
زموږ د هېواد ټول تاريخونه، تاريخ ليکوالان اوسياستوال په يوه خوله وايي ، چې کله « د سقاو زوی غل حبيب الله په عسکرۍ کې په غلا کې ونيول شو ، بندي شو ؛ کله چې له زندان څخه خلاص شو ، په غلاوو ، لوټماريو، اشوبګريو ، لاروهلو او داړو اچولو يې پيل وکاوه ! دولت هڅه وکړه چې نوموړی ونيسي او بيا يې بندي کړي ، خو د غلو د بانډ ( ۱۶ ) تنو نوموړی غلمشر له افغانستان څخه په لارو ، بېلارو د ډيورند له مصنوعي کرښې ها خوا ، د هغې زمانې د انګرېزي هندوستان په يوې برخې کې په يوه سماوار (رستورانت) کې «ګارسون » ( خدمتګار) شو. هلته يې هم غلا وکړله او بندي شو ، په زندان کې انګرېزانو خپل ځان ته جذب کړ او سياسي کار يې ور سره وکاوه ، کله چې له زندان څخه خلاص شو ، د انګرېزانو له خوا د ملي اتل غازي امير امان الله خان « افغان » پر ضد او د هغه د نوي خپلواک ـ ملي دولت د بې ثُباته کولو او را پرځولو په نيت افغانستان ته ولېږل شو او هلته يې ده ته او دده ( ۱۶) تنو غلو ملګرو ته وسلې او پيسې ورکړې ، انګرېزي ملايانو د غله حبيب الله « کلکاني » د سقاو د زوی ملاتړ وکړ او د هغه پر ګټې يې تبليغات او پروپاګنډې پېل کړې ، تر هغه پورې چې انګرېزانو د غله او لار وهوونکي حبيب الله او د هغه د انډيوالانو په ذريعې د غازي امير امان الله خان دولت سقوط کړ او ....»
خو زه دم ګړۍ هغه څه ليکم چې د روسيې د « ان .تې.وې » ټلوېزيون په ۲۰۰۲ م .کال کې د تاريخي مستندو فلمونو په لړ کې يو مستند ( تور او سپين ) فلم خپلو ليدوونکو او مينه والو ته وښود ( هر افغان چې هغه مهال په روسيه کې اوسېده او د « ان.تې.وې » د ټلوېزيون له لارې يې هغه تاريخي فلم له « کمېنتارې » سره يو ځای ليدلی او اورېدلی اوسي !؟ هغوی خبر دي او له ما سره بې « چون او چرا » هم نظره دي !!
د روسانو په هغه مستند ـ تاريخي فلم کې روسانو ( ژورنالست ) په ډاګه کړه چې« ...روسانو د منځۍ اسيا د هېوادونو او د بخارا د امير په مرستې يو لوی او مُجهز لښکر ( ازبکان ، تاجکان ، قزاقان ، ترکمنان او تاتاران ) جوړ کړ او په افغاني ملي جامو کې يې د آمو له سيند څخه پورې اېستل او ټول يې تر بدخشان ، تخار ، کندوز، بلخ ، جوزجان ، سمنګانو ، بغلان ، پنجشېر او پروان پورې ورسول او د حبيب الله د سقاو د زوی تر مشرۍ لاندې يې د کابل شاهي ارګ اشغال کړ او حبيب الله « کلکانی » د سقاو زوی يې د افغانستان پاچا کړ او پر تخت يې کښېناوه ...!»
داو،هغه حقيقت کوم چې زموږ تاريخ ليکوالو په خپلو تاريخي کتابونو کې هېڅ نه دی ليکلی او نه هم چا ورته کومه اشاره کړې ده !!!