غزل

څه شولې مکارې  زه  د هېر کړمه
ماته شوې هېندارې زه د هېر کړمه

لږ خو مې په سترګو  کې درونغاړه
پېغلې  ګنهګارې   زه  د  هېر  کړمه

څو ځلې مې وليدې  چې تېره شوې
ځې، راځې   په  لارې زه د هېر کړمه

چا باندې  د شونډو پتاسې پلورې
ګوره!  دوکاندارې  زه د هېر  کړمه

ستا بې لارې  حسن   بدرګه  کړمه
ګرځمه    بې لارې زه   د  هېر  کړمه

13-11-2009