يو څـــــــو زاڼې د زاڼو لـــــه قطاره ووتې
ګېډۍ ګېډۍ لمبې مې له پرهاره ووتې
د بل کهکشان غېږ کې چې جلوه جلوه شوې ستوريه!
ګېلـــــــــې مـــې له ستومان ارمـــــان مــــــداره ووتې
په غشو ګوتې پرې شوې د ښايست د مطربانو
نغمـــــې د تورو څـــــــــــڼو لـــــــه هر تاره ووتې
سيالۍ کـــــــې د رندانو مــــې جنون ونه ګټلو
ژوندۍ ژوندۍ توبې مــــــې له خماره ووتې
پيمخې زمانې چې غنم رنګې شيبې راوړې
ما ويل کـــــه د بنګ څڼې لــــه کوکناره ووتې
که ژرنده دې د پلاروي هم په وار د هر چا وار وي
جــــــــلانه ليونيــــــــــــه ! تــــــــه لــــــــــــــه واره ووتې
سيدجيلاني جلان
وروستي