساسات له خپل ځان سره ساتم ځکه ډېره ستونزمنه وي، چې یو داسې کس پیدا شي، چې پوه شي.
۶ ډېره ستونزمنه وي، چې په میاشتو او کلونو له یوه کس سره خبرې ونه کړې، خو هېڅ کله دې له ذهن څخه نه وځي بلکې هره ورځ د په ذهن او فکرونو کې ګرځېږي.
۷ ځینې وخت سړی یوازې باید مړ شي او بیا ځلې وزږېږي او د یوه پیاوړي کس په څېر له سره بیا ځلې لوی شي.
۸ په هر څه، چې باور لرئ همغه به درپېښېږي.