غزل

تا سره مې ښې پر کاڼو تېرې کړی
شپې مې هم د شپې پر کاڼو تېرې کړی
خود به یم د کاڼي غوندې کلک پښتون
ما خو زمانې پر کاڼو تېرې کړی
ستا د اوربل سیوري ته چې پرېوتم
ورځې مې غرمې پر کاڼو تېرې کړی
کرښې مې چې ستا د تندي ولوستې
کرښې مې کږې پر کاڼو تېرې کړی
دا ډبرین زړګي مې چې پخلا کړل ټول
ډېرې مې جرګې پر کاڼو تېرې کړی
زلمی حبيبزی