زلمی حبیبزی
د اوکراین جمهوریت دادېسې په ښار کې د دوه زره یوولسم میلادی کال د جولای د میاشتې په اته ویشتمه نیټه د ځوانو شاعرانو او لیکوالانو لخوا
میاشتنۍ غونډه وشوه ، غونډه د ماښام په اتو بجو د هلمند پردېس په یارانه حجره کې پیل شوه .
په غونډه کې ښاغلی پیوند شېدا،محمدالله محمود، سهراب فدا، هلمند پردېس ، او زلمی حبیبزي د ادبي هلو ځلو دلا ګړندی
کېدو په باره کې مفصلې خبرې وکړی ، وروسته ازاده مشاعره وشوه چې ښاغلی نجیب تنها، سهراب فدا،رحیم الله خاکسار،زلمی حبیبزی ، هلمند پردېس اوپیوند شېدا پکې دخپلې خوښې ګڼ شعرونه یواوبل ته واورول.
****
وروستي