ژوند، پوهه او تجربه/ (۲)

لیکوال: D ASKY
ژباړه محمداکبر حقمل معینزی
اندېښنې د سبا ورځې ستونزې له منځه نه وړي، بلکې د نن ورځې ارامي له منځه وړي.
هېڅوک له لوړ والي څخه نه وېرېږي، بلکې ترې له لوېدو څخه وېرېږي.
هېڅوک له لوبې کولو څخه نه وېرېږي، بلکې له بایللو یې وېرېږي.
هېڅوک له تیارې څخه نه وېرېږې، بلکې له دې وېرېږي، چې په تیاره که به څه وي.
هېڅوک له دې څخه نه وېرېږي، چې ووايي «زه درسره مینه لرم»، بلکې په زړه کې له هغه چا څخه وېره لري کوم ته، چې د مینې څرګندونه کوي.
مجرد او یوازې اوسېدل دا مانا نه لري، چې تاسو کمزوري یاست؛ بلکې دا مانا لري، د کوم څه، چې تاسو وړ یاست هغو ته د په تمه پاتې کېدو بشپړه وړتیا لرئ او تاسو ته پیاوړي کسان ویل کېږي.
که چېرې چا غوښتل له یوه ځای څخه مو وباسي، نو پرته له تشریح ورکولو څخه ترې مه ځئ.
کوم څه مو، چې خوښېږي پرې باور ولرئ، یوازې پر نورو د باور کولو پر ځای په خپل ځان باور ولرئ.
هڅه وکړئ، چې هره ورځ درې وګړي وخندوئ؛ دا د دې تر ټولو اسانه لار ده، چې له نړۍ څخه یو ښکلی ځای جوړ کړئ او خپل باور مو پیاوړی کړئ.
له ځان سره مو مینه وکړئ، ځان ته مو په داسې ډول خبرې وکړئ، لکه چاته، چې د خپلې مینې څرګندونه کوئ.