د وردګو اسامه بن لادن

د وردګو اسامه بن لادن
یو خیرن طالب په ټول ولایت راج چلوي.
ملاقاسم، په ونه لنډ، په تنه وچ، د بې وزله سړي زوی دی، نه تعلیم شته، نه ملا دی، بس د سیمې یو لوفر دی، چالاکه دی، خونړی دی او د چا د عزت پروا نلري. په آرامو خلکو بدماشان حاکمیت چلوي. 
قاسم ملا د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو په ظریف خیلو کې پیدا شوی، او چې هرقدم په ځمکه ږدي، هر نفس چې اخلي یو وحشت دی. دومره خلک چې دده په لاس او دده په امر ووژل شول، څلور هدیرې ترې جوړیږي. څوک یې په مخ کې سوڼ نشي وهلی، چا یې لا عکس وانخیست. له څو چاپو او عملیاتو ژوندی ووت، دی وايي دعا مې زده ده په ځان یې چپ کوم خدای مې ساتي، ملګري یې وايي لکه پشۍ اوه څټې دمه لري، خو هغه خلک چې په ککریو کې یې ماغزه دي وايي دا یو خطرناک جاسوس دی. 
که په امنیتي ادارو کې دده نوم یاد شي، لکه بن لادن چې یاد کړې، خو چې نه وژل کیدای شي سړی حیران شي څه خو حتمي شته. 
حج ته لاړ و، په پاسپورت په ویزه.... هلته یې ښه پریمانه چنده ټوله کړه، په سعودي کې میشت اکثره مذبذب پښتانه یې پرخواو شا راټول وو، میلمستیاوې یې ورته کولې او د خپل قهرمان په سترګه یې ورته کتل.
تیر کال د ابکذار په خوشکل کلي کې یې یوه ښکلې او معصومه نجلۍ ترسترګو کړه، د هغې پلار یې وګواښه او نجلۍ یې کورته راوسته دا یې دویمه میرمن شوه. د جلګې د ګچو په کان کې یوه برخه ددولت ده، یوه د امارت او بله د ملاقاسم. هره دعوه او قضیه په زور فیصله کوي او پکې په لکونو پیسې اخلي. ورو یې په دوبۍ کې ناست دی، ترټولو غټ سوداګر، ترټولو خطرناک بزنس مین، د کابل دا شیک او ساټو باټي چارواکي چې دوبۍ ته لاړشي دده میلمانه وي. داسې خلک ورسره کیني، چې زموږ د حکومت دویم نمبر لوی چارواکي ګڼل کیدای شي. همدا سړی بیا له دومره جاخو سره وطن ته راځي او په ټوله ولسوالۍ کې ارتې تڼۍ ګرځي.
څوک یې په مخ کې په لوړ اواز خبرې نشي کولای، اخري خبره یې په مرمۍ وي. د کلیو پراختیا وزارت ټولو پروژو کې نیم دده سهم دی. پروسږ کال چې د انکشاف دهات د یولسو لکو کومه پروژه وه څلور لکه یې ده ته ورکړې. په سړک کې پیسې اخلي، له بندي‌پیسې اخلي، د اختطاف بانډونه لري او دعشر نیمه برخه کوټې ته ځي نیمه دده ده. اوس کروړپتي‌دی. 
ځکه دومره مهم شو، چې جاني دی، ظالم دی، ځکه مهم شو، چې اصلاً د کندهار دی او له کوټې شورا سره یې په همدې شناخت اړیکه جوړه کړې ده. 
دا سړی په وردګو کې یو امپراتور دی، یو جلا حکومت دی، ددولت حاکمیت په میدان او د څو ولسوالیو په دیوالونو کې رامحاصره دی خو د قاسم ملا حاکمیت د ولایت ترګوټ ګوټ او کور کور غځېدلی. 
دومره مهم سړی څنګه د ۳۴۰ زره امنیتي ځواک په موجودیت کې له اتو کلونو راهیسې په سیمه راج چلوي او یو عظیم قوم یې یرغمل کړی دی؟ 
دې سوال ته تاسو ځواب ومومئ.